کور / ترخې خبري / د جنګسالارانو په چوپړ كې

د جنګسالارانو په چوپړ كې

يو مهال مې د ښاغلي شهرت ننګيال (په سكروټو كې مزلونه ) نومي سفرنامه كې لوستي وو چې : “كله سړى د ډبګرۍ بس ته ور پورته شي او په هغه كې چالانه موسيقي واوري نو پر موسيقي د طالبانو له خوا لګېدلي بنديزونه ورته په حقه ښكاره شي او وايي ښه ده چې موسيقي يې بنده كړې ده.”

د ښاغلي ننګيال صيب همدغه پورتني قول ته په پام سره چې كله د كرزي د كاواكه او بېواكه ادارې د بيا واك ته رسېدو په موخه په ټاكنيزو سياليو او منډو ترړو كې د اغلې ملالۍ شينوارې منډې ترړې، بدسترګي او سپين سترګي ګورم ، نو خداى شته سخت ورته دردېږم او ان تر دې چې د نجونو په زده كړه د پښتنو كورنيو بنديز راته په حقه واېسېږي، ځكه يوه كورنۍ كه په خپله خور او لور يوه يوه نيمه لسيزه خواري وكړي، د نورو پور او پېغور په ځان ومني، ښوونځى پرې ولولي، بيا يې پوهنتون ته بريالۍ كړي او په پوهنتون كې هم د اغلې ملالۍ په څېر د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى ولولي او بيا هم په ډېر تاسف د اغلې ملالۍ شينوارې په څېر تر فراغت وروسته واك ته د داسې يوې ادارې د رسېدو په لاره كې هلې ځلې كوي چې هغه اداره له خپلې ټولې بې كفايتي سره:

هره ورځ پر پښتنو سيمو، كورونو، ودونو او محفلونو بمباري كوي.

د معصومو پښتنو زده كوونكو پر مخونو د تېزابو د شيندونكو مخه نه شي نيولى.

د دې وس نه لري چې دپښتون ماشوم ښوونځى، روغتون او ژوند وژغوري.

دا نه شي كولى چې د متوازن انډول له مخې پښتانه ځوانان هم بهر ته د مسلكي او لوړو زده كړو لپاره واستوي.

د دې كولو وس هم نه لري چې پښتنو ته د هغوى روا حقونه وركړي.

دومره بې كفايته وي چې ان د سلګونو او زرګونو پښتنو كورنيو په رسمي او ليكلو غوښتنو بيا هم په كابل ښار كې پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې اسانتياوې برابرې كړي.

خپله ژبه نه شي خوندي كولى.

خپل جوړ كړى اساسي قانون نه شي پلي كولى.

د پښتنو په كلي او سيمه كې د بيا رغونې يوه وړه پروژه ګۍ نه شي پلي كولى ، خو د نورو كلي په ولسواليو، ولايتونو او ان نږدې ده چې په هېوادونو يې واړوي.

زه نه پوهېږم چې ملالۍ شينوارې د خپلو كړنو او د ښاغلي كرزي د حكومت لپاره څه منطق لري؟

د اغلې ملالۍ شينوارې په يوې مركې كې مې واورېدل چې ويل يې : ”په كرزي د افغانستان ټول قومونه راټولېدلى شي“

كه د وترنري، كرنې، فارمسي يا كومې بلې برخې او څانګې كوم شاګرد او فارغ دا خبره وكړي، خير دى خو د ملالۍ شينوارې په څېر د حقوقو او سياسي علومو د فارغې لپاره دا وړ دليل او منطق د حماقت تر پولې هم اخوا دى؟

له همدې اغلې يې كه وپوښتم، چې د حكومت يا ولسمشري معيار پرځان د قومونو راټولول دي او كه د هېواد د هراړخېزې ودې لپاره ګټور، علمي او عملي پلانونو لرل او پلي كول؟

اغلې ملالۍ! واده دې نه دى كړى چې د پښتنو قسم يانې طلاق باندې مې قسم در كړى واى نو اوس مجبور چې په ايمان قسم دركړم. په ايمان يې ووايه چې ستا همدا خبره چې وايي په كرزي ټول قومونه راټولېږي سمه ده؟

