د پوهني وزارت ورځني خبرونه

د لراوبر اداره | اگست 8th, 2009


د ننګرهار ولايت پر مستحقو ښوونكو د استوګنى نمرى وويشل شوى

د ننگرهار ولایت: نن د روان كال د زمرى د مياشتى په ۱۷ مه نيټه، د ننګرهار ولايت په ۳۲۸۰ تنو مستحقو ښوونكو باندى د يوى غونډى په ترځ كې داستوګنى نمرى وويشل شوى.

هغه غوڼده چى د ننګرهار ولايت مقام شاهى ماڼى د كرزى په تالاركې جوړه شوى وه د پوهنى وزير فاروق وردك، د تدريسي مرستيال محمد صديق پتمن، د ښارى پراختيا وزير محمد يوسف پښتون، د ننګرهار والي ګل آغا شيرزوى، د پوهنى وزارت داطلاعاتو او نشراتو لوى رئيس او وياند محمد آصف ننګ ، د دولتي ادارو يو شمير رئيسانو، قومى مشرانو او ښوونكو ګډون كړى و.

د يادونى وړ ده چى ۳۲۸۰ تنو ښوونكو ته په اتو بيلابيلو ښاركوټى كې داستوګنۍ نمرى وركول شوى او دروان كال تر پايه به ټولنيز ډول په ۱۳ ښاركوتو كې و۱۰۰۰۰ تنو مستحقو ښوونكو ته دكور د جوړه ولو په موخه نمرى ويشل كيږى.


د ننګرهار ولایت د چكنورى ليسى دوى نوى ودانى پرانيستل شوى

دننګرهار ولايت: د ننګرهار ولايت د مركز مربوط د چكنورى ليسى په انګړ كې دوى نوى جوړى شوى ودانى دروان كال د زمرى د مياشتى په ۱۷ مه نيټه، د پوهنى وزير فاروق وردك، د تدريسي مرستيال محمد صديق پتمن او د نوموړى ولايت د والى ګل آغا شيرزوى لخوا په داسي حال كې چى د پوهنى وزارت د نشراتو او اطلاعاتو لوى رئيس او وياند محمد آصف ننګ، د پوهنى رئيس محمد اقبال عزيزى، قومى مشرانو، ښوونكو او زده كوونكو ګډون درلود دپټى په پريكولو سره افتتاح اوګتى اخيستني ته وسپارل شوه.

د نوموړو ودانۍ تعميرونه په پاخه او اساسى ډول په يوپوړكى دولايتى بيا رغاونى ټيم په مالي مرسته ۱۶۰ زرو آمريكايي ډالرو په مجموعي لګښت د ۶ مياشتو په موده كې جوړه شوى، چى ۱۶ درسى ټولكى، ۸ ادارى خونى، دوه د اوبو څښكلو څاه ګان، ۱۲ تشنابونه او نور ضرورى ملحقات به ولرى چى په يوه وخت كې د ۸۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لرى.

همدارنګه د نوموړى ليسى په ځنګ كې د سواد زده كړى د مديريت د ودانى لپاره او د حرفوى زده كړو د مركز لپاره د بنسټ ډبرى د پوهنى وزير لخوا كيښوودل شوى.

د سواد زده كړى ودانى د يونسكو په مالي مرسته د۵۰ زره آمريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د۶ مياشتو په موده كې جوړيږى، چى ۴ خونى او نور ضرورى ملحقات به ولرى.

همدا راز د حرفوى زده كړو مركز په دوو پوړونو د افغان ماشومانو لپاره د آلمان خلكو په مالي مرسته د دري سوو زرو آمريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د ۸ مياشتو په موده كى جوړيږى، چى ۳۰ خونى اونور ضرورى ملحقات به ولرى.


د سرپل ولايت د دارالعلوم رحمانيه نوى وداني پرانيستل شوه

د سرپل ولايت: د سرپل ولایت در حمانیه دارالعلوم د ودانۍ دجوړولو كار د روان كال د زمرى دمياشتى په17 مه نيټه بشپړ چى د نوموړى ولايت د والى او د پوهنى رياست د رئيس لخوا دپى په پريكولو ګتى اخيستنى ته وسپارل شو.

هغه غونډه چى د نوموړى دارالعلوم په انګړ كى جوړه شوى وه د والى الحاج محمد بشیر قانت په ګډون د پوهنى رئيس عبد الغفور دستیار، د سيمى قومى مشرانو اوزده كوونكو ګډون درلود.

