کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډبل عبدالله د سولې محور او که د شر؟

ډبل عبدالله د سولې محور او که د شر؟

د روان کال د اګست په ۴ مه عبداله د بی بی سی رادیو د “تاسی غږ” پروګرام ته را بلل شوې وه. د پوښتنو د ځوابولو په ترڅ کې په وار وار لاندې خبرې تکراره ولې.


۱: ما جهاد او مقاومت کړی د ټولنیز کار تجروبه لرم او ټول عمر د خلکو تر څنګ دننه په هېواد کې پاتی شوی یم په همدې اوصافو زه تر نورو غوره نوماندی یم.
۲: د ۹۰ومو کالو په کورنۍ جګړه کې زه ونډه نلرم. حکمتیار جګړه پیل کړی وه. دا دې اوس یې هم کوی. هاغه وخت خویې له مسعود سره اختلاف وه اوس ولې جنګیږي؟
۳: د سولې پروسه (د بن غونډه) زموږ د کار نتیجه ده. په کې محوري رول ما لوبولی دی.
۴: “دا نشګاه” او “شهرداري” پدې وایم چې اساسي قانون نیمګړی دی باید تعدیل شی.
۵: هاغه وخت چی په افغانستان کې جهاد وه ما وکړ لېکن اوس جهاد نشته.


ښاغلې عبداله! اسلام او جهاد د مسلمانو هیوادوالو سپیڅلې عقیده ده. د زمانو راهیسی تاسو غوندی ځان پالو، ځان غوښتونکو منافقانو او فتنه اچونکو فاسدو او شریرو کسانو ځانونه پرې سترو اخفا کړې. د عوامو احساسات یې پاره ولي د هغوی ملا تړ یې خپل کړی او د شومو غوښتنو او اهدافو لپاره یې جنګولي دی.   ۱: په وینا د تا چې په ۱۳۶۴تم کال کې پاکستان ته او له هغه ځایه بیا پنجشیر کې مسعود ته ورغلي یاست او جهاد موکړی. پداسې حال کې چې دکورنیو، ګاونډیو او نړۍ والو تاریخ لیکونکو او څېړونکو د اسنادو سربېره پخپله د همهغه وخت په کابل کې روسې دیپلومات الکساندر الیاخوفسکي کتاب (طوفان صحرا) د ټلوالې وفادار غړي اریانفر ژباړلې په کې راغلی: “په ۱۳۶۳ کال کې مسعود له جنرال ګوروموف د شوروی د پوځ د ۴۰تمې قولاوردو له قوماندان سره اوربند وکړ.” ګوروموف او مسعود پنځه پلاه یوځای سره مړۍ خوړلې، د شوروی پوځ د وروستي سرتیري د وتلو پوري مسعود اوربند ته ژمن پاتی شوی .   د اوربند نه وروسته د مسعود په مشرۍ د پنجشېرجبهې نه چې جهاد یې وکړ، برعکس په شمالي او جنوبي سالنګ کې یې د شورویانو د پوځې او لوژستکی کاروانو امنېت یې نیوه چې دننه په هبواد کې د جهاد او مقاومت لښکرې وځپي.


آيا دا جهاد ده چې په کندوز کې مو د حزب اسلامي عمومي قوماندان سید جمال ولید له ۴۰ تنو ملګرو سره شهید کړ. په خنجان کې د صوفي پاینده او په کاپیساکې د استاد فرید په مرکزو یرغلونه کول او له پېښوره شمالي جبهاتو ته دتګ په وخت کې مود حزب مجاهدین لوټل .   ته ټوله موده د خلکو تر څنګ نه بلکې د مسعود په سنګر کې پاتې شوی یی او ټول وخت مو په افغان وژنه او افغانستان ورانونه کې وڼده لرله، د ۵۰ کلن عمر په اوږدو کې مو کوم ټولنیز کار ( ښوونه، روزنه، کارمونده، بیارغونه ) کړی. آیا د خپل د مسلک مطبق د یو عادي روغتیاپال په څیر مو دنده سرته رسولې. که مو کړې وی: کله ،چېرې ، په کوم روغتون او کوم ولایت کې؟ افغانان خو فطري له موره جنګیالي زېږېدلي دی ولس او هېواد مو بیړنۍ او لومړنۍ اړتیا ښوونکې، انجینر،ډاکتر او ټولو مسلکي کسانوته ته لرله او لري یې پر ځای او مناسب وه چې د مسعود د دستیار او ویاند پرځای په روغتون کې روغتیا پال واست چې د یو بې وزله معیوب، نابینا او ناروغ کس درملنه مو کړی وای.


