شعر او ادب

36 | اگست 11th, 2009







پښتو


په کښی ناز شته
په ګښی د حق آواز شته
په کښی معنی شته ،په کی (دنیا) شته
کله طوفان، کله لوی بحر آرام….
ګناه ته اور، (معصوم) ته رام مدام !
دا پښتوده دا پشتو ده دا پختو ده ………..
دشایستو جذبه،  یو خبره یو ایمان
د  فطرت دیوان نه یو فرمان
دا ده پښتو دا ده پښتو دا ده پښتو.


عالیه راوی میاخیل  ۵-۱۳-۲۰۰۹



چنان از ساغر خون دل کیف درد  میبرم
که در بیخودی ناله ها به زن و مرد میبرم


بخلق آمیخته هنوزهم زهجران به آه وسوز
 که بیهوش ګرم می خویش به سفال سرد میبرم


 عالیه راوی میاخیل


 


ټیکه


 یو  نفس،
د یو شیبه هوسا ژوند د پاره …
دد دنیا… بار د منت
او د غم د محنت زنځیرونه
په غاړه ایږدو………عالیه  راوی


 


احسان الله روښان عبيدي 


کندهار


ځوان ننګېال مېړونه وژل کيږي په هرکورکښې
 مېندې بورې خوېندې کونډې په هرکورکښې
ېتيمان دورخ په ورځ ډېريږي په هرکورکښې
 دغم وير ماتم اوښکې بهيږي په هرکورکښې
ميروېس احمد خوشال دپېداکيږي په هردهرکښې
 دزرغوني نازو ملالي لاروي په هرګودرکښې
جرګې هنګامې جوړې دمېړانې هرډګرکښې
 دننګ ساندې لنډې دترغوږوکيږي سمه غرکښې
دظالم دنسکورتېاخبرخپريږې په هرلورکښې
 داحسان دوړاندوېنې زمزمه به وي هرکورکښې
ته مېنه ټا ټوبئ دځېپالومېړانېو کندهار
 دننګېال لوڼو زامنو به دي ېادوي په هرکورکښې


رقيبه


احسان الله روښان عبيدی


رقيبه مـــه مې بېروه    ودې پلنګ ته زه ورخېژم
زه پرون لا قرباني وم   دې تنورته زه ورلويږم
زولنې مې ماتې کړې   په زندان کښې زه نڅېږم
عشق ېم لېونئ کړئ     دکوم طوفانه نه بېرېږم
هرڅه مې قبول کړي     لکه بل شمع ورته ويلېږم
هره خوا جنون نيولې    چېرته دزندانه نه بېرېږم
احسان دئ قسم کړئ    چې پردې پلنګ بېدېږم


 


