قومي مشرانودکرزي دکمپاين لپاره سل لکه روپۍ ورکړې
په کندهارکې دټاکنېزومبارزوپه لړکې دولسمشرکرزي په ملاتړپه سپين بولدک والسوالۍ کې دلراوبرپښتنوقومي مشرانوپه ګډون په زرګونوکسانوپه سپين بولدک والسوالۍ کې يوه ستره غونډه وکړل او په ترڅ کې يې دآڅګزي قبېلې له لوري دکرزي دټاکنېزومبارزولپاره سل لکه روپۍ په کندهارکې دنوموړي دټاکنېزکمپاين ددفترمسولينوته وسپارل سوې .
دملاتړپه دغه غونډه کې له پنځلس زرو څخه زياتوکسانوګډون کړى وو.
دولسمشرکزري په ملاتړدغه ستره غونډه په بولدک والسوالۍ کې دتادين اڅګزي په کورکې جوړه سوې وه
په غونډه کې سردارجيلاني خان اوحاجي جيلاني خان ادوزي دولسمشرکرزي دواکمنى پرمهال دهيوادپه کچه دسويوپرمختګونوڅخه په تکراريادونه وکړل اوزياته يې کړل چې په افغانستان کې داوه کلنى مودې په ترڅ کې سوي کارونه په نوروهيوادونوکې دلسېزپه ترڅ کې هم ندي سوي .
دغوقومي مشرانويادونه وکړل چې يوځل به بياولسمشرکرزي ته دباوررايه ورکوي اوهغه به دهيوادسياسي زعيم ټاکي .
دغوقومي مشرانوله ولسمشرکرزي څخه غوښتنه وکړل چې دبيابرياليوت پرمهال دي دادارې دسمون اوسراسري سولي لپاره هڅي وکړي .
په سويلي حوزه کې دولسمشرکرزي دټاکنېزومبارزوددفترمشراودکندهارولايتي شوراته کانديداحمدولي کرزي
راغونډوسويوپه زرګونوپلويانوته پخپله ويناکې وويل چې ولسمشرکرزي ته دهيوادچاري پداسي حال کې وسپارل سوې چې په درست افغانستان کې له ټولګټوتاسيساتوڅخه نيولې بياترښوونېز اونوراسانتياوپوري هيڅ څه هم وجودنه درلود.
دنوموړي په خبره چې اوس هيوادپه خپل تازه اوه کلن سياسي ژوندکې زيات څه ترلاسه کړي دي .
داپه سپين بولدک والسوالۍ کې ترټولوستره غونډه وه چې پکې دکندهاردسرحدي سيموزياتواستوګنوپکې ګډون کړى وو.