عقل او شعور حکم کوی چې دتوپیر لرونکو څیزو په پرتله هم جنس او هم نوعه څیزونه یوبل په اسانې مني او ژر پخپلو کې حل او ګډیږي. داچې ځان مسلمان حنفي مذهب او مجاهد ګڼې نو د عقل او پوهې په وجه مو باید د مزاري، اکبري او محقق پر ځای په سر کې له حکمتیار، مجدېدي، ګېلاني، محمدنبي او خالص سره جوړ جاړی کړوای چې د یو مذهب لرونکی یاست. جنرال مومن، جنرال جعفر نادري او دوستم خو بلکل د تا د عقيدی برعکس متقېدین وه. دا څنګه د خداې په وحدانیت او د قران په عظمت ریښتني ایمان لرل دي چې د کلونو له هم سنګر مسلمان ملګري نه بیل او د کلونو له ملحد غلیم سره یو ځای شوی؟ اوس نو پخپله ووایه چې له سره مسلمان او مجاهد نه وی او که هغوې هیڅکله ملحد او کمونستان نه وه. یا اسلام او بې دینې داوړاه درته یو دی خو چې زر، زور او ځواک په کې وی.


دجګړې د پیلېدو، اوږدېدو او پراخېدو عامل هاغه څوک ده چې پروت د جهاد په سنګرکې او سریې د ملحد او غلیم له موضع راوتی وی.


۲: په ۹۰ وموکالو کې خو د دفاع د وزارت ویاند وی. هره شپه به دې د رسنیو له لاری اعلانونه کول په خنجانو کې د جنرال صېب مومن قواوو د دښمن پنځه کلي ونېول. قوماندان چاري اوقوماندان زیني او ….. په کلاچه، شاشهید او کارتنو کې د دشمن لس سنګرونه له مینځه یوړل. آیا په یکه توت، کلای وزیر او کابل بای کې د حکمتیار کسانو د عوامو کورونه تالا کول، او په دریم مکرویانو کې خدای بښلې ناهید د هغه د ملیشو له لاسه خپل عفت د شهادت د جام په څښلو وساته؟ دتا د بازار تېزۍ په اړه د پېښور یوه پېښه رایاده شوه. 


تور پاچا چرسی دی تل به یې چرس په ریښکې کې تاووکړی د کوپړۍ په سر د پکوړ لاندی ایښوول یوه ورځ یې د سرله ګرولو وروسته پکوړ نه ده سم کړی د ريښکې څنډه ښکته ځوړنده ښکاريده له بده شامته پولیس په مخ ورغلی اود هغوی ور ته پام شوی. پرې غږ یې کړی مړه ودرېږه تلاشی راکړه پر دا سر دې څه شی دی؟ پولیسو چې ریښکې سپړلی چرس یې ترې اېستلي تور پاچا په رندۍ ورته وایې اوه ؟ دا دلته چا ایښي وه . اوس ته ورته لوبه کوی د تاسو د واکمنۍ په وخت کې د دفاع دوزارت او د دولتمشرۍ د ماڼۍ شاووخوا کوڅې له مړو ډکۍ وی پړه په حکمتېار اچوی.


حکمتیار ته، خوتا د جګړې پلمه په لا س ورکړه له بوش سره دې سند لاس لیک کړ چې تر هغه دې دغلامۍ غړوندی نه په غاړه کوم چې هغه په تور لست کې ونه لیکې . بل داچې که روسان وتلي امریکایان راغلي او که مسعود مړدی ناولې ارواح یې(هم لاري) ژوندې ده.   ۳:عجیب عقلاني او منطقي دلیل وایې.د بن ناسته چې د ځمکني،هوایې او سمندري توغندیو او بمونو د اورولو اود زرهاوو کوچنیانو،ځوانانو،سپین ږیرو او سپین سرو دمرګ او ژوبلې محصول ده، ته یې د سولې پیلا مه ګڼی . مجاهده ! سوله او وسله یو دبل ضد دی .وسله دښمن وژلی شی، خو دښمني نشی وژلی بلکې دښمني لا پسې ډېره وی   بل داچې سوله د غلیمانو تر مینځ کېږي نه د دوستانو تر مابین. له ګیلاني،مجدېدي او کرزي سره خو پخلا وی او د سیاف،دوستم،محقق اوخليلي په ګډون مو ټلواله لا پخوا جوړه کړی وه .


