کور / تازه خبرونه / د پوليتخنيك پوهنتون د محصلينو دېپلوم نه دفاع پېل شوه

د پوليتخنيك پوهنتون د محصلينو دېپلوم نه دفاع پېل شوه

دكابل پوليتخنيك پوهنتون دودانولو پوهنځۍ رئيس او دصنعتي او مدني ودانيو دڅانګې امر پوهانددكتورغلام محمد امين په وينانن خالي (شنبې) دهغو دووسوومحصلينوددېپلوم دپروژو دفاع پيل شوه چې سږ كال به دياد پوهنتون دودانولوله پوهنځۍ څخه فارغ شي.

ښاغلي امين سپوږمۍ وېبپاڼې ته وويل چې دغو محصلينو په تېرو پنځو كلونو كې په څلوروتخصصي رشتو كې زده كړې كړي دي چې نن يې موږ تاسې دفراغت شاهدان يو. هغه هيله مندې وښوده چې دغه محصلين به وكولى شي چې دهېواد په بيارغاونه كې دپام وړ قدمونه اوچت كړي.

انجينير خليل مايار لومړى محصل ؤ چې له خپل دېپلوم څخه يې دفاع وكړه او ددفاع كمېسيون هم دياد محصل ددېپلوم دپروژې دفاع مثبته ارزيابي كړه او ښاغلي مايار ته يې داعلي دېپلوم درجه وركړه. انجينيرقيس امرخېل دوهم او انجينير وليدمايار درېيم محصل ؤ يې دخپلو دېپلومونوڅخه يې دفاع وكړه. ياده دې وي چې ددېپلوم ددفاع دغه لرۍ به ترلسو ورځوپورې دوام پيدا كړي.