کور / سياسي / ډیلي ټلګراف : دطالبانو په وړاندي د برطانوي چورلکو بی وسي

ډیلي ټلګراف : دطالبانو په وړاندي د برطانوي چورلکو بی وسي

سرچینه:  برطانوی ورځپاڼه
سه شنبه 13/8/1430 هـ ق – 4/8/2009 م


دبرطانيی دډیلی ټلګراف ورځپاڼی په خپله تازه ګڼه کی لیکلی دی چی:دبرطانیی ددفاع وزارت خپلو پوځونو ته په افغانستان کی دجګړی په مهال ددوی داړوندو چورلکو په کارولو بندیز لګولی دی اوددی کار لامل یی دابللی دی چی ددوی چورلکی دطالبانو داسلامی تحریک دجنګیالیو دتوغندیو اومرمیو په وړاندی په زغروال سستم ندی تیاری سوی.


نوموړی ورځپاڼه دبرطانوی پیلوټانو په حواله لیکی چی ددوی په شپږو میرلین پوځی چولکو کی دتوغندیو اومرمیو ضد زغروال سستم په نسبولو کی بی غوری به ددی چورلکو دپیلوټانو،کارکوونکو او سپرلیو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی.


په افغانستان کی دپوځی تجهیزاتو اونظامی چولکو داډول نیمګړتیاوی چی برطانوی پوځیان ورڅخه تل سر ټکوی هغه پراخی ډاګیزه نیوکی اوانتقادونه دی چی ددی هیواد جګپوړی پوځی مشران اوسیاستوال هم سخت ځوروی، داپه داسی حال کی چی ددوی دپوځیانو له لوری د زریپوښ ډوله جیپانو له استعمال سره سره یی بیا هم دمرګ ژوبلی شمیره ورځ تربلی زیاتیږی.


 ورځپاڼه زیاتوی: يو برطانوی پوځی مقام وایی چی زه دانه خوښوم چی دخپلو چورلکو سپاره پوځیان په داسی حال کی راستنیدونکی ووینم چی ځانونه یی دچولکو په پټیو تړلی وی او بدنونه یی دطالبانو په مرمیو غلبیل غلبیل وی.


نوموړی دافغانستان په فضا کی دداډول چورلکو کارول له هغی لاری سره پرتله کړل ډیر ماینونه پکی خښ سوی وی اوڅوک( لاندروپر) ګاډی پری چلوی.


په زغروال سيستم دچورلکو دسمبالښت لګښت


چارواکو په ( کیفلار) ډوله زغره ایزسستم د میرلین چورلکو دسمبالولو سپارښتنه کړی ده چی دیوی چورلکی دزغروال کولو بیه (۱۶۸۱۸۵) امریکایی ډالرو ته رسیږی، خو ددوی داغوښتنه نده منل سوی، چی په دی ډول سره دورځپاڼی په وینا دافغانستان هلمند ولایت ته ددی چورلکو داستولو امکانات هم ورسر کم سوی دی.
دډیلی تلګراف ورځپاڼه وړاندی لیکی: دبرطانیی ددفاع وزارت به ترهغی پوری دداډول چورلکوکارول وځنډوی ترڅو چی په زغره ایزو وسایلو سمبال سوی نه وی اویا به یی له ناڅرګندو خطرناکو نا تضمین سویو عواقبو سره له مخامخ کیدلو سره سره دافغانستان په لور استوی چی ددی کار پایلی هم له خطر څخه ډکی دی.


ورځپاڼه دترلاسه کړیو استخباراتی معلوماتو په استناد لیکی چی: وسلوال طالبان له دی سره مینه لری چی له دوی سره په پریمانه موجودو توغندیواو وسلوسره دبرطانوی پوځیانو نقلوونکی ځانګړی برطانوی چورلکی په نښه کړی او راویی غورزوی .
یادونه : له دی مرجع څخه ژباړل سوی دی
http://www.aljazeera.net/NR/exeres/95F95E42-DB22-46B3-B466-3BEBB60B0B33.htm