کور / علمي / اتومي بمونه او مذهبي نومونه / لومړۍ برخه

اتومي بمونه او مذهبي نومونه / لومړۍ برخه

ليکنه: ډاکتر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ

سريزه :
په ١٩٠٥ ز  کال کې  داتوم بم تيوري او بنسټيزهستوي معادله د يوه ٢٥ کلن جرمني فزيک پوه البرت اينشټا ين (Albert Einstein) له خواپرلیکه شوه. نوموړي فزیک پوه   ديوه  نامتو فرمول  مخ وينه وکړه چې نن ورځ دنړۍ دغه عمومي فرمول داتوم بم ، هایدروجن بم ، هستوي بټۍ ، لمر، ستورواو په کيهان کی دانرژۍ د منځ ته راتلو بنسټ جوړوي.
کله چې داتوم بم څخه ددويمې نړیوالې جګړې دګټلوپه موخه په پوځي ډګرکې کار پیل شو،نو د هغې سره سم په نړيواله کچه دمذهبونوتر منځ هم يوه بنسټپاله نه پوخلا کيدونکې ځواکمنۍ سيالي پیل شوه. هر هيواد دخپل اتوم بم لپاره يو مذ هبي او يا دملي وياړپه ياد تاريخي نو مونه وټاکل چې په لاندې ډول يې بیان کوو:
لومړی – عيسوي اتوم  بم(Christian Bomb) :
دعیسوي اتوم بم تيوري اوپه پوځي برخه کې دکارولوپلان په حقیقت کې د یهودي ساينټېسټانوله خواجوړشو. په ١٩٤٠ زکال کې دنړۍ نامتو یهودي ساينټیسټانوپریکړه وکړه چې دهيټلر فاشېستي رژیم دامريکا اونورولوديزوهيوادونوپه مرسته دمنځه يوسي . دنوموړې موخې لپاره هغوی داپلمه جوړه کړه چې ګڼه دهيټلرفاشېستي رژیم هڅه کوي چې اتوم بم جوړکړي اوپايله به يې داوي چې نه يواځې يهودیان به د منځه يوسي بلکه غواړي چې ټوله نړۍ ترخپلې ولکې لاندې راولي .

په داسې حال کې چې  دغه تور ناسم وه ، داځکه چې په هغه مهال کې  دهيټلرفاشېستي رژیم داتوم بم دجوړولوتکنالوژې نه شوای کارولی . دبیلګې په ډول داتوم بم دجوړولوپه موخه  دیوې خوالږترلږه پينځوس کيلوګرام بډای شوي  يورانيم دوه سوه پينځه ديرش ته اړتيا وه   اوبلخواديوه پايښت لرونکي ځنځيري هستوي تعامل لپاره درندې اوبو(Deuterium)  ته ضرورت وه  . په داسې حال کې چې نوموړي دواړه شرطونه پوره نه وو. داځکه چې :
لومړی : ددرندې اوبودتوليدیوازنۍ فابریکه Norsk Hydro ASA په ټوله اروپا کې د  ناروې په هيوادکې پرته وه او دامریکاټلوالوله خواپه ١٩٤٤ ز کال کې  بمباري او دمنځه يووړه شوه.

دويم :    دهيټلرفاشېستي رژیم په پوره کچه جرمني ساينسپوهان لکه اوتوهان Otto Hahn ، فن وایڅزیکر C. F. von Weizsäcker ، هايزینبېرګ W. K. Heisenberg اونوردرلودل چې داتوم بم  تکنالوژي  پوهه ورسره وه. خوداتوم بم دجوړولوپه موخه ديورانیوم بډای کولودستګاه ته اړتياوه ،.  بلخواکیدای شوه چې دیوې هستوي بټۍ په فعال کولو سره يې پلوتونیم Pu-239 په مصنوعي توګه تولید کړی وای او داتوم بم دجوړولوپه موخه کارولی وای . په داسې حال کې چې  نوموړودواړو دستګاوو شتون نه لرلو.

يادونه : درندې اوبه دهایدروجن اتوم يوه داسې ايزوټوپ څخه جوړې دي چې په هسته کې یونیوترون اويوپروتون لري . دبېلګې په ډول دسمندر يومترمکعب اوبه څلورديرش ګرام درندې اوبه لري.
د ١٩٤٠ زکال څخه تر ١٩٤٥ زکال پورې دهيټلرفاشېستي رژیم  په دې بريالی نه شو چې بډای شوی يورانيوم اویادرندې اوبه توليدکړي . په ١٩٣٩ زکال  داګست میاشتې  په دویمه نيټه  دهغه مهال وتلی يهودي فزیک پوه البرت اينشټاين دګڼ شميرنورویهودي ساينټېستانو په ټينګار، دې ته اړشوچې دامریکا ريس جمهورروزېوېلټ (F.D.Roosevelt)   ته داتوم بم دجوړولواړتيا په ګوته کړي او دمتحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته دهيټلرفاشېستي رژیم د پرځولوسپارښتنه وکړي .

دنړۍ لومړی عیسوي اتوم بم په جوړولوکې څه ناڅه پینځوسو یهودي ساينسپوهانوونډه لرله چې ځينې يې په لاندې ډول   دیادولووړدي .
البرت اينشټاين  Albert Einstein جرمنی يهود  ، روبېرت اوپېنهایمر J. Robert Oppenheimer جرمنی يهود  ،  لیوسڅیلارډ Leó Szilárd هنګری یهود،نيلزبور Niels Bohrسوېدنی يهود ، انريکوفرمي Enrico Fermi چې  ښځه يې يهوده وه ،  ليزې مایتنر Lise Meitner اتريشۍ یهودۍ ښځينه فزيک پوهه،اډوارډتېلر Edward Teller هنګری یهود،اوتوفريش  Otto Robert Frisch  اتريشی يهود اونور.