فرصت


د حسرت په اور مې ټول بدن سوځيږي
پرونی غلام مې ځان بولي بادار


افغانان که سره يو نه شي ورکيږي
دسيسې ورته جوړيږي وار په وار


نن ژړيږمه له غمه دې حالت ته
لر اوبر په پښتنو کيږي ظلمونه


حيران شوی يم انسان انسانيت ته
د اسلام په نامه کيږي سازشونه


چیرې څيرې کړم ګريوان کوم عدالت ته
دي د څه شي منظر دا ولسونه


څوک په نوم د بنسټپالووژل کيږي
څوک په نوم د کمونست شول خوار او زار


بنسټپال له کومه راغلل څه لپاره
چا راوستی وو چې څوک ورباندې مړه کړي


چا تربيه کړل دوی د کوم خلل لپاره
چې په مرګ د پښتنو زړونه ساړه کړي


دغه لوبه ده روانه چل لپاره
پلانونه د پيړيو يې واړه کړل


زوړ ملا زلمی طالب شي څنګه کيږي
څوک چې دين او سياست ګډ ګړي بنيادګر دي


دا زمونږ د وطن خلکو دښمنان دي
دغه غله سړي وژونکي قاتلان دي


دوی د دين لباس کې پټ د بل نوکر دي
دهمدغو بادارانو غلامان دي


څوک چې اوس ورپسې شپه او ورځ ګرځيږي
دا همدوی وو راوستلي په تلوار


خو افسوس چې په دې پوه نه شو پښتون
په هنر ورپکې اچوي نفاق


دی اصلي هدف د دې جګړو بيلتون
که څوک فکر ورته وکاندي خلاق


تورې کرښې ټينګوي ستا په لړمون
شه خبر د استعمار په بد اخلاق


دلته نور ډير پلانونه رسوا کيږي
د افغان ولس يووالی دی پکار


که هدف وي اسامه، اسامه څوک دی
دی د چا په فرمان راغی ناګهانه


که هدف القاعده وي دا کوم توک دی
او له کومه را نازل شولو افغانه


که هدف يې طالبان وي دا کار پوک دی
بيا دې واخلي مالومات له پاکستانه


دغه ټولې ډرامې دي چې چليږي
دواړه خواوې په پښتون کوي ګوزار


ځګه وايم پښتنو ځای د غيرت دی
د خپل ځان وکړۍ تپوس پخپل يووالي


لر او بر په تاسې شوی تجارت دی
په جهان وکړۍ تپوس پخپل يووالي


په دې ډول نور ژوندون د خجالت دی
په هنر چې راولي مونږ کې بيلوالی


پښتانه دي سره ورونه نه بيليږي
ځکه هر غليم لري په زړه کې ډار


پښتنو ژوندون تير کړی په غيرت دی
هيڅ ظالم غليم يې نه شي بيلولی


ير غلګر او استعمار ته يو قوت دی
آزادۍ سبق يې مورغيږ کې لوستلی


دپښتون د ژوند او مرګ همدا شوکت دی
غلامي پخپل ژوندون نه شي منلی


پښتون تل په ننګ غيرت پيژندل کيږي
خدای دې نه کړي پښتنانه په غيرت خوار


پښتانه که سره يو شي لوی قدرت دی
درواغجن ايتلافونه به رسوا شي


افغاني نور ولسونه يي طاقت دی
دپردې شاته چلونه به رسوا شي


دا مې واورۍ ورونو دا زمونږ فرصت دی
سپين لباس کې تور مخونه به رسوا شي


ډاډه اوسه خدمتګاره! دا به کيږي
پښتنو ميدان ګټلی دی هر وار


 


 


 


لټــــو ن

رحمتي ګيلانوال


لټون ؟
دوينو
اوويرونو
په لاسودي
ډيوۍ بلي دي
ساتلي
زما دزړه
سويوزخموكې
چې رڼاته يې
زما دكلي په كوڅوكې
دشنو ونو په لاسوكې
چاړه په لاس
هغه رګونه لټوې
چې زما سپيره
او مظلوم ژوند ته
مينه ،هيله
اوښكلا وركوي
او هغه رڼا
چې ستا ډيوۍ
پكي وركيږئ .

1/8/2009 ډبۍ





د وحدت ترجمان

ښایست مینې څپو ته دي جګ غرونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي

منمه دا منمه چې په ډانګ هم نه بلیږی
په خپله مینه مسته د هیچا نه ، نه ویريږی
ماشوم وم رازلمی شوم ستا یادونه مې زړه نېسې
خواږه ټول تیر وختونه مې هیڅکله نه هیریږی
دا ستا مینې تړون ته غورځنګونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي

د ننګ ، غیرت نشه هره قطره اوبه جنت ئې
خپلواکه کونړ سینده ته بنسټ د محبت ئې
دی ځمکې د پښتون تل په سینه کې ئې ځای کړی
په ځمکه د پښتون ته د پښتونه د زړه وحدت ئې
په زړونو سلطنت کوی ټول زړونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي

خیالونه انګازې دی کړې څپې مستې خبرې
ستا ژبه ګونګه نه ده تل د ژوند وائې سندرې
ای سیند د کونړ سینده د وفا غښتلی تار ئې
هر ګوټ کې دی خمار د ښکلا پاکې ملغلرې
ستا ننګ ، وفا ، غیرت ته ټول ډاګونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي

د خیال او فکر مسته کونړ سینده خبردار شه
دا مونږه ملامته یو په مونږه پردار شه
ګناه زمونږه دا ده چې په تا مو څه جوړ نه کړل
دا مونږه ګنهګار ستا ، ته زمونږه یو ځل یار شه
د مینې ولولو ته دي موجونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي

کونړ نه پېښور ته په مستۍ باندې روان ئې
نسیم ستوري په زړه کې د نسیم ستوري جانان ئې
د مینې حرکت کې ستا پخې مستې سندرې
وحدت دی راوستلی د وحدت لوی ترجمان ئې
ستا شور د محبت ته غیرتونه سلامې دي
ستا مستو غورځنګونو ته فکرونه سلامې دي
————————————————–
دا شعر د ۲۰۰۹ ع کال د اګست په اوله نېټه د کونړ سیند په مشاعره کې ولوستل شو .


