کور / تازه خبرونه / د ايساف ١ سرتيرى ووژل شو او بل هغه يې ژوبل شو

د ايساف ١ سرتيرى ووژل شو او بل هغه يې ژوبل شو

 


په افغانستان کې ميشتو نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په دغه هيواد کې د خپل يوتن سرتيري د وژل کيدو او بل هغه د ژوبل کيدوخبر ورکړ.


د دغو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لورې لر او بر ويپاڼې ته په را استول شوې اعلاميه کې ويل شوي،دغه کسان د افغانستان په سويل کې مړه او ژوبل شوي دي.


خبر پاڼه وړاندې کاږي دغه سرتيري هغه مهال دپيښې قرباني شول چې، موټر يي د سړک غاړې پر يو ښخ شوي ماين وخوت.


په دغه خبرپاڼه نه خو دپيښې دقيق ځاى ښوول شوى او نه د قربانيانو هويت څرگند شوى دى.


خبرپاڼې په سويلي ولايتونو کې د ايساف ځواکونو د يوتن مشر انتونې کورډ له لورې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.


ياده دې وي چې،په ترټولو نا ارامه ولايت هلمند کې د برتانيا زرونه  سرتيري ميشت دي چې،وخت ناوخت د طالب وسله والو سره په جگړه کې ښکيل کيږي.


تر دې وړاندې ورته يو بريد د تيرې يکشنبې په ورځ په کندهار کې د کاناډا دوه سرتيري له منځه وړي ول.