کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راځئ له هزاره ګانو ېې زده کړو

راځئ له هزاره ګانو ېې زده کړو

د جمعې (زمري ۱۶مه) په ماښام مې د محقق په تلویزیون کې د یوې غونډې بهېر لیده.
 په غونډه کې په زرګونو هزارګان راغونډ شوي وو او موخه ېې د ټاکنو د اهمیت په اړه د دوی پوهول وو.


دې غونډې ته د هزارګانو یو مشر محقق وینا کوله او ما د هغه وینا له سره تر پایه پورې په غور واوریدله.


په غونډ کې زما لپاره دوه ټکي په زړه پوري وو، لمړی دا چې محقق داسې خبرې کولې چې په اوسني وخت کې به د افغانتسان یو سیستوال هم په زغرده داسې خبرې ونه کړي او بل دا چې په غونډ کې مې ځینې داسې ښځې ولیدې چې واړه ماشومان ېې په غیږه کې وو او ډیر په غور ېې د محقق خبرو ته غوږ نیولې وو، د دې تر څنګه یو زیات شمیر بوډاګان او بوډې هم دې غونډې ته راغلي وو.


زه د دې لیکنې په پیل کې غواړم چې د محقق د خبرو هغه ټکې چې ما ته ډیر په زړه پوري وو تر تاسو درورسوم.


محقق وویل چې زموږ ونډه په ټاکنو کې ډیره مهمه ده او موږ کولای شوو چې د ټاکنو لوري ته تغیر ورکړو، هغه له ټولو هزارګانو او شیعه مذهبو وغوښتل چې په ټاکنو کې پوره ونډه واخلي او خپله رایه د کرزي په ګټه وکاروي ځکه چې دوی ته کرزي امتیازونه منلي دي.


محقق ډیر په زغرده وویل چې څو میاشتې د مخه ما د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو سره خبرې اترې لرلې خو د کرزي نه پرته نور نوماندان نه حاضریدل چې موږ ته دومره امتیازات راکړي خو په پایله کې چې ما کله د حامد کرزي سره ۲۰ ورځنۍ خبرې اترې وکړې پایله ېې دا شوه چې کرزي ما ته هغه امتیازات راکړل چې زه ېې غوښتونکې وم.


ما له کرزي نه د دې لپاره خپل ملاتړ نه ده اعلان کړې چې کرزي ما ته څه شخصي امتیازونه راکړي بلکه د دې لپاره چې کرزي زما سره ژمنه کړې چې زموږ د قوم لپاره به امتیازات راکوي ، موږ ته به ځینې ولسوالۍ په ولایتونو بدلوي، په کابینه کې به راته څو پوسټونه راکوي او همدا ډول به په ځینو بهرنیو هیوادونو کې زموږ له قوم څه سفیران ټاکي، دا هغه څه دي چې ما د خپل قوم لپاره کړي دي.


یوه بله خبره چې د ده په خبرو کې د پام وړ وه هغه دا چې محقق وویل تر هغه چې موږ له چا خپل ملاتړ نه وو اعلان کړې نو په دې څو نه پوهیدل چې ګټونکې به څوک وي خو کله چې موږ خپل ملاتړ له حامدکرزي اعلان کړ نو نړیوالې میډیا او نړیوالو دا خبره کوله چې اوس د ټاکنو پایله پریکنده شوه او غیر له حامدکرزي نه به بل څوک ګټونکې نه وي.


د هغه په وینا نړیوالو دا خبره ځکه کوله چې زموږ راېې د افغانستان پریکنده اکثریت جوړوي.


ما چې کله د غونډې بهېر څاره نو ما ته دا پوښتنه په ذهن کې ګرځیده چې ولې موږ پښتانه داسې یو څوک نه لرو حال دا چې موږ د دې هیواد یو غوڅ اکثریت جوړو.


زما په اندکه محقق جنګي جنایتکار وي که داړه مار او که هر څه وي د خپلو خلکو لپاره ېې ډیر څه کړي او بې ځایه نه ده چې خپل خلک ېې ستايي او په کلکه ترې دفاع کوي.


موږ په خپل ستر ټبر کې ډیر داسې کسان لرو چې د محقق په څیر خلک ېې د پښو ګرد هم نه دې نو ولې موږ خپل کسان نه نازوو؟ ولې ېې نه ستایوو؟ او ولې ېې ملاتړ نه کوو؟؟


دا هغه پوښتنې دي چې ما ورته له خپل لیدلوري ځوابونه پیدا کړي دي.


لمړی دا چې موږ (پښتانه) بې ځایه غرور لرو او دا راته سمه نه ښکاري چې د یو بل پښتون د لاس لاندې کار وکړ، که زموږ کوم سیاستوال کومه تیروتنه وکړي نو د دې پر ځای چې هغه ته سمه لاره وښایوو موږ ېې بې لارې کوو.


ریښتیا خبره دا ده چې زموږ له وسه څه نه کیږي، خبرې کوو خو عمل نه پرې کوو، زه نه پوهیږم چې دې ته د لټې نوم ورکړم یا بل څه.


د دې پر ځاې چې ېو چاته سمه لار وښایو پرې بې ځایه نیوکې کوو او پایله دا کیږي چې هغه خپله لاره ورکوي او د نورو خلکو په ګټه کارونه کوي.


بې له شکه چې پښتانه غیرتي او زړور تبر دې، خو زه ویلې شم چې زموږ ډېرې پښتانه خپله زړورتیا او غیرت بې ځایه کاروي.


موږ ډیره وړتیا لرو، راځئ چې خپله وړتیا په کار واچو، راځې چې له هزارګانو ېې زده کړو چې خپل یو وژونکي او داړه مار مشر ته څومره درناوی لري او همدغه مشر د دوی لپاره څومره زیار ګالي.


د خدای په پار پښتنو راځې چې نور له بې ځایه تربګنیو او غیرتونو لاس واخلو، راځئ چې په ګډه د خپل دې لوی ټبر لپاره کار وکړو، راځئ چې خپل خلک له ناپوهې وژغورو او راځئ چې خپل خلک په خپله ونه وژنو او دا لوی ټبر دې ته پرینږدو چې ټوټې ټوټې شی.


د خدای په پار پښتنو راځئ چې د یو مشر له سیوري لاندې یوځای شوو.


د پښتون ټبر د یووالي په هیله

د زمري ۱۷مه، ۱۳۸۸