کور / تازه خبرونه / تازه خبر : د اندونيزيا پر ولسمشر د بريد مخنيوي وسو

تازه خبر : د اندونيزيا پر ولسمشر د بريد مخنيوي وسو

د اې ان پي خبري اژانس د يو تازه خبر د اندونيزيايي پوليسو له خولي څخه وايي چي نن غرمه په پلازمېنه جاکارتا کښي ددې هيواد پر ولسمشر (سوسيلو بامبانج يودهويونو) باندي د يو ځان وژونکي موټر بريد مخنيوی کړئ دئ .

ويل کيږي چي دا بريد به د مخالفي وسلوالي ډلي د مشر نورالدين محمد ټاپ چي ويل کيږي وژل سوئ به وي؛د پلويانو له خوا څخه تنظيم سوئ وي .

 پوليس وايي چي دوی د پازميني جاکارتا ګاونډ ښارګوټي (بيکاسي) له يو کور څخه ۵۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد نيولي چي ددوی په وينا په يوه موټر کښي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کول کېدل .


په اندونيزيا کښي د وسلوالو د ډلي مشر نورالدين محمد ټاپ په سيمي کښي په ډيرو تروريستي بريدونو باندي تورن دئ، ويل کيږي چي نوموړی په  ۲۰۰۲ – ۲۰۰۵ کلونو کښي د (بالي) ښار په بريدونو ، په ۲۰۰۳ کښي د جاکارتا په ماريوت نومي هوټل  په بريدونو، په ۲۰۰۴ کښي په جارکارتا کښي د استراليا پر سفارت او سږ  په ۲۰۰۹ کال کښی د پلازميني جاکارتا په دوو لکس هوټلونوباندي په ترسره سويو بريدونو کښي په لاس لرلو تورن دئ .