د نوموړى ودانۍ تعمير په پاخه اواساسى په يوپوړكى دپوهنی وزارت دپرمختیایی بودجی ځخه ديوسلو۳۰ زره امريكايي ډالرو په مجموعي لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړ شوى، چى ۱۰ درسى ټولكى،۴ ادارى خونى، د احاطى ديوار، د زده كوونكو لپاره ميز اوڅوكى او نور ضرورى ملحقات لرى چى په يوه وخت كى به د۵۰۰ تنو طالب العلمانو ګنجايش لرىز


افتتاح مکتب متوسطه نسوان استک اردوخاک در ولایت بامیان

بامیان: امروز مورخ 17 اسد سال روان، تعمیر مکتب متوسطه نسوان استک اردوخاک ولسوالی ورس ولایت بامیان توسط ولسوال و مدیر معارف آن ولایت در حضور داشت تعداد از استادان و شاگردان با قطع نوار افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.

تعمیر مکتب متذکره به صورت پخته و اساسی در ساحه یک جریب زمین که از طرف اهالی معارف پرور آنولسوالی اهدا گردیده به کمک و همکاری موسسه اثرن در مدت 5 ماه به مصرف مجموعی 32000 دالر امریکایی اعمار گردید، که دارای 6 صنف درسی ، 2 باب اداره، 1تحویل خانه، 1 باب آشپزخانه و 8 غرفه مبرز میباشد.

قابل تذکر است که دراین مکتب به تعداد 540 شاگرد مصروف آموزش میباشند که امور درسی آن توسط 10 معلم پیش برده میشود.


تدویر ورکشاپ حفظ الصحه در ولایت فاریاب

فاریاب: امروز مورخ 17 اسد سال روان، ورکشاپ 6 روزه تحت عنوان ابتکار مکاتب صحی در مکتب متوسطه جرنیل غوث الدین ولایت فاریاب افتتاح گردید.

ورکشاپ متذ کره به کمک مالی موسسه یونسف برای 180 تن از استادان و مدیریت های معارف آنولایت براه انداخته شده، که دررابطه به صحت دانستنی های ا زشمندی را فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچو ورکشاپ ها در بالا بردن سطح آگاهی کارمندان معارف موثر واقع میگردد.

د لوګر ولايت دښوونكو ۵ ورځنى ميتوديك وركشاپ پايته ورسيد

د لوګر ولایت: د لوګر ولایت دښوونځيو د ښوونكو لپاره هغه ۵ ورځنۍ ميتوديك وركشاپ چي دنوموړى ولايت دحضرت عمر فاروق په ليسه كى په لاره اچول شوى و نن پايته ورسيد.

نوموړی ورکشاپ د پاملرني موسسى په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری جوړ شوى وو چى ددی ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو ۵۵ تنو ښوونكو ګدون كړى و چی له مخی یی د اداري سيستم په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .


ښوونكوته د تدريسي لارو چارو په اړه سیمينار پاى ته ورسيد

تخار

د زمري۱۷مه

په تخار كې د دغه ولایت د كليوالي ښوونځيو ۲۵ښوونكو ته د يونسيف مؤسسی لخوا هغه شپاړلس ورځنۍ سیمينار پاى ته ورسيد چې پكې دغو ښوونكو ته د تدريس بيلابيلې لارې چارې ور ښودل كيږي.

په همدې موخه جوړه شوې هغه غونډه كې چې د دغه ولايت دپوهنې رئيس او د يونيسف مؤسسې استازي هم پكې ګډون درلود د پوهنې رئيس د دغه سیمينار له ګډونوالو وغوښتل څو په هغه طريقه زده كوونكو ته تدريس وكړي چې په دغه سیمينار كې زده كړي دي.

كليوالي ښوونځي د هغو كليوالو سيمو د ماشومانو لپاره دي چې هم هلته رسمي ښوونځي نه وې او يا ډير ليرې وي چې ماشومان په دغه تعليمي دوره كې تر دريم ټولګې پورې زده كړې كوي او بيا وروسته د رسمي مكاتبو څلورمو ټولګيو ته منل كيږي.

په تخار ولايت كې دامهال ۳۱ كليوالي ښوونځي وجود لري چې شاوخوا ۱۳۰۰ ماشومان، نجونې او هلكان پكې په زده كړو بوخت دي.

Copyright Larawbar 2007-2024