کور / تازه خبرونه / د هند په سمندر کښي د یوې درنې زلزلې اټکل سوئ دئ

د هند په سمندر کښي د یوې درنې زلزلې اټکل سوئ دئ

د امريکا د متحده ايالاتو د جيالوجيکي سروې راپور ورکړئ دئ چي د هند په سمندر کښي به يوه خورا ستره زلزله (۷،۶) رامنځته سي چي ژوروالۍ به یې ۲۰،۶ میله وي .

ويل کيږي چي زلزله به خورا خطرناکه وي چي په سيمه کښي به سخت زیان واړوي او دا  فقط ددې زلزلې یو لنډ خبر دئ څو د هندوستان حکومت او دې سمندري زلزلې ته نور نژدې هیوادونه خبر سي او وکولائ سي چي دزلزلې څخه مخکي خپله آمادګي ونيسي .

د اسوشيېټيډ پریس د یوه خبر له مخي دا ددې اخطار هم ورکوي چي د زلزلې له امله به د سمندر اوبه پر وچه راواوړي او د زلزلې د مرکزي ټکي څخه به اوبه تر زرو کيلو مترو پوري ليري ځي .

د اټکل له مخي به زلزله ۲۲۵ میله د ميانمار د جنوب-جنوب لوېديځ څخه، ۵۱۰ میله د لانګ کوک د لوېدیځ څخه او ۱۴۲۰ میله د نوي ډهلي څخه ليري رامنځته سي .