" /> " /> " /> " /> چین : د موراکوت توپان له امله غټ تعمیرونه نسکوره سوي دي – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / چین : د موراکوت توپان له امله غټ تعمیرونه نسکوره سوي ديvideo

چین : د موراکوت توپان له امله غټ تعمیرونه نسکوره سوي ديvideo

د چین د دولت مطبوعاتو خبر ورکړئ دئ چي د موراکوت توپان له امله د
مځکي يوه برخه ښویېدلې (و ډيري کوچنی زلزلې ته ورته پېښه) چي له امله يې تقریبا ۶
تعمیرونه نسکوره او نامعلومه شمېر اوسېدونکي تر خاورو لاندي سوي دي .

د کسينهاو خبري آژانس د خبر له مخي د چین په ختيخ کښي د ژېجاینګ
ولایت وېنژوو ښار ته نژدې د پېنګکسي په ناحیه کښي د شپې د 10:30 بجو په شاوخوا کښي
شپږ – اووه بلډنګونه ونړېدله. ویل کيږي چي يو څلور منزله تعمیر د غره په لمنه کښي
موقعیت درلودئ چي د نړېدو څخه وروسته پکښي د ښار د ژغورونکي ګروپ لخوا ۶ تنه وژغورل
سول او خبر زیاتوي چي په ژغورل سویو کسانو کښي د یوه تن حالت د اندېښنې وړ دئ .

ژغورونکي ګروپونو د کسنهاو خبري آژانس ته ويلي چي د تر تعمير
لاندي سویو کسانو شمېره دستي معلومه نه ده ولي چي ددوی په وینا په ساحه کښي خټي او
زیاتي غټي ډبري ددوی کار ځنډوي .

په چین کښي د مځکي ددې برخي ښوییدنه د شدیدو بارانونو نتيجه وه او
د موراکوت توپان بیا د شدیدو بارانونو او سېلابونو علت بلل کيږي چي له امله یې ۶
تنه له منځه تللي دي او ۳ تنه نور لادرکه سوي دي .

همداراز د چین د ملکي چارو د وزارت د یوه خبر له مخي په فيوجاین،
ژېجاینګ، جاینګکسي او انهوای نومي ولایتونو کښي تر ۸،۸ میلوینه زیات وګړي د موراکوت
توپان له امله په تکلیف سوي چي دوی يې دې ته اړ کړي څو د سمندر پر غاړه د اوسېدونکو
څخه ۱،۴ مېلویونو کسانو ته د موقت وخت لپاره یو بل ځای برابر کړي .

همدارنګه د نورو تازه خبرونو له مخي ژغورونکو ګروپونو د دوو تنو
جسدونه په حېنان ولایت کښي موندلي دي .