ولې پښتون لكه چې تاته هم قوم نه ښكاري او كه درته ښكاري نو ته او خداى چې پښتانه پرې راټولېږي؟

كه ستاځواب هو وي نو ولې؟

د دې لپاره چې وژلي يې دي؟

له حكومت او مېنو څخه يې شړلي؟

هېواد ته تر راستنېدو وروسته يې كلابند كړي دي؟

د حكومت امكانات يې ترې اخيستي؟

د دوى تور سرې او ماشومان يې په سپيو داړلي؟

ايا د دې ټولو نادودو په بدل كې دغه عظيم قوم بيا هم په كرزي راټولېږي؟

څه فكر كوئ چې دغه عظيم قوم ستا په څېر تمه خور دى؟

په وړو ژمنو او لنډمهالو مادي امكاناتو تېروځي؟

قومونو ته پر ځان د راټولېدو په موخه د دولتي امكاناتو وركول لكه نغدي روپۍ، د ولسواليو ولايتونه كول، پنځه او شپږ وزارتونه وركول او نورې ډېرې ناوړه كړنې، ايا دا د كرزي سمه لاره او چاره ده؟ ايا ته پرې خوښه يې چې په راتلونكي كې محقق پنځه وزارتونه ولري او درې هزاره مېشتې ولسوالۍ دې هم ورته ولايتونه كړي؟

ايا تاته د قسيم فهيم او دوستم خان شتون د زغم وړ دى؟

ايا تاته دې خپل وجدان او منطق، البته كه لرې يې دا اجازه دركوي چې د كرزي لپاره له دومره بې عدالتيو او ناانډوليو باوجود كمپاين وكړې؟

ستامسلكي پوهه او اخلاق څه وايي؟

اغلې ملالۍ! كه څه هم په دې خبره به ډېر روڼ اندي پښتانه رانه خواشيني شي خو له ناكامه يې كوم . باور وكړئ چې ستاسو كړنو ته وګورم نو ايله مې په پښتنو ښځو زړه يخ شي او وايم شكر چې كورنۍ ورته د زده كړو اجازه نه وركوي، كنه نو اوس به مو ستا په څېر ګڼې بدمرغي څېرې لرلې.

كاشكې د يوې پښتنې مور پۍ دې نه واى روږدلي.

كاشكې د شينوارو وياړلې او سرلوړې پرګنې او خېل ته منسوبه نه واى.

كاشكې د ننګرهار د فرهنګي، كلتوري، علمي او پښتنې سيمې استوګنه نه واى.

كاشكي د حقوقو او سياسي علومو فارغه نه واى.

كاشكې د كابل مېشتو پښتنو په رايو دې له كوڅې څخه پارلمان ته د ورتلو مخه نه واى موندلې.

اوس چې چاره نشته نو دا دعا به كوو چې خداى تعالى دې درته لارښوونه وكړي.

خداى تعالى دې په سمه لاره راواړوه.

ستر څښتن دې د پښتون په مظلوم او ستونزمن حالت وپوهوه.

كاشكې د دوى وضعيت درك كړې.

كاشكې د كرزي د بې كفايته واكمنۍ د بيا واك ته رسېدو پر ځاى درته د ولس ترڅنګ درېدل له پامه ښه در شي.

او كه نه نو!

 خداى دې د خوستوالو مېندو، خويندو او تورسرو په څېر د كرزي د بدمعاشانو په سپيو وداړه.

كاشكې يو ځل دې د ننګرهاريانو پښتنو په څېر د شپې ناوخته چا د كور ور د تالاشي په موخه در ټكولى او در مات كړى واى.

كاشكې چې د كرزي د بې كفايته اته كلنې واكمني هغه يوه شيبه درد او رنځ په تا تېر شوى واى، چې اته كاله يې ستا پښتانه په كليو او سيمو او كورونو كې كړولي دي، چې د دوى حالت دې درك كړى واى او په دې پوه شوې واى چې واك ته د كرزي رسول په څه مانا دي.

