" /> " /> " /> " /> جالب خبر : اسرائيلي اسانو سر اخيستئ وو  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / جالب خبر : اسرائيلي اسانو سر اخيستئ وو video

جالب خبر : اسرائيلي اسانو سر اخيستئ وو video

د اسوشېټيد پريس په يوې نوي خپرې کړي وېډيو کښي ښودل کيږي چي يوه ډله اسان د سرکښۍ په شکل مخ پر ښار ور ايله سوي چي د موټرانو او عمومي تېز سړک موانع ګرځېدلي دي .

کله چي موټر چلوونکو پر عمومي تېز سړک باندي د اسانو ياغي ډله وليده چي مخامخ ددوی پر موټرانو يې ورځغستل نو د ددوی حيرانتيا سره-سره يې دوی و -هم بېرول .

يوموټر چلوونکي چي د مخامخ ورځغستونکو اسانو له وهمه يې خپل موټر درولئ وو؛ دوه اسان يې پر څنګ تېر سول خو دريم اس يې پر موټر مخامخ ور ټوپ وهل چي له امله يې موټر چلوونکی سطحي زخمي سوئ او روغتون ته رسول سوئ دئ خو نوموړي اس ته کوم زيان نه دئ اووښتئ .

دا ۲۰ ثانيې وېډيوي ټوټه د سيمي څخه د سېلانيانو په مټ د پيښي پر مهال دفعتاً ثبت سوې چي وروسته اسوشېټيد پريس خبري اژانس ته رسېدلې ده .

د پيښي وېډيو لاندي کتلائ سئ :