دزابل په شاجوۍ ولسوالۍ کی دسړک دغاړی دماین په یوه چاودنه کی دری دولتي سرتیري ووژل شول اودوه نورټپیان شول .
داچاودنه دیک شنبي په ورځ دزابل ولایت دشاجوۍ ولسوالۍ اړوند دپاسنو په سیمه کی کی رامینځته شوه چی شاجوۍ دولسوال عبدالقوم په وینا دری دولتي سرتیري پکي وژل شوي او دوه دنورټپیان دی .
ښاغلي قیوم زیاتوي چی په وژل شویو کی یو دملی امنیت اودوه دملی اردو سرتیري شامل دی .
ولسوال وایی دپیښه ورسته په سیمه کی پلټني پیل شوی خو تر دامهاله ورسره دتړاو په تور څوک ندی نیول شوی .
دوسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی دچاودني مسولیت پر غاړه اخیستي نوموړی وایی په چاودنه کی یی ۵ دولتي سرتیري وژلی اودهغودوه موټر یی ویجاړکړی دی .
دیوبل خبرلمخی دشنبي په ورځ ناوخته په نوموړی ولسوالۍ په یوه بله جلاچاودنه کی دیوه ساختوماني شرکت څلورساتونکی ټپیان شول .
ولسوال عبدالقیوم دپیښه دپخلي ترځنګ وایی ټپیان یی دغزنی ولای رغتون ته انتقال کړی دی چی دده په خبره روغتیایی حالت یی دډاډ وړ دی .
وسله وال طالبان ددي چاودني مسولیت هم پرغاړه اخلی قاری یوسف احمدی وایی په چاودنه کی یی دشرکت یوموټر ویجاړ کړی اوپکی سپاره اوه ساتونکی یی وژلی دی .
قاری یوسف دزابل په نورک دشاجوۍ په قرباغواو دقلات په امند سیمو کی په بیلابیلو پیښو کی دولتي سرتیروته ددرني مرګ ژوبلی داړولو ادعاکوی .