اغلې ملالۍ!

 وروستۍ خبره مې داده چې خواري دې عبث ده، ځكه بې كفايته كرزي ته كمپاين په حقيقت كې بدنامو جنګسالارانو هر يو فهيم خان، دوستم خان، خليلي، محقق او نورو ته كمپاين دى. په دې چې كرزى د دې وړتيا نه لري چې هغوى دې كابو كړاى شي، نو داسې وګڼه چې ته په حقيقت كې د كرزي نه بلكې د همدې جنګسالارنو په چوپړ كې منډې ترړې وهې.

هيله ده چې د دې ليكنې په لوستلو سره به په خپلو كړنو له سره غور وكړې، خپله لاره او لورى بدل كړې.

كه دا درته سخته وه نو بيا مې يوه بله اسانه سپارښتنه ومنه او هغه دا چې چې خپل نوم او تخلص بدل كړه، ځكه بيا به ستا شتون د هېواد او ميوند د اتلې پېغلې ملالې او د پښتنو دروند قوم شينوارو ته يو توهين او سپكاوى وي، چې ستا د كړنو له امله به غازي ملاله په ګور او شينواری قوم خداى مه كړه په دنيا مختوري وي، نو هيله ده چې دا ګناه ونه كړې او په خپلو كړنو سره دې وياړلي او سرلوړي قوم يانې شينوارو ته سپكاوى ونه كړې.

تبصره نسته

  1. د فضل هادي شینواری د صلیبیانو په چوپړ کښي د سولي بلنه

    تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چی په اصطلاح دعالمانو!!!؟ شوری غونډه وکړه اوداسی یو پریکړه لیک یی
    خپور کړ چی په هغه کی له دی سره سره چی په راتلونکو انتخاباتو!!!؟ کی دخلکو په ګډون
    کولو ټینګار سوی وو، په طالبانو هم غږ سوی وو چی دوی دی هم خپلی وسلی په ځمکه کیږدی
    او په انتخاباتو کی دی ګډون وکړی.
    دغونډی پریکړه لیک ددغی شوری د رییس فضل هادی
    شینواری له خوا ولوستل سو،چی نوموړی دخپلی وینا په یوه برخه کی وویل :
    ( د دولت
    مخالف که هغه طالبان دي او که د حزب اسلامي ځیني کسان دي او که د جلال الدین حقاني
    کسان دی هغه خلک دی یوځل باید را دعوت کړای شي چې د جګړې نه او دویني تویولونه لاس
    واخلی او دهېواد ورانولو پرځای باندې چې په ټولټاکنو کې فعاله برخه
    واخلي.)
    دښاغلی شینواری له وینا داسی جوتیږی چی ګواکی په هیواد کی دجګړی عاملین
    همدا دخپلواکۍ دجهاد مجاهدین دی، دی ته نه ګوری چی دوی جنابان خو دامریکی په مشری
    دصلیبی یرغلګرو د الوتکو او ټانکونو ترسیوری لاندی کابل ته په داسی حال کی ننوتل چی
    بادارانو یی زموږ دمسلمان ولس دوینو ویالی بهولی وی او دهیواد دښتی او غرونه یی
    دبیګناه، مظلو مو اوله خپل دین ، هیواد، اوناموس څخه دخپل سر په بیه دفاع کوونکو
    اتلانو په سپیڅلو وینو رنګولی وی ، خو په هغه وخت کی دی ښاغلی نه یواځی داچی دغو
    یرغلګرو ته یی دا ونه ویل چی وینی تویول او ورانول دحل لاره نده، بلکی دده په شمول
    دشر اوفساد د ډلی مشرانو دا ناری هم وهلی چی امریکایان سمه بمباری نه کوی او باید
    په طالبانوخپله بمباری نوره هم تیزه کړی ترڅود طالبانو قوت له مینځه یوسی او
    طالبانو ته ماتی ورکول سی.
     خو اوس چی دهیواد اصیل بچیان دبهرنیو یرغلګرانو
    په وړاندی په ډیره میړانه سره جهاد کوی او دهیواد او هیوادوالو ددین ، ناموس او عزت
    څخه دفاع کوی نو ښاغلی شینواری یی وینی تویول او ورانول بولی.
    جنابه! دغه شین
    سترګی چی مو دوطن په ښارونو،کلیو او غرونو رغونو کی تر مخ یوی او بلی خوا ته ګرځی
    را ګرځی دا لکه چی ته نه وینی، دا څوک دی، دا څرنګه اودڅه لپاره راغلی دی، ته خو
    شپه ورځ له دوی سره ناسته ولاړه لری، دوی خو ستا هغه اتلان دی چی یو وار بیا یی
    ستاسی شړل سویو منفورو څیرو په سرونو داقتدار تاجونه در کیښودل، ایا کله دی هم دوی
    ته ویلی دی چی زموږ دمشرانو ، تورسرو اوماشومانو وینی مه تویوی، په تورو شپو کی یی
    مه ویروی ،بی عزتی یی مه کوی او په شپه کی یی کورونو ته په خپل سر مه ورځی
    ؟
     اوایا کله دی هم ورته ویلی دی چی زموږ په کلیو او کورونو،د خوښیو په
    مراسمو، ودونو، میلو اوزیارتونوباندی بمونه مه اوروی، ځکه زموږ په وحشت ځپلی ولس کی
    نور دداسی ناخوالو دګاللو هیڅ توان نه دی پاتی؟
     ایا تا دننګرهار په هسکه
    مینه کی په واده باندی دبمبار خب،ر چی دناوی په شمول لسګونه بیګناه هیوادوال یی
    شهیدان کړل اودواده خوښیو ته راټول سوی خلک یی دغم په ټغر کینول، نه دی اوریدلی
    ؟
    ایا تا دشینډنډ په زیرکوه کی دامریکایی بمبارۍ چی له امله یی په سلګونو بی
    ګناه ښځی، ماشومان ، ځوانان اوسپین ږیری په شهادت ورسیدل وانه
    وریدل؟
     ایادفراه دبالا بلوک له بمبارۍ څخه چی اشغالګرو دسپین فاسفورس
    لرونکو بمونو په وسیله تنکی ماشومان، ښځی او سپین ږیری په داسی حالت کی چی بدنونه
    یی سوځیدلی وو په ډله ایزه توګه په شهادت ورسول، نه سوی خبر؟
     ایاهغه وخت
    کله هم تا امریکایانو اودهغوی ملګرو ته دا وویل چی دبیګناه افغانانو په کورونو
    بمباری مه کوی او دهغوی وینی مه تویوی؟
     له بلی خوا همدا اوس هم هره ورځ
    اورو چی دصلیبی یرغلګرو او وحشی امریکایانو په بمباریو کی په سلګونو بی ګناه
    افغانان وژل کیږی ، کورونه اوکلی یی له خاورو سره برابریږی، خو ښاغلی شینواری اودده
    دمقاومت دسنګر یاران بیا پری چوپه خوله دی.
    ښاغلی فضل هادی شینواری په داسی حال
    کی چی په ریږدیدلی اواز یی خبری کولی، وړاندی زیاته کړه :
     (راشئ اې
    ملايانو، راشئ اې حزبيانو، راشئ اې مخالفانو، مسلمانان ياستئ راشئ موږ ته لاره د
    سولې وښيئ ، لکن د وينو تويولو هېڅ مجوز نشته، د افغانستان د ٣٠٠٠ علماولخوا نه
    تاسو ته دا اپيل دی، دا اپيل ومنئ)
    موږ هم دا خبره کوو چی له تاسی لاره ورکه ده
    خو که دالله تعالی کتاب اوشریعت ته رجوع وکړی او په خپلو کړیو ناروا کړو وړو توبه
    وباسی ، او دجهاد عزتمنه لاره ونیسی نو بیا به په خپله دحق لاره درته معلومه سی لکه
    الله تعالی چی فرمایلی دی: (والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا)ژباړه: هغه کسان چی
    زموږ په لاره کی جهاد کوی هرومرو به موږ خپلی لاری ور وښیو.
    ښاغلی وایی چی دوینو
    تویولو مجوز نسته، رښتیا هم نا حقه وینی تویول لویه ګناه ده او دناحقه وینی تویولو
    هیڅ مجوز نسته الله تعالی فرمایی (من قتل نفسا بغیر نفس فکانما قتل الناس جمیعا)
    ژباړه: څوک چی یوانسان په نا حقه ووژنی لکه ټول انسانان چی یی وژلی وی،خو همدغسی
    بیا الله تعالی مسلمانانو ته دتیری کوونکی او یرغلګر په مقابل کی دجهاد امر کوی،
    اوهغه کسان چی دیرغلګرو په وړاندی په جګړه کی ووژل سی هغه یی شهیدان بللی، او
    دشهیدانو دلوړو مرتبو په هکله بیا الله تعالی فرمایی: (ولا تقولوا لمن یقتل فی سبیل
    الله اموات بل احیاء عند ربهم یرزقون) هغه کسان چی دالله په لار کی وژل سوی دوی مړه
    مه بولی بلکی دوی ژوندی دی دالله تعالی له لوری رزق ورکول کیږی.
     جنابه!
    دشریعت حکم خو دادی چی کله کافران دمسلمانانو څخه یوه لویشت خاوره هم ونیسی په
    مسلمانانو باندی جهاد فرض عین کرځی ته خو ځان ته نه یواځی داچی یو دینی عالم وایی،
    بلکی ځان په اصطلاح دعلماو دشوری مشر بولی نو کله دی هم زموږ دمقدس شریعت کتابونو
    ته مراجعه کړی ده چی ایا دغه ترڅلویښتو دزیاتو دولتونو اشغالګرپوځونه چی زموږ
    خپلواک اسلامی هیواد ته راغلی ددی څه مجوز سته؟
    ایا دغه دشپی او دورځی چی
    امریکایان په خپل سر چیرته چی یی زړه وغواړی زموږ په کلیو کی کرځی اوکورونو ته بی
    له اجازی ننوزی او زموږ پتمنی خویندی او میندی تلاشی کوی کوم مجوزلری؟
    ایا
    دبیګناه هیوادوالو وژل ، دکلیو بمبارول او ژوندی انسانان تر خاورو لاندی کول،
    بندیانول، په ډول ډول تعذیبونو اوشکنجو کی ساتل او دهغوی دهر ډول بشری حقونو تر پښو
    لاندی کول مجوز لری؟
    خوجنابه ! حقیقت دادی چی ستا په څیردعلماو لپاره دکمونستانو
    په حکومت کی هم دشئون اسلامی په نامه وزارت جوړ سوی وو چی دهغه وخت دشوروی دسرو
    لښکرو اشغال به یی له افغانانو سره د ستر دوست هیواد مرسته او همکاری بلله او دجواز
    دلایل به یی ورته برابرول، اوستا په څیر به یی دجهاد او مجاهدینو په خلاف ویناوی
    کولی، بیانونه اواعلامیی به یی صادرولی اوفتواوی به یی ورکولی.
     ښاغلی
    شینواری وایی چی د ۳۰۰۰ علماو له خوا دا غوښتنه ده، نو کمونستانو خو تر دی ډیر لوی
    شمیر ستا په څیر په اصطلاح علما راټول کړی وو بیا دی هغه وخت ولی دهغوی غوښتنی ونه
    منلی؟
    نو معلو مه خبره ده چی اشغالګران تل یو موټی داسی خلک دعلماو په نامه له
    ځان سره ساتی او امتیازات ورکوی چی دخپل اشغال دجواز لپاره یی ولسونو ته وړاندی
    کوی، خو افغان مسلمان اوپه خپلواکۍ مین ولس په دی هرڅه ډیر ښه پوهیږی، هغوی ته
    ددښمن داډول دسیسی له وړاندی څخه لا په اسلام، وطن او خپلواکۍ مینو اهل حق علماو
    بربڼډی کړی او پری پوهولی یی دی .
    په هیواد کی دخپلواک اسلامی نظام دبری په
    هیله