کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۸)

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۸)

۴:- د ښځو حقوق :

په دې ترتیب اسلام د «بما فضل الله بعضهم علې بعض » د یوه فطري حقیقت د منلو سره یو ځاې د « وللرجال علیهن درجة » ته هم سهي ځاې ټاکلې دې ، د ښځې او نر د بیولوژیکي او رواني اړخونو تر منځ د رعایت له مخې چې کوم توپیر شته ، هم هغه په واقعي توګه مني، او څومره تو پیر چې ددوې تر منځ موجود دې په همغې اندازه یې ساتي او دهمدې تو پیر په اساس دهغوې دندې او مرتبې ټاکي .

ددې وروسته یوه ډیره مهمه پوښتنه د ښځې دحقوقو په هکله را پورته کیږی ؟ ددغې حقوقو په ټاکلو کې اسلام ،په ځانګړې توګه، ددې درې خبرو لحاظ کړې دې .

دا چې نارینه ته دکور د نظم او ادارې په خاطر کوم حاکمانه واک ورکړل شوې باید هغه دهغې څخه داسې ناروا ګټې پورته نه کړی چې د هغې له مخې د ظلم او تیری مرتکب وګرځي او نه داسې وکړي چې د تابع او متبوع اړیکي یوه له بله سره د وینځي او بادار په اړیکو بدل کړي.
دا چې ښځې ته ټول داسې فرصتونه برابر کړي چې دهغې نه په ګټی سره ،هغه د خپل ټولنیز نظام په پولو کې دننه، خپلو فطري صلاحیتونو ته وده ورکړي او په تعمیر او تمدن کې په ښه توګه ونډه واخیستلاې شی .
داسې چاپیر یال جوړکړي چې په کې ښځو ته د پر مختګ او بریالیتوبونو لوړو مرتبو ته رسیدل شوني شي .خو دهغې پر مختګ او بریالیتوبونه چې هر څه وي باید د ښځې په حیث وي .ځکه چې نر جوړیدل خو نه دهغې حق دې ،او نه د نارینه په څیر ژوند تیرونې له پاره دهغې تیارول په خپله همهغې او تمدن دواړو ته ګټور ،او نه د نارینه په څیر ژوند کولو کې هغه سوبمنده کیداې شی .
د پورته درې واړو موادو په نظر کې نیولو سره چې اسلام کوم پراخه تمدني او ټولنیز حقوق ښځو ته ورکړي او د عزت او شرف کومه لوړه مرتبه یې ورکړې ده او بیا یې چې د همدې حقوقو او مراتبو دخوندی ساتلو په خاطر په خپلو قانوني او اخلاقي لارښونو کوم تلپاتې ضمانتونه ورکړي دې دهغې نمونه د نړۍ په هیڅ یو پخوانې او یا نوې ټولنیز نظام کې نه موندل کیږي . دنمونې په توګه :

۱:- اقتصادي حقوق :

تر ټولو مهم او اړوند څیز چې دهغې په واسطه په تمدن کې د انسان حیثیت جوړیږي او یا د کوم په واسطه چې د انسان حیثیت خوندي پاته کیږي هغه دهغې د اقتصادي حثیت ټینګښت دې . د اسلام نه پرته نورو ټولو قوانینو ښځه داقتصادي اړخه ډیره کمزورې کړې او همدغه اقتصادي بې وسي ، په ټولنه کې د ښځې د غلامۍ تر ټولو ډیر ستر لامل ګرځیدلې .

اروپا ددغې حالت د بدلون هڅه وکړه مګر داسې چې ښځه یې د مال په ګټلو مجبوره کړه خو دهغوې دا هڅه د یوې بلې خرابۍ لامل شوه . اسلام د اعتدال منځنۍ لار غوره کړې . اسلام ښځې ته د وراثت پراخه حقوق ورکړي . ښځه د پلار ، میړه ، اولاد او نورو نږدې خپلوانو څخه میراث وړي ۱.

[۱/ په وراثت کې دښځې برخه د سړي په نیمایې ده. ددې علت دادې چې ښځې ته د نفقې او مهر حق ور په برخه شوې دې . چې سړې ترې بې برخې دې . د ښځې نفقه یوازې دهغې په خاوند واجب نه ده بلکه دمیړه د نه موجودیت په وخت کې پلار ، ورور ، زوې او نورو خپلوانو باندې دهغې کفالت واجب دې ، نو کله چې په ښځه باندې هغه مسؤلیتونه نشته کوم چې په یوه سړې باردې نو په وراثت کې د هغې حقوق هم باید هومره نه وي لکه د سړي چې دي . ]

همدا اراز د میړه له خوا ورته مهر هم ورکول کیږي . او د ټولو هغه اړخونو څخه چې ورته مال ور رسیږي په هغې کې ورته د ملکیت او تسلط پوره پوره حقوق ورکول شوي دي. په دغه مال کې نه دهغې پلار ، نه دهغې میړه او نه بل څوک تصرف او مداخله کولې شي . ددې نه اخوا که هغه په تجارت کې خپله پانګه په کار واچوی او یا پخپله مزدوري وکړي او څه ګټه وټه تر لاسه کړي نو دهغې مالکه هماغه پخپله ده . خو ددې ټولو تر څنګ د هغې نفقه په میړه باندې واجب ده ، ښځه چې د هر څومره ډیر مال او پانګې لرونکې وي دهغې میړه دهغې د نفقې څخه بري الذمه کیدې نه شی . په دې تر تیب په اسلام کې د ښځو اقتصادې حیثیت دومره ټینګښت مومي چې ډیروختونه هغه د سړې څخه په ډیر ښه حالت کې اوسي .

۲:- مدني حقوق :

ښځې ته دمیړه د غوره کولو پوره پوره حق ورکړل شوې . دهغې د رضا او خوښې پرته هیڅوک دهغې نکاح نه شی کولاې او که هغه پخپله خوښه دکوم مسلمان سره نکاح وکړي نو هیڅو ک یې مخنیوې نه شې کولې خو که چیرې دهغې انتخاب داسې یو څوک وي چې دهغې دکورنۍ د مرتبې څخه ښکته وي نو په دې حال کې دهغې خپلوان پرې نیوکه کولې شي .
دیوه ناخوښه ، ظالم او بې کاره میړه په مقابل کې ښځې ته د فسخ او بیلتون پراخه حقوق ورکړل شوي دي .
هغه واکمنی چې اسلام میړه ته په ښځې باندې ورکړې دهغې په استعمال کې د نیک سلوک لارښوونه شوې . قران مجید فرمایې چې « ..و عاشروهن بالمعروف…» (د ښځو سره نیک او ښه سلوک و کړئ .) او « ولا تنسوا الفضل بینکم…. »( په خپل منځي اړیکو کې فیاضي او سخاوت له پامه مه باسئ. )
نبې کریم صلي الله علیه وسلم فرمایي چې :[ خیرکم خیرکم لنسائه و الطفهم باهله ….] ( ستاسې له منځه ښه او غوره خلک هغوي دي چې د خپلو بیبیانو سره نیک سلوک کوي او دخپل اهل و عیال سره د لطف او مهربانۍ معامله کوي ).

 دا یوازې اخلاقي لارښوونه نه ده ځکه که چیرې میړه دخپلې واکمنۍ او ځواک په استعمال کې د ظلم او تیری څخه کار واخلي نو ښځې ته د قانون څخه دکومک غوښتلو پوره حق ورپه برخه دې .

کونډو ، طلاقو شوو ښځو او ټولو داسې ښځو ته چې نکاح یې د قانون په اساس فسخ شوی وي او یا د تفریق دحکم په اساس دخپلو میړونو څخه بیلې شوي وي ددویمي نکاح غیر مشروط حق ورکړل شوې او دایې ډاګیزه کړې چې پر هغوې باندې د پخوانی میړه او یا نورو خپلوانو هیڅ حق نه پاته کیږی. دا هغه حق دې چې تر نن ورځې پورې په امریکا او اروپا کې او یا نورو،په اصطلاح پرمختللو ، هیوادونو کې ښځو ته لا تراوسه نه دې وربه برخه شوې .
په تعزیرې او جزایی قوانینو کې دښځې او سړی تر منځ پوره مساوات او برابري په نظر کې نیول شوېده . د ځان ، مال او عزت خوندی ساتلو کې اسلامي قوانین د نر اوښځې تر منځ هیڅ ډول تو پیر نه مني .
۳:- دښځو ښوونه او روزنه :

ښځو ته ددیني او دُنیوی علومو د زده کړې نه یوازې اجازه ورکړل شوې بلکه دهغې ښوونه او روزنه هغومره اړینه ده لکه څومره چې د نارینه و اړینه ده . له پیغمبر صلي الله علیه وسلم څخه چې ددین او اخلاقو ښوونه څومره نارینه و تر لاسه کوله په هماغه اندازه ښځو ترې هم تر لاسه کوله . هغه د ښځو له پاره ځانګړي وختونه ټاکلي و اوپه هماغه ټاکلو وختونو کې به ښځې د پیغمبر صلي الله علیه وسلم څخه د علم د حاصلولو له پاره را تللې. د هغه په پاکو بیبیانو کې ، په ځانګړې توګه سیدة بې بي عایشة رضي الله عنها نه یوازې د ښځو بلکه د نارینه و معلمه هم وه . او یو زیات شمیر سترو سترو صحابه و رضي الله عنهم او تابعینو ترې د حدیثو ، تفسیر او فقهي پوهه تر لاسه کوله.

اشراف خو پر یږده ، نبې اکرم صلي الله علیه وسلم وینځو او غلامانو ته هم د عمل او ادب د ورزده کولو حکم کړې. لکه چې نبې اکرم صلي الله علیه وسلم فرمایی :

[بما رجل کانت عنده ولیده فعلمها فاحسن تعلیمها و ادبها فاحسن تادیبها ثم اعتقها و تزوجها فله اجران)بخارې کتاب النکاح )]

( له چاسره چې کومه وینځه وي او هغه هغې ته ښه ښوونه او روزنه ورکړي او هغې ته ښه تهذیب او اخلاق ورزده کړي بیا هغه ازاده کړی او واده ورسره وکړي نو هغې ته دوه برابره اجر ورکول کیږی )

نو تر کومه چې د تعلیم او روزنې پورې اړه لري اسلام د نر او ښځې تر منځ په هیڅ ډول برتری او امتیاز نه دې قایل. یوازې په نوعیت کې یې څه تو پیر شته ، د اسلام له نظره د ښځو غوره تعلیم دادې چې د هغې څخه یوه ډیره ښه ښځه ، غوره مور ، او دکور د سنبالښت بهترینه نمونه جوړه کړل شي . دهغې د کار دائره دهغې کور دې . په دې خاطر ښځې ته په ځانګړی ډول د همغسې علومو ښوونه په کاره ده چې په همدغه چاپیریا ل کې دهغې له پاره ډیر ګټه وره ثابته شي . ددې تر څنګ دهغې علومو زده کړه ورته هم ډیره اړینه ده چې د انسان څخه انسان جوړوونکې او دهغې د اخلاقو ښایسته کوونکې او دهغې د نظر پراخوونکې اوسي. په داسې علومو او په داسې روزنې او ښوونې باندې د یوې مسلمانې ښځې سنبالښت ته اړتیا ده له دې وروسته که چیرې کومه ښځه څه د فوق العاده استعداد خاونده اوسی او ددې علومو نه اخوا د نوورو علومو او فنونو زده کړه او دښونې او روزنې اعلې مرتبې ته ځان رسول غواړي نو اسلام د هغوې په لاره کې کوم بندیز نه پیدا کوې په دې شرط چې دهغو شرعي پولو او حدودو څخه تیرې و نه کړي چې شریعت د ښځو له پاره ټاکلي دي .

۴:-دښځې ریښتونې ازادي (Emancipation):

دا خو یوازې د حقوقو یادونه وه خو ددې څخه د هغه عظیم او ستر احسان اندازه، چې اسلام پر ښځو کړې، نشې کیداې .

د انساني تمدن ټول تاریخ په دې ګواه دې چې د ښځې وجود په نړۍ کې د شرم ، ذلت او ګناه وجود ګڼل کیده، د لور پیدا کیدل د پلار له پاره د عیب نه ډکه او د ننګ خبره وه ، د خسرګنۍ اړیکو ته ډیر سپک کتل کیدل . ان تردې چې د خسر او زوم الفاظ د جاهلیت په هغه دور کې دښکنځلو په معنا وو ، ډیرو ولسونو کې دهمدغه ذلت او سپکوالي نه د خوندې پاته کیدو په خاطر د لوڼو د وژلو رواج یو کلتور ګرځیدلې و ۱.

[۱:- قران مجید دغه جاهلي ذهنیت په ډیرو څرګندو ټکو کې داسې بیانوي : #sŒÎ)ur tÏe±ç0 Nèd߉ymr& 4Ós\RW{$$Î/ ¨@sß ¼çmßgô_ur #tŠuqó¡ãB uqèdur ×LìÏàx. ÇÎÑÈ 3“u‘ºuqtGtƒ z`ÏB ÏQöqs)ø9$# `ÏB Ïäþqߙ $tB uŽÅe³ç0 ÿ¾ÏmÎ/ 4 ¼çmä3Å¡ôJãƒr& 4’n?tã Acqèd ôQr& ¼çm”™ß‰tƒ ’Îû É>#uŽ—I9$# 3 Ÿwr& uä!$y™ $tB tbqßJä3øts† ÇÎÒÈ « النحل ۵۹-۵۸»)

( او کله به چې یو دهغوې ته د لور د پیدا کیدو خبرورسید ، نو دهغې پر مخ به داسې سیورې را خپور شو لکه چې د زهرو غړپ یې څکلې وي . ددې خبر په واسطه به چې کوم د شرم داغ په هغې باندې لګیده دهغې په خاطر به دخلکو څخه پټ ګرځیده او فکر به یې کاوه چې ددې سپک والي سره خپله لور له ځانه سره واخلي او یا دا چې په خاروو کې یې ورښخه کړی . خبردار بد وو هغه څه چې دوې پرې حکم کاوه .)]

نا پوه او جاهل خلک خو پریږده دعلماو او مذهبي پوهو خلکو تر منځ دا پوښتنه تر ډیرې مودې پورې د بحث او څیړنې لاندې وه چې : ایا ښځه د انسانانو په صف کې راځې او که نه ؟ او ایا الله تعالې هغوې ته روح ورکړې او که نه ؟ د هنداوانو په مذهب کې د ښځو پر مخ د ښودنې اوروزنې دروازې بندې کړل شوې . د مسیحیت او یهودیت له آنده ، ښځه د انسانی ګناهونو بنسټ ایښودونکې او مسؤله ده . په یونانې تمدن کې ښځې ته نه د علم او نه د ثقافت او تهذیب او نه د مدنی حقوقو څخه څه ورکول کیده . بلکه دغه ټولې دروازې دهغې پر مخ تړلې وې . کله به چې هم دغه څه کومې ښځې تر لاسه کول نو داسې ښځې به عیاشې،او رنډې بلل کیدې . په روم ،ایران او چین کې او همداراز مصر او د انساني تهذیب په نورو مرکزونو کې نزدې همدغه حال و . د پیړیو پیړیو د مظلومیت او محکومیت او د سپکاوۍ اوحقارت نه ډک سلوک پخپله د ښځو د ذهنو څخه هم د نفس د عزت احساس لرې کړې و. هغوې پخپله هم داخبره هیره کړې وه چې هغوې نړۍ ته د څه حقوقو سره یو ځاې را غلي او یا دا چې هغوې ته څه د عزت ځاې هم شته !!

نارینه و پر هغوې ظلم او تیرې خپل جایز او روا حقو ګاڼه او هغوې ددغه ظلم او تیرې زغم دخپل ځان فرض ګاڼه . د غلامۍ او ښځې توب ذهنیت په هغوې کې دومره وده کړې وه چې هغوې په پوره فخر سره خپل ځان د خپل میړه وینځه ګڼله او مړونه یې خپل معبودان ګڼل .

اسلام ،په دغه چاپیریال کې نه یوازې په قانونی او عملي بڼې سره ، بلکه په فکري توګه هم یو ستر بدلون را منځته کړ . دا اسلام و چې د ښځو او نرو ذهنونه یې بدل کړل . د ښځې عزت او دهغې د حقوقو فکر یې د انسان په دماغ او کوپړۍ کې را پیدا کړ ، نن چې تاسې د ښځو د حقوقو او د ښځو د بیداریدو کوم شعارونه اورۍ دا ټول دهغې ولوله پیدا کوونکې اواز غبرګون او انګازې دې چې د محمد صلي الله علیه وسلم د مبارکې ژبې څخه را پورته شوې چې انساني افکار یې د خپل دغه اواز په واسطه د تل له پاره بدل کړل . دا همدغه محمد صلي الله علیه وسلم و چې نړۍ ته یې په ډاګه کړه چې ښځه همدغسې یو انسان دې لکه څنګه چې نارینه دې . لکه چې فرمایې :

[ یاایهاالناس اتقوا ربکم الذي خلقکم من نفس واحدة و خلق منها زوجها «النساء- ۱»]

( اې خلکو له خپله هغه رب نه وویریږئ چې هغه تاسې له یو تن څخه پیدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه مینځ ته راوړه . )

 د الله تعالې له نظره د ښځې او نر تر منځ هیڅ تو پیر نشته، لکه چې فرمایې :

[للرجال نصیب مما اکتسبوا و للنساء نصیب مما اکتسبن « النساء۳۳»]

( هر هغه عمل چې نارینه یې وکړي دهغې میوه به تر لاسه کړی او هر هغه عمل چې ښځې وکړي د هغې میوه به تر لاسه کړي.)

د ایمان او نیک عمل سره یو ځاې چې د روحاني پر مختګ کومه مرتبه نارینه و ته ور په برخه شوې همغسې مرتبه ښځې ته هم ور په برخه ده که چیرې نارینه ابراهیم بن ادهم جوړیداې شي نو ښځه هم د رابعه بصریه د جوړیدو څخه هیڅ شې نه شی بندولاې . لکه چې فرمایې :

[ فاستجاب لهم ربهم انی لا اضیع عمل عامل منکم من ذکر او انثې بعضکم من بعض …..(العمران ۱۹۵)] (دهغو پروردګار د هغوې ددعا په ځواب کې وفرمایل چې زه ستاسې د هریو عمل کونکي عمل نه ضایع کوم که څه هم هغه نارینه وي یا ښځه ، تاسې ټول یو دبل له جنسه یاست .)

[و من یعمل من الصالحات من ذکر او انثې و هو مؤمن فأولئک یدخلون الجنة و لایظلمون نقیرا «النساء»] (او هر هغه څوک چې نیک عمل وکړی که سړې وې یا ښځه خو مؤمن وي نو دغه ډول خلک به جنت ته داخلیږي او په هغوې باندې به د ذرې په اندازه هم ظلم نه کیږی )

بیا همدغه محمد صلي الله علیه وسلم و چې سړو ته یې هم خبر ورکړ او په ښځو کې یې هم دا احساس را پیدا کړ، او ورته یې په ډاګه کړه چې : لکه څنګه چې د سړي حقوق په ښځه دي په همدې تر تیب دښځو حقوقو په سړي هم دي :

[و لهن مثل الذي علیهن بالمعروف «البقرة ۲۸] (په ښځو چې ځنګه فرائض دي هماغسې د هغوې حقوق هم دي)

بیا همدغه محمد صلي الله علیه وسلم دې چې ښځه یې د شرم او ذلت دمقام څخه د عزت ستراو لوړ مقام ته ورسوله او همدغه محمد صلي الله علیه وسلم و چې پلار ته یې وویل چې د لور وجود او پیدایښت ستا له پاره ننګ او شرم نه ، بلکه د هغې پالنه او هغې ته خپل حقوق ورکول تا د جنت وړ ګړځوي . لکه چې فرمایې : [من عال جاریتین حتې تبلغا جا‌ء یوم القیمة انا وهو (ضم اصبه) « مسلم »]

( چا چې د دوو نجنو پالنه وکړه ان تر دې چې هغوې دواړه د ځوانۍ او پیغلتوب مرحلي ته ورسیږي نو د قیامت په ورځ به زه او هغه وګړي دغسې را ځو لکه زما د لاس دا دوه ګوتې چې یوځاې دی )

[من ابتلي من البنات بشئ فاحسن الیهن کن له سترا من النار «مسلم »] ( د چا په کور کې چې نجوني پیدا شي او هغوې په بهتره توګه د هغې پالنه وکړي نو همدغه نجونی به هغو ته د دوزخ د تللو تر مخ حائل و ګرځي .) [خیرمتاع الدنیا النساء الصالحة «نسایې کتاب النکاح»]( د نړۍ په نعمتونو کې بهترین او غوره نعمت نیکه ښځه ده ) .

[حبب الې من الدنیا النساء و الطیب و جعل قرة عیني عي الصلاة « نسایي »]

( د نړۍ په موجوداتو کې ماته تر ټولو غوره او محبوب څیز ښځه او خو شبویې ده او زما د سترګو یخوالې لمونځ دې ).

 [ لیس من متاع الدنیا شئ افضل من المراة الصالحة «ابن ماجه »]

( د نړۍ په نعمتونو کې د نیکې ښځې څخه بل بهتر نعمت نه شته ) .

دا محمد صلي الله علیه وسلم دې چې نارینه ته یې وویل چې د الله تعالې او د هغې د رسول صلي الله علیه وسلم څخه وروسته د قدر ، منزلت ، عزت او نیک سلوک مستحقه ستا مور ده .

[ سأل رجل یا رسول الله صلي الله علیه وسلم من احق بحسن صحابتي ، قال امک ، قال ثم من ؟ قال امک ، قال ثم من ؟ قال امک ، قال ثم من ؟ قال ابوک . «بخاري کتاب الاداب »]

 ( یوه سړې پوښتنه وکړه یا د الله رسوله ! پر ما باندې د نیک سلوک تر ټولو زیات حق لرونکې څوک دې ؟ ورته یې و فرمایل ستا مور . هغه بیا پوښتنه وکړه بیا څوک ؟ ورته یې و فرمایل ستا مور . هغه دریم ځل بیا و پوښتل چې بیا څوک ؟ ورته یې و فرمایل ستا مور. کله یې چې په څلورم ځل ترې و پو ښتل چې بیا څوک ؟ ورته یې وفرمایل ستا پلار. )

[ الله حرم علیه عقوق الامهات «بخارې کتاب الاداب »]

( الله تعالې په تاسې باندې د خپلو میندو نافرماني او دهغوې حق تلفي حرامه کړې ده).

 دا محمد صلي الله علیه وسلم و چې انسان یې ددې حقیقت نه خبر کړ چې د ښځو په فطرت کې د جذباتو ډیرښت د احساساتو نزاکت اود ضد په لور میلان موجود دې. او الله تعالې هغوې په همدغه فطرت او طبیعت سره پیدا کړی دي او دا د نسوانیت له پاره کوم عیب نه دې بلکه ښکلا ده ، تاسې چې دهغوې څخه کومه ګټه تر لاسه کول غواړئ نو دهمدغې فطرت په موجودیت کې یې ترې تر لاسه کولاې شئ . خو که چیرې هغوې د نارینه و په څیر د نیغولو او سختولو هڅه وکړئ نو هغوې به ماتې کړئ .

[المراة کالضلع ان اقمتها کسرتها و ان استمتعت بها استمتعت بها و فیها عوج « بخاري باب مدارات النساء»]

په همدې توګه محمد صلي الله علیه وسلم لمړنې او اخرنې شخصیت دې چې هغه د ښځې په اړه نه یوازې د سړي بلکه پخپله د ښځې ذهنیت هم تبدیل کړ او د جاهلي ذهنیت پر ځاې یې په کې یو ډیر زیا سهي ذهنیت را پیدا کړ چې بنسټ یې په جذباتو نه بلکه په علم او عقل باندې ایښول شوې دې .

بیا یې یوازې دهغوې په باطني اصلاح باندې بسنه و نه کړه بلکه د قانون په واسطه یې د هغوی دحقوقو ساتنه او د نارینه و د ظلم او تیرې څخه یې د هغوې دخوندیتوب انتظام هم وکړ . او په ښځو کې یې دومره بیداري را پیدا کړه ترڅو خپل جائز او روا حقوق و پیژني او دهغې حقوقو دخوندي ساتلو له پاره د قانون څخه کومک تر لاسه کړي .

 د عالمیانو د سردار محمد صلي الله علیه وسلم په ذات کې ښځو ته داسې یو رحیم ، مشقفق او ملاتړې او دومره ستر محافظ په لاس ورغې چې که په هغوې به لږ څه ظلم او تیرې هم کیده هغو ی به پرته له ځنډه څخه خپل شکایت او ستونزې د نبي اکرم صلي الله علیه وسلم تر مخ ایښودې او نارینه به تل ددې څخه په ویره کې وو چې هسې نه چې ښځې یې د نبې کریم صلي الله علیه وسلم ترمخ د شکایت کولو فرصت تر لاسه کړي . د حضرت عبدالله بن عمر رضې الله عنه وینا د ه چې تر هغې چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم ژوندې و نو مونږ به د خپلو ښځو سره په خبرو اترو کې ډیر احتیاط کاوه او له دې به ویریدو چې هسې نه زمونږ په هکله کوم حکم نازل نه شي. خو کله چې نبی اکرم صلي الله علیه وسلم ددې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې نو مونږ دهغوې سره بیا د زړه د اخلاصه خبرې کولې «بخارې باب الوصیایا بالنساء»

ابن ماجه لیکي چې نبې کریم صلي الله علیه وسلم په ښځو باندې د لاس د پورته کولو څخه په عامه توګه ممانعت کړې و یو. ځل حضرت عمر رضي الله عنه شکایت وکړ چې ښځې ډیرې شوخې شوې دي ، دهغوې د مطیع کولو له پاره باید د هغوې د وهولو اجازه وکړل شي ، هغه اجازه ورکړه . دا معلومه نه ده چې خلکو د کومه وخته راهیسې ددغسې اجازې کیدو انتظار کاوه ؟ په کومه ورځ چې اجازه ورکړل شوه په هغې ورځې ۷۰ کسو ښځو د خپلو میړنو له لاسه وهل وخوړل . په بله ورځ د نبي اکرم صلي الله علیه وسلم کور ته د فریاد کوونکو ښځو یو هجوم راغي . رسول الله صلي الله علیه وسلم دخلکو د راټولولو حکم وکړ او دخطبي له پاره ودرید او ویې فرمایل:

[ لقد طاف اللیلة بال محمد سبعون امراة کل امراة تشتکي زوجها فلا تجدون اولئک خیارکم ]

( نن د محمد کورته اویا کسه ښځې را غلي هرې ښځې دخپل میړه څخه شکایت درلود ، هغوې چې ددغسې حرکت مرتکب شوی نو هغوې ستاسې تر منځ هیڅکله نیک خلک نه دي )

د همدې اخلاقي او قانوني اصلاح او ښیګڼي زبیښه داده چې په اسلامي ټولنه کې ښځو ته همغسې لوړه مرتبه ورپه برخه شوې ده چې نمونه یې د نړۍ په هیڅ یوې ټولنې کې هم نه تر سترګو کیږی .

مسلمانه ښځه په دین او دنیا کې دمادی ، عقلي او روحاني اړخه د عزت او پر مختګ هغو لوړو پوړیو ته رسیدلې کومو ته چې سړي ور رسیداې شي په داسې حال کې چې دهغې ښځیتوب په هیڅ یوه مرحله کې هم دهغې په مخ کې خنډ نه واقع کیږي . نن په دغله شلمه پیړۍ کې هم نړۍ د اسلام څخه ډیره وروسته پاته ده ، د انساني افکارو وده او ارتقا تر اوسه پورې هم لا هغه مقام ته نه ده رسیدلې کوم ته چې اسلامي رسیدلې دې. غربي ټولنې چې ښځې ته څه ورکړي هغه ېې ورته د ښځې په حیثیت نه دې ورکړي بلکه دهغه څخه یې نر جوړ کړې. ښځیتوب یې ورڅخه اخیستې او بیا یې ورکړې ، دهغوې له آنده اوس هم ښځه هماغسې ذلیله ده لکه څنګه چې د پخواني جاهلیت په وختونو کې وه . دکور څښتنه ، د میړه ماندینه او د کوچنیانو مور کیدل د یوې اصیلي او حقیقي ښځې له پاره اوس هم دعزت وړ خبره نه ده . که چیرې ورته وي نو دهغې ښځنو کې سړې یا نرګټې ښځې له پاره ده چې په داسې حال کې چې په جسماني توګه ښځه وې خو په فکري او ذهنی توګه ترې سړې جوړ شوې وي او په تمدن او ټولنه کې د سړي په څیر کار کوي . ښکاره ده چې دا د نسوانیت له پاره عزت نه دې بلکه د نرتوب عزت دې . بیا ددې ذلت اوