کور / تازه خبرونه / هلمند : د ايساف ۴ برطانوي پوځيان وژل سوي دي

هلمند : د ايساف ۴ برطانوي پوځيان وژل سوي دي

په  جنوب لوېديځ زون کښي د ايساف له لوري په يوې لېږل سوي خبرپاڼي کښي ويل سوي چي پرون په هلمند کښي ددوی ۴ سرتيري د سړک غاړي په يو بم کښي وژل سوي چي تر چاودني وروسته دايساف او وسلوالوترمنځ د ډزو تبادله هم سوې ده .

ايساف د خپلي پاليسۍ له مخي دخپلو وژل سويو پوځيانو هويت نه دئ په ډاګه کړئ خو نن جمعه د برطانيې د دفاع وزارت په يوې اعلاميه کښي ويل سوي چي د هلمند ولايت په لښکرګاه کښي د پرون ماپښين د سړک غاړي په بمي چاودنه کښي ددوی ۳سرتيري وژل سوي چي د يوه حالت يې نازک ښودل سوئ ؛ چي پدې سره د برطانوي وژل سويو پوځيانو شمېر ۱۹۵ ته رسيږي، برطانيه په ناارامه ولايت هلمندکښي ټول ۹ زره سرتيري لري .

د ايساف له لوري د خپلو ۴ پوځيانو د وژلو کېدلو خبر پداسي حال کښي تائيدسوئ چي پرون د ناټو عمومي منشي رايس موسن په يو ناڅاپي سفر هلمند ته ورغلئ وو .

پدې سره درواني اګسټ مياشت په لومړۍ هفته کښي د بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر ۱۹ افرادو ته خيږي، تېره مياشت جولای چي پکښي نژدې ۷۵ بهرني پوځيان ووژل سول؛ د بهرنيو قواوو دپاره د ۲۰۰۱ راهيسي تر ټولو خونړۍ مياشت وه .

د بهرنيو قواوو په مقابل کښي د وسلوالو د سړک غاړي بمي چاودني پدې وروستيو کښي زياتوب موندلئ چي د هلمند ولايت د سړک غاړي په يوې بلي پرونۍ پېښه کښي هم د ښځو، ماشومانو  او تنکي ځوانو څخه ډک د واده يو ټېله داره ټکټر چي مخ پر ګرمسېر ولسوالۍ روان وو؛ د پيښي ښکار سو او د راپورنو له مخي ۲۱ ملکيان ځای پر ځای پکښي ووژل سول .