کور / اسلامي / امربالمعروف اونهی عن المنکر

امربالمعروف اونهی عن المنکر

اسلامی امت ته ورپاتې ستر مسئوليت (دعوت )


امربالمعروف او نهی عن المنکر


 


په هره زمانه الله (ج)  دانسانو داصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دی  چې ورستی او خاتم النبين پيغمبر حضرت محمد (ص) دی .


ولی تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځی ؟


دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:


۱– چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي  او دې  ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندی شي .


۲– دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي  نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .


 


۳– چې دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي  چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري  .


 


نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري  نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .


نواوسنی نړۍ نوی  تعليماتو ته  هيڅ ضرورت نلري  ځکه قرآنکريم  موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .


دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره  دهغه اقوال  او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي  .


همغه د محمد رسول الله  (ص)  دوخت تعليمات  په ټوله نړی کې داسې  روان دي  چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص)  ژوندی دی .


 


نو ثابته شوه چې  د پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی  .


د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص)  امت  غوره د امتونو دی  .


قوله تعالی :


كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).


د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :


ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).


(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب  (ج) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي  )).


 


دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي  غالباً حکمت په وينا کې  چه علم او موعظه او يا حکمت  د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي .


ابن زيد حکمت  داسې تعريفوي  : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف دعوت سبب شي  اويا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دي .


په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دي .


د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي دهغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .


 (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او    د داعی دعوت قبول کړي .


(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .


 


دعوت به د حکمت په طريقه تر سره کيږي یعنی د دعوت شرط حکمت دی د حکمت لپاره دکترصالح بن عبدالله بن حميد په خپل کتاب مفهوم الحکمه فی الدعوه کې دحکمت شرايط يا د دعوت شرايط داسې بيان کړي :


 


د دعوت شرطونه  ………………..  بيا


ددعوت فضيلت او دمسئوليت د نه احساس وعيد …………………… بيا