کور / شعر / پسرلیه

پسرلیه

پسرلیه  موږه  ستا  به   انتظار  یو
وایه  کله  به  راځی موږه تیار یو


موږه ټول سترګی په لار یو ستا راتګ
تږی وږي ګوره ستا د نو بهار یو


ته چی لاړي ځند دی وکړو په راتګ کی
د خزان  د لاسه  موږه  په  چغار یو


خوشحالی مو تان له ځانه  سره  يوړه
د غمونو په  زندان  کی  ګرفتار یو


په راتګ  به دی ګلونه غوټی سپړي
د بورا  پشان  به  ستاسی تابعدار یو


پسرلیه خداي لپاره  لږ  را مخ  کړه
د هجران په اور کی سوځو ناقرار یو


دا غمونه او دردونه  موږ  نه لر کا
ارامی ته ګوره موږ سترګی په لار یو


دا ویجاړ ویجاړ باغونه مو اباد  کړه
د ساتلو  به  يي  موږه  نګهدار  یو


دا وعده راسره وکړه چی  راځی  به
بی له تانه  ګوره  موږه خواروزار یو


که هر چا دی د راتګ زیري په ما کړ
همیشه  به  يي  د عمر خدمت ګار یو


د مالیار غوندي می شنه باغونه خوښ دی
نه می لګی لکه پانی د خزان پر ځای امبار یو


چی راځي زموږ جانان ځان سره راړه
چی یي وږي همیشه موږ د  دیدار  یو


بی له تانه زموږ باغ همیش خزان وی
لکه   وني   بوټی   تاپسی  بیمار  یو


په  مومند میرویس به  اله پسرلی شی
که چا اویل چی ددغه باغ  مالیار  یو