کور / کیسه / يوه لنډه المانۍ کيسه

يوه لنډه المانۍ کيسه

د کیسې ژباړه :
د برېمن د ښار موسیقي هنرمندان  – پښتو
(Die Bremer Stadtmusikanten)  الماني
(The Town Band of Bremen)  انګلیسي

 دغه لنډه کیسه د الماني «برودر ګریم » ده، چې برودرګریم (Brüder Grimm) دوه وړونه وه یو یاکوب (Jacob) نومېده او بل ئي ویلهلم (Wilhelm) نوميده د دواړو کورني نومان «ګریم » (Grimm) وو . دواړو وړونو یوځائ په ګډه دعمر تر پایه ژوند سره کاوه . دوي د المان د« هسن » (Hessen) د ایالت وه . دوي د ۱۹ مي پړۍ تر نیماي پوري ژوند کړی دی . دوي ډېري لنډي کبسې د کمکیانو لپاره لیکلي دي . د« برودر ګریم » کیسې په المان او اروپا کې نامتو دي . او په ډېرو اروپا ي ژبو ژباړه سوي دي . « برودرګریم » ته په پښتو د ګریم وړونه واي . د دوي موخه دا وه یو چې کمکیانو ته خوږې کیسې ولیکي او له بله خوا څخه ئي غوښته، چې الماني ژبه پراخه او تکړه کړي . دوي یو غټ د الماني ژبي ګړښود (دیکشینري) ليکلې ده ، چې د « برودر ګریم » ګړښود ئي بولي، لري . دوي خو بېخي ډېري کیسي لیکلي دي ، زه ئي دلته د درو نومان اخلم . لکه :

 اووه کارګان  ـــــــــ  (Die sieben Raben)
 شرمښ او اووه مرغومي ــــــــ (Der Wolf und sieben Geislein)

 د برېمن د ښار مو سیقي هنرمندان (Die Bremer Stadtmusikanten) دغه کیسي او ډېري نوري کیسي دواړو وړونو لیکلي دي . اوس دلته د برېمن د ښار موسیقي هنرمندان ژباړه کېږي .
 د کیسي ژباړه :
په یو وخت کي یو زوړ خر وو . دغه خر چې زوړ سوی وو د څښتن ئي هم بالا په کار نه وو . خر د برېمن ښار خوا ته رهي سو، چې هلته د موسيقۍ هنر مند ي وکړي . د لاري په اوږدو کي یو زوړ ښکاري سپی په مخه ورغی، چې هغه هم د خاوند بالا په کار نه وو . ښکاري زوړ سپي هم تېښته غوره کړه د خره سره ملګری سو او د برېمن ښار خواته روان سو، چې د برېمن د ښار موسیقي هنرمند سي . په لار کي یوه پشي چې ډېره زړه سوې وه او د موږه کانو د نیولو نه وه، د دوي مخي ته راغله او دې هم وغوښتل ، چې له دوي سره یو ځائ سي او برېمن ته ولاړه سي . په پاي کي یو زوړ خورس چې دغه وو ځان ئي د مرګ څخه راخلاس کړی وو ، په لار کي وليد . څلور سره را رهي سوه اود یو بل سره ئي ووېل : تر مړه کېدو خو سل په سلو کي دغه کار چې موږ تاسو اندېښلی دی ډېر ښه دی . پر لاري په ځنګله کي ئي د غلو یوه کوډله په سترګه سوه ، چې غله هلته پکښې خوښ ناست وه . دغو څلور وږو ژوو له ځان سره وویل، چې څرنګه به دا غله پسي واخلي .

سپی پر خره سپور سو ، پیشي پر سپي سپره سوه او خورس پر پیشي سپور سو . يو پر بل سره سپاره سوه . خره ریل، سپي غپل، پيشو میاو میاو کاوه او خورس اذانو ته ملا وتړل او د کوډېلي د لوي کړکۍ له لیاري کوډېلي ته ورننوتل . غلو چې دا هال وليدوه وېرېدل منډي ئي کړې په ځنګله ننوتل ځانونه ئي پټ کړه . دغو څلور وږو ژوو پر هغه خوړو چې په کوډله کښې وو ځانونه پرا واچول او تر مړتیا ئي و خوړل او چې ماړه سوه څلور سره کرار پرېوتل ویده شوه . په نیمه شپه کي غلو غوښته بېرته خپلې کوډلي ته راسي او وګوري، چې دا څه شی وو، چې دوي ئي وه وېرول . کله چې دوي کوډلي ته رنږدې سوه ، بیا دوغو څلورو ژوو پخپلو ږغوو سره غله وه وېرول او  و تښتېدل . نوبیا د برېمن د ښار موسییقي هنرمندانو پخپلو کي سره وویل : موږ په ګډه ځواکمن یو . په دغه څېر ئي ځانو ته د اوسېدلو ځائ وموند .