کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريکا : ځان وژنه د افغانستان او عراق د تلفاتو تر کچي رسیږي

امريکا : ځان وژنه د افغانستان او عراق د تلفاتو تر کچي رسیږي


هغه امریکايي سرتیري چي د افغانستان او عراق د جګړې نه خپل هیواد ته ستنیږي په ډول-ډول رواني ناروغیو اخته کیږي . ددې سرتیرو په منځ کښي د ځان وژني موضوع اوس په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده .
دامریکا ددفاع وزیر روبیرت ګیټس کا نګریس ته په خپله وروستۍ لیدنه کښي دا یوه لویه ستونزه وبلله او د مخ نیوي لپاره يې د پینتاکون له لوري د ګړندیو ګامونو د پورته کولو ژمنه وکړه .
ددې لپاره چي نور را ستانه شوي سرتیري ځانونه ونه وژني پنتاګون دامریکا د رواني مریضیو د ملي انستیتوت سره په ګډه د ۵۰ میلونو ډالرو یوه پروژه ترلاس لاندي نیولې ده .
په عادي حالاتو کښي ددې هیواد په ملکي وګړو کښي د ځان وژني کچه تر سرتیرو جګه وي ولي د عراق او افغانستان جګړو دا حالت ته تغیر ور کړئ.
د نیويارک تایمز د ورځپاڼی په قول د تېر کال د څان وژني په نتیجه کښي تر ۱۹۲ زیاتو عادي او د احتیاط د دورې سرتیرو ژوند دلاسه ور کړئ دئ .
دا د ۲۰۰۳ کال چي د عراق جګړه پکښي پیل شوه دوه برابره زیاتوالی ښيي .
د ۲۰۰۹ په لمړی شپږو میاشتو کښي ۱۲۹ دا ډول پیښې شوي چی ددغه مودې په جګړه ( د افغانستان او عراق ) کښي د وژل شویو تر کچي ډېر دئ .
دا شمیره کیدائ شي زیاته هم وي ځکه دا ډول پیښي کله-کله د ډول-ډول لاملونو له مخي ڼه ثبتیږې.
د دې پیښو علتونه به ډېر وي خو يو يې ددغو سرتیرو وجداني ناارامي او مالامتیا ده چي ځانونه د هغه کړو-وړو شریکان ګڼې کوم چی دوی کړي اویا يې لیدلي دي …
ددغو سرتیرو مشکل د ویتنام د جګړی د سرتیرو سره د مقایسې وړ دئ .
د افغانستان او عراق د جګړو نه تر ۳۲۰۰۰۰ ډیر سرتیري امریکا ته را ستانه شوي چي تر یو ځل يې زیات هلته دنده تر سره کړې او آوس د دا ډول مشکل سره مخ دي .


د سویډنې ورځپاڼي نه په اخیستنه :
http://www.dn.se/nyheter/varlden/sjalvmord-tar-fler-soldatliv-an-krig-1.926163