میرویس مومند


 پسرلیه


پسرلیه موږه ستا به انتظار یو
وایه کله به راځی موږه تیار یو
موږه ټول سترګی په لار یو ستا راتګ
تږی وږي ګوره ستا د نو بهار یو
ته چی لاړي ځند دی وکړو په راتګ کی
د خزان د لاسه موږه په چغار یو
خوشحالی مو تان له ځانه سره يوړه
د غمونو په زندان کی ګرفتار یو
په راتګ به دی ګلونه غوټی سپړي
د بورا پشان به ستاسی تابعدار یو
پسرلیه خداي لپاره لږ را مخ کړه
د هجران په اور کی سوځو ناقرار یو
دا غمونه او دردونه موږ نه لر کا
ارامی ته ګوره موږ سترګی په لار یو
دا ویجاړ ویجاړ باغونه مو اباد کړه
د ساتلو به يي موږه نګهدار یو
دا وعده راسره وکړه چی راځی به
بی له تانه ګوره موږه خواروزار یو
که هر چا دی د راتګ زیري په ما کړ
همیشه به يي د عمر خدمت ګار یو
د مالیار غوندي می شنه باغونه خوښ دی
نه می لګی لکه پانی د خزان پر ځای امبار یو
چی راځي زموږ جانان ځان سره راړه
چی یي وږي همیشه موږ د دیدار یو
بی له تانه زموږ باغ همیش خزان وی
لکه وني بوټی تاپسی بیمار یو
په مومند میرویس به اله پسرلی شی
که چا اویل چی ددغه باغ مالیار یو


ډله ییز قبر!!!

عزت الله شمسزی

زموږه چیغې لا فضا کې قتلې شوې نه دي
ځمکه
به حال ووایی
ځمکه
به ستا د جنایت
ناولی راز
تر ډېره عمره زړه کې ونه ساتي
ددغې ځمکې
خړې خاورې به
بادونو سره مل
ټولې دنیا ته پیغامونه یوسي
زموږ داستان
به هرې خواته خپور شي
خلک به واوري
چې موږ ولې
اوښکې، وینې
دسرونو په کاسو کې څښلي
موږ به یو وخت
ستاسې ترمخې یو ځل بیا درېږو
زموږه چیغې به فضا کې
دراتلونکو انسانانو
شعارونو سره یو ځای
ستا غوږو ته درځي
موږ به داستا په هر یو رګ کې
لکه وینه ګرځو
کله چې سترګې خلاصوې
او پټوې
زموږ زخمي زخمي
څېرې به وینې
موږ به له درده اوس
غاښونه په خپل زړه کې ښخ کړو
ته به مو ووژنې خو
وخت به مو ونه وژني……….!!!!!






غزل

ارسال المثل

محمد سرور وکيلي


له ازله ئي سپور سپورکی پیاده پلی
زاهده ته و ماته ئي بې ځایه دردېدلی
ګوزې صراحيګاني دمیرانو د سر خواري
که دي داوي اورېدلي!نوئي ولې ځورېدلی
مه کوه په ما چې و بسي په تا دا خبره ده صفا
و ګوره کوزو پاس٬ بیا به څا ته ئي لوېدلی
باربه در پشا کړم توان به در پیداکړم واي وسعها
هرچاتي وسه ورکړه٬ که په دې ئي پوهېد لی
برخي ازلي چا ته ډېر چاته لږ دي رسېدلي
تاتي درکړه هغه٬ ما ته بیا دغه رسېدلی




