کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره د انتخاباتو په امنیت، د وسلوالو مخالفینو په حملو او نور مسایلو مطالب خپاره کړیدي.


په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او دغه ټول مسایل يې په لاندني مطلب کې رانغاړلي دي.



اراده:



دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې ته په اشارې د ملګرو ملتونو د یو رپورټ په حواله لیکلي دي، چې د انتخاباتو امنیت له خطر سره مخامخ دې.



ورځپاڼې په دوام کې د ملګرو ملتونو ددغه رپورټ په استاد، چې پرون خپور شوې لیکلي دي، چې د وسلوالو مخالفینو حملې کولې شي د انتخاباتو په بهیر او په هغو کې د خلکو په ګډون ناوړه اغیزه وکړي.



ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د انتخاباتو په وړاندې موجودو امنیتي ګواښونو ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې دا ټول هغه څه دي، کې د انتخاباتو د امنیت په اړه يې د خلکو بې باوري زیاته کړې او د انتخاباتو د برخه لیک په اړه يې یو ګنګ انځور وړاندې کړې دې.



ورخپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د سعودي عربستان په منځګړیتوب له طالبانو سره د سولې د خبرو په روانو هڅو تبصره کړې.



هیواد:



دې دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په لوګر او له هغې مخکېپه خوست او پکتیا کې شویو ډله ایزو ځان وژونکو حملو ته په اشارې لیکلي دي، چې وسلوال مخالفین هڅه کوي په دا ډول حملو سره د خلکو پام له انتخاباتو واړوي.



ورځپاڼې د خپلې تبصرې په ودام د افغانستان د ښارونو په امنیتي سیسټم د بیا کتنې سپارښتنه هم کړې، څو د ورځپاڼې په وینا په راتلونکې کې د دا ډول بریدونو مخه ونیولې شي.



ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د افغان او بهرنیو ځواکونو هلوځلو ته په اشارې لیکلي دي، چې انشاء اله انتخابات به په امن کې ترسره شي.



ویسا:



دې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې امریکا د څه باندې درې سووه افغان قاچاق وړونکو یو لسټ خپور کړې، چې پکې پنځوس تنه يې، چې له طالبانو سره په اړیکو تورن دي مړه او یا ژوندي غواړي.



ورځپاڼې په یو مطلب کې د استاد رباني په مشرۍ د جمعت اسلامي ګوند د یوې سرچینې په حواله لیکلي ، چې ددغه ګوند د مشرتابه شورا زیاتره غړي د ډاکټر عبداله د ملاتړ په خلاف دي.



ورځپاڼې په عینې حال کې د یوې باوري سرچینې په حواله دا هم لیکلي دي، چې میرویس یاسیني، ارسلا او یو شمیر نور کاندیدان ولسمشر کرزي ته تیریږي.



دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په وړاندې شته امنیتي ګواښونو ته په اشارې حکومت ته دا سپارښتنه کړې، چې د انتخاباتو د امنیت لپاره دې له قومي مشرانو نه کارواخلي.



ملي ارمان:



دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د یو برتانوي جنرال په هغو څرګندونو تبصره کړې، چې ویلي وو برتانوي ځواکونه به د څلویښتو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.



ورځپاڼې پداسې حال کې، چې دا څرګندونې غیر مسؤلانه بللې لیکلي دي، چې ممکن دغه برتانوي جنرال په نشه کې داسې څه ویلي وي.



په ورځپاڼه کې د افغانستان روان حالات هم څیړل شوي او په یو تفصیلي مطلب کې ځینو پیښو ته په اشارې دا پوښتنه شوې، چې ایا د تیرو دریو لسیزو تیروتنې تکراریږي.



په ورځپاڼه کې د پیښور په حیات اباد سیمه کې د یو افغان سوداګر د وژلو خبر هم ورکړل شوې او لیکل شوي، چې دې پداسې حال کې پخپل کور کې وژل شوې، چې یوازې وو.



اصلاح او انیس:



دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات په بیلابیلو مطالبو کې راخستي دي.



انیس هم پخپله سرمقاله کې د لوګر ولایت په پرونیو حملو تبصره کړې او هغه يې د انتخاباتو په درشل کې د سوړ جنګ د غزولو لپاره د وسلوالو مخالفینو یوه هڅه بللې ده.



خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو روانو انتخاباتي مبارزو ته په اشارې لیکلي دي، چې دوی باید دداسې مسایلو له مطرح کولو څخه ډډه وکړي، چې ملي یوالې زیانمنوي.



راه نجات:



دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دا اندیښنه څرګنده کړې که چیرې انتخابات دوهم پړاو ته ننوځي نو ممکن امنیتي ګواښونه لا پسې زیات شي او ددې ه څه مسؤلیت به د کاندیدانو په غاړه وي.



ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته هم کتنه کړې او پدې ترڅ کې لیکلي دي، چې په افغانستان کې ددی مبارزې ستراتیژۍ نیمګړې ده.