په ١٩٤٢ زکال کې دنوموړويهودي ساينسپوهانوپه ملاتړاودامریکا ريس جمهورروزېوېلټ په منظوری د منهاتن پروژې  (The Manhattan Project ) ترنامه لاندې دنړۍ لومړي اتوم بم جوړولو فابریکې په پټه کارپیل کړ . عیسوي اتوم بم دنړۍ لومړی اتوم بم دی چې د منهاتن پروژې  په کارولوسره منځ ته راغی.  په شپږم د اګست ١٩٤٥ ز کال لومړی توپک ډوله        (The gun type) عیسوي  يورانيوم اتوم بم د سهار په اتوبجو د لږ څه نهه زرو متروارتفاع څخه  د يوې اېنولا ګای نومې بي  نهه ويشت نمبر الوتکې (B-29 bomber Enola Gay) څخه د جاپان هيروشيما په ښار او درې ورځې وروسته يانې د اګست مياشتې په نهمه نيټه دويم  امپلوزيون ډوله (implosion-type ) پلوتونيم اتوم بم د ناګازاکي په ښار باندې وغورځول شو.

هغه عیسوي اتوم بم چې دجاپان هيروشیما په ښاروغورځيد دکوډنمبر نوم يې  کوچنی هلک (Little Boy) اودویم عیسوي اتوم بم چې دجاپان ن ناګازاکي په ښار  وغورځول شودکوډنمبر نوم يې  مزی سړی وټاکل شو.
دپام وړ: داسې ويل کيږي چې ددویم عیسوي اتوم بم نوم (مزی سړی)  دانګلستان د هغه مهال صدراعظم  چرچل W. Churchill په ویاړ ورکړشوی وو ، داځکه چې هغه په فزیکي تړاوډير مزی سړی وه اوهیله کیده چې  جګړه به داتوم بم په کارولوسره پای ته ورسيږي .

دپام وړ:  اینولاګای Enola Gay دالوتکې چلونکي پيلوت دمور نوم وه (١-شکل)  چې لومړی  عیسوي اتوم بم يې دجاپان ناګازاکي په شارواچولو . دنوموړې الوتکې د پيلوټ نوم  پاول تيبیت  Paul  Tibbets وه چی په ٢٠٠٧ زکال کې مړشو. د پاول تيبیت پيلوټ د  مړي جسددمراسمو سره سم خښ نه شوبلکه هغه داوصيت کړی ووچې   وسوځول شي اوايره يې دانګلستان په کانال کې اوبوته واچول شي. داځکه چې ددې هيره زياته وه چې داتوم بم مخالفينوڅخه به  دهغه قبرړنګ شي او په امن کې به پاتې نه شي. نوموړې تګلاره هم ترسره شوه.

هغه هستوي انرژي چې د هيرو شيما ټو پک ډوله اتوم بم څخه ازاده شوه لږ څه پینځه لس زره           ( ١٥٠٠٠) ټنه  ټي  اين ټيTNT  اود ناګازاکي امپلوزيون ډوله اتوم بم دوه ویشت زره (٢٢٠٠٠) ټنه  ټي  اين ټيTNT  ا ټکل کيږي.   په ٢- شکل  کې دجاپان ناګازاکي په ښاراچول شوی اتوم بم  ښوول شوی دی .

Image:Tibbets-wave.jpg

١- شکل : داېنولا ګای په نوم الوتکه اوپه منځ کې يې دنوموړې الوتکې پیلوټ  کولونېل پاول تیبیت Paul  Tibbets لیدل کيږي.

Bild:Nagasakibomb.jpg

٢- شکل : د جاپان ناګازاکې په ښار باندې دعیسوي اتوم بم دچاودنې راديو اکتیو ګرد څرګنديږي چې هواته د يوه مرخيړي په بڼه  اتلس کیلومتره دځمکې دمخ نه پورته اوچت شو.

یادونه :  ټي اين ټي    Trinitrotoluene (TNT)  د کيمياوي او يا هستوي انرژي هغه کچه راښيي چې په یوه  چاودنه کې د تودوخي په شکل منځ ته راځي.  کيمياوي فرمول يې په لاندې ډول سره دی :

د البرت اينشټاين (Albert Einstein)  دکتلې او انرژي معادل فرمول سره  سم د  ټي اين ټي  انرژي په لاندې ډول هم ليکلای شو:

يو ټن یانې يو زرکيلوګرام ټي اين ټي د لږ څه څلورګيګا ژول سره برابر دی   لکه چې د پورتنۍ معادلې څخه ليدل کيږي نودلومړي عیسوي اتوم بم انرژي د یو ګرام کتلې څخه تر لاسه شوه.
دعیسوي اتوم بم انرژي پنځوس په سل کې په فشارانرژي ، پینځه دیرش په سل په تودوخي انرژي اوپینځه لس په سل د وړانګوپه انرژي چاپیریال ته خپره شوه چې په ٣- شکل کې ښودل شوې ده.

(٣- شکل)
(پاتې په دویمه برخه کې)
اخځونه :
References
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Paul_Tibbets
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_testing
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Atomic_bomb
4.http://library.thinkquest.org/17940/texts/timeline/manhattan.html