غزل

ګلالی طوطاخيل فرانسه

ليمو کې مې اوسيږې دګلونه ښايسته يې
سلګۍ مه شه خوږ ژوند دې د مينې پلوشه يې

مسکا نه دی جاريږم تاثير لرې په سترګو
بڼو نه دې جاريږم زما د زړه ټوټه يې

دريلګم دوعا ګانې دمينې له فضا نه
د زرو په کاسه کې دشاتو نه خوږه يې

ځلانده ستورۍ اوسې دشنه اسمان لمن کې
دخويندو په قطار کې يوه بله ډيوه يې

پښتون به په تا وياړي دسولې سندربولې
راپورته دې اوازکړه پګړو ته هسک شمله يې

رڼا به مې ړندۍ شي ديدن دی ترماراوړه
زرګرې،ګل پرستې غيرت يې،حما سه يې






په کوز او بر کي

په کوز او بر کي نن بې شمیره انسانان مري
له هري خوا نه افغانان مري

څوک د طالب څوک ترهګر په نامه
څوک داجیر څوک دنوکر په نامه
زموږ زاړه زموږ تنکی، تنکی ځوانان مری
له هری خوا نه افغانان مری

دنیا روانه ده کیهان لټوی
په علمیت کی ټول جهان لټوی
زموږ مکتب زموږ شاګردپوه استادان مری
له هری خوا نه افغانان مری

موږ انسانیت او عد ا لت یادو
موږ تل انصاف او صداقت یادو
خو په عمل کی هم منصف هم مسلمان مری
له هری خوا نه افغانان مری

تر څو به خپل میځ کی جنګونه کوو
د بل په لمسه ورور وژنه کوو
څه بی حسابه مو تورسری ، ماشومان مری
له هری خوا نه افغانان مری

دلته کی مینه محبت مری
دلته افغان دلته همت مری
دلته ناهید او د نازو انا لمسیان مری
له هری خوا نه افغانان مری

راځی ای ټولو ډلو ډلو خلکو
په بیلو لاروویشل شوو خلکو
که یولاس نشو هم وطن هم موایمان مری
له هری خوا نه افغانان مری

———————–
سمیع الدین افغانی
٤ – ٨ – ٢٠٠٩




قلم

محمدايوب داودزي – پکتيا ابراهيم خيل

چه مي دمينـي په کاغذ! اودزړګي پـه قــلــم
خط مــي ليکه جانان ته ! دجــدايــي پـه قلم
دغمجن زړه احوال مي ! دجدايي په شپوکي
ورته ډالۍ مـــي کــړلــو ! ديوډاګــي په قــلــم
چي مي ګيلي کــړي وي ! لدي ظالمـه وختــه
زمــاپه زړه کــي ليک وي ! زمـــردي په قـلــــم
زړه مي ښه تش که ورته! چي داټول ستاله غمه
نــــه کـيــږي نــوره زمـــا ! نـــوتســـلـــي پــه قــلــم
ته خوهم ماته !څه ډالي که چي سکون مي وشي
غمونه مه راکوه ! راکه ! خوشحالي په قلم
په لنډوشپوکي دجانانه ! بياديدن ته درځم
دغـــه يـوزيـري درکوم ! د داودزي پـه قـلــم

١٣٨٧-٤-٢١
پکتيا ابراهيم خيل


 


 



احسان الله روښان عبيدی

رقيبه

رقيه مه مې بېروه ودې پلنګ ته زه ورخېژم
زه پرون لا قرباني وم دې تنورته زه ورلويږم
زولنې مې ماتې کړې په زندان کښې زه نڅېږم
عشق ېم لېونئ کړئ دکوم طوفانه نه بېرېږم
هرڅه مې قبول کړي لکه بل شمع ورته ويلېږم
هره خوا جنون نيولې چېرته دزندانه نه بېرېږم
احسان دئ قسم کړئ چې پردې پلنګ بېدېږم





د لستوڼې مار

له ښکاره دښمن نه ځارچې عبدالله دې
که مو وژني که موخرڅ کړي حق يې دادې

چې ټول عمردپښتون دسردښمن ؤ
دلستوڼې مار کرزي بچى دچا دې ؟

پښتون نه دې دمغل لقب يې ښه دې
راته ښکاري اورنګزيب ځينې پيدا دې

جبارخيله خداى دې ساته له خيانته
دخيانت له ﻻسه دا وطن تباه دې

عبدالقاهر جبارخيل (سيډني – استراليا)

Copyright Larawbar 2007-2024