تا د سولې محور توب نه بلکې د شرارت هغه دې وه لوبه وه.له یوی خوادې په دیکچني او رامزفیر باندی طالبان د کروز او بي۵۲ نښه وګرځول له بلې خوا موپه خلیلزاد باندی هغوی او حکمتیار په غونډه کې له ګډون نه منع کړل. آیا د بن غونډه افغان ولس ته منلې وه اوکه پرې تپلې ؟ د هېواد ډ ملي ګټو په بنېاد جوړه شوه که د ګاونډیو سیمی او نړۍ د زبر ځواکو هېوادو په ګټه ؟ د ټول ولس استازو په کې ګډون کړی وه که د څو جنګی مذدورو ډلو؟ ته د بهرنیو چارو وزیر وی او که د عدلې چې په اېران کې دې وویل.ګلبدین ایران نه وتلې که هېواد ته لاړشی دولت به هغه جنایت کار ونیسي او محکمه به یې کړي؟ (بی بی سی2002 /4/24 )  د سرو لښکرو پر ضد د جهاد په نامه ټول دولتی امتیازرت د ځان حق ګڼی تر څنګ یې بیا د همدی هېواد د بهرنیو چارو وزیر نه د طالبانو د رژیم په نسکوره ولوکې د سرو لښکرو د پوځی مرستو نه مننه او کور ودانی کوی، چی خپله کړنه دې د جهاد د ادعا معکوس دی ( بی بی سی 2001/11/18 )  د سولې نوښتګره !قبول کړه که طالبانو د تاسو پرځاې د هېواد پلورنې سودا له بوش سره کړې وه او تاسی یې له واکه محروم کړی وای هاغه وخت به دې هم د بن غونډه د سولې لار بللې وه؟


افغان ولس د بن غونډّ د سولې نه بلکې د شراو عام وژنې پیل بولي .


۴: اساسي قانون د بوش د قواووپه شتون او د تاسو په واکمنۍ کې ترتیب او تصوېب شوی. څنګه نور ټول قانون منی یوازی په کې پښتو ملې مصطلحات نه منې؟ همدا اساسي قانون وسله والو مخلفینو ته ول نیسی او وایې: لومړی اساسي قانون ومنی، وسله پرځمکه کېږدی بیا آزاد ژوند کولی شی. هغوی چې قانون کې د تعدیل غوښتنه کوی. تاسی یې هاغه رده وې. چې نه، دا د ملت د استازرو لخوا تصویب شوې ټول ملت یې مني باېد طالبان یې هم ومنی. لېکن پخپله بیا دملت په استازو د بطلان کرښه کشوی یوازی د څو پښتو نومونو لپاره په کې تعدیل راولې. که چېري دا مصطلحات په پارسي وه او پښتنو ورته غوښتنه کړی وه تا به یې هغه منطقي ګڼلې وه ؟


۵:مسلمانه ! د تا په منطق د روسانو داشغال په وخت کې جهاد وه لېکن د امریکا په اشغال کې جهاد نشته. آیا امریکایان د روسانو په شان عسوی ملت ندی؟ آیا دوې ورته د روسانو غوندې په وسلو سمبال ندي راغلي؟ آیا د روسانو په څېرقتل عام یې نده ګډ کړی؟ د روسانو د کړنې ورته یې واحد افغان ملت سره ویشلی نده ؟ ایا د روسانو په ډول دوطن د آبادۍ او د ملت د سوکالې ژمنی نه کوې. هو! د تا په ان به ځکه پر دوی جهاد نه کیږې نه داچې تاسی یې له آبدي سیاسي وژنی نه وژغورلې بلکې د سیاسي واک محور یې وګرځولې.