کور / سياسي / اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس په توګه

اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس په توګه

د افغانستان د روانو انتخاباتو لپاره ۴۱ تنو نومونه ليکلي او هر يو د ريس جمهورې ادعا لري خوځينې ېې داسې کسان دي چې نه اداري تجربه لري اونه علمي ځينې نور داسې اشخاص دي چي ياېې پخپله قتلونه کړي او يا هم د قاتلانو اود بشر پرضد او افغان کلتور اوسلام پرضد ناوړه او شنيع اعمالو کې ېې ګډون کړی دی.


بله ډله هم داسې نفر دي چه ښه پوهيږي چې د وړلو امکانات ېې نشته خو یا د شهرت او یا په حکومت کې د یوې کرسې د ﻻسته راوړلو لباره را وﻻړ شوي دي. دا ډله د انتخاباتو پدې وروستيو ورځو کې يا له کرزي سره او يا هم د شمال جنګ سالارانو د هيرې نه د عبدالله سره یوځای کيږي.


په واشنګتن کې ځينو په وطن درديلو افغانانو چې ورته ثابته شوې جې د کرزي او عبدالله په راتګ سره به افغانستان د نا اهله، بې تجربو او بې علمه ډلو ټپلو په واسطه د تجزيه مرحلې ته ورسيږي، د يواځيني بديل لپاره چې پوهاند اشرف غني دی، يوه کميټه جوړه کړې جې (( اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس لپاره)) نوم لري.


اشرف غني په نړۍ واله سويه يو عالم او استاد دی. هغه برخلاف د کرزي، عبدالله او نور دا کشمش نخود ډلې، د 40 کالو نه را پدې خوا د افغانستان او افغانانو د ژوند په هره برخه ليکنې کړي او لکچرونه ېې ورکړي دي. هغه د امريګا په مشهورو پوهنتونو کې د پوهاند په درجه درس ورکړی او د ملګرو ملتو د سرمنشي او نړيوال بانک د رياست له تکړه کانديدانو نه ؤ.


واقعيت د امر خو دادی چې بايد افغانان افتخار وکړي جې زمونږ وطن داسې با کفايته اولاد لري جې نوم ېې د سيد جمال الدين افغان، طرزي، پوهاند بهاوالدين مجروح او نورو وتلو پوهانو په ډله کې حسابيږي.


 پوهاند اشرف غني ته نن د لويديځې نړۍ په پوهنتونو او علمي مرکزونو کې هر وخت چې وغواړي کار پيدا کيږي، خو هغه وطن ته د خپل دين د اداکولو لپاره په دې طوفاني وخت کې را پورته شوی چې د وطن بيړۍ له ډوبيدو نه بچه کړي او افغانستان کې بيا امنيت، سوکالي او پرمختګ راشي.


(( اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس لپاره)) کميټې د شنبه په ورځ چې د اګست اتمه نيټه کيږي د واشنګتن ((افغان رستوران)) په تالار کې غونډه ترتيب کړې چې په واشنګټن ميشت افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړ شويده. د غونډې هدف د يوې خوا د پوهاند غني د اواز پورته کول او هم د هغه د انتخاباتو د کمپاين لپاره د چنده ټولول دي. پدې وسيله تولو وطن والو ته خبر ورکول کيږي چې هغوي هم په هر ځای کې د پوهاند اشرف غني اواز د انتخاباتو په دې حساسو ورخو کې پورته کړي.


پوهاند صاحب د افغانستان د امنيت، اقتصادي ودې او ټولنېز ورورګلوې لپلره مقصل پلانونه لري او غواړي چې زمونږ ستاسو په شان، د وطن د اصلي زامنو په مټ ېې پلي کړي. هيله ده تاسو ټول هرچيرې چې ېې لاسونه سره يو کړی ترڅو په اتحاد او اتفاق سره پوهاند اشف غني ته راي ورکړو، هغه ته رای وګټو او زمونږ کړيدلي اولس ته د ارامې او هوساېې لاره پيدا کړو.