دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې ددې ولایت د ټولو ولسوالیو نه راغلوکسانو چې دحج دفریضي د اداکولو لپاره یې نومونه ثبت کړې وو دجوړې شوې غونډې په ترڅ کې یې د پچې اچونې مراسم د ټاکل شوې هیيت لخوا دخلکو په وړاندې ترسره شول.
د همدغه مراسمو په موخه چې کومه ۱۰۰۰ کسیزه غونډه د میدانښار دګوربت په رسټورانټ کې جوړه شوې وه دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي ورته هراړخیزه ویناء وکړه ،ښاغلي والي د حج دفریضی د اداکوونکونه غوښتل چې ترټولو لومړی ددې هېواد دسولې او سوکالۍ لپاره لاس په دعاء شي ترڅو ستاسو دپاکو ارادو له امله چې لرۍ په افغانستان کې واقعي امنیت غښتلی او په هېواد کې مو تل پاتې سوله غښتلی شی، دحج دفریضی اساسي موخه او فلسفه نړۍ ته دسولې او ثبات پیغام ورکول او هم دمسلمانانو په منځ کې مینه، محبت او ورور ولي ټینکول دي ، تاسو باید دهمدغې فلسفی پراساس کله چې بیرته راستنه شي په خپل ولایت کې د ملي پخلاینې بهیر ګړندی کړﺉ او مرور ورونه پخلاء کړﺉ .
همدارنګه دحج اساسي فلسفه سرښندنه او قربانۍ ته تاسو هم باید دغه سرښندنه اوقربانۍ دبیرته راستنیدو وروسته په بیارغاونه، امنیت کې ترسره کړﺉ، همدارنګه حج دفکرونو، زړونو او اعمالو د اصلاح سفر دی، خدای دي وکړﺉ چې دځان داصلاح وروسته دټولنې د اصلاح په لټه کې شۍ، په اخرکې ښاغلي والي هیله وکړه چې دبیت الله زیارت په وخت کې دخپل ځان څخه دمخه ددې ولایت دخلکو دامنیت لپاره سوال وکړی او بیا وروسته دخپل ځان په فکرشی، وروسته دحج اوقافو ریيس رحیم الله رحمتي لخوا دپچې اچونې طرزالعمل روښانه شوو او د ټولوپه وړاندې د ټاکل شوې هیيت لخوا دمیدان وردګ ولایت والي لخوا د پچې په راخیستلو سره مراسم پرانیستل شول.
دیادونې وړ ده چې په سږ مراسموکې ددې ولایت ونډه (۶۳۰)تنه وه چې (۴۳۰) دحج اوقافو ریاست او (۲۲۶) دخصوصي سکتور لخو ا ولیږدول شي او ددغه مراسمو لپاره (۸۹۶) کسان ځانونه ثبت کړې وو چې (۱۱۲) تنو یې دعمردزیاتوالي له امله دپچې اچونې دبهیرنه نومونه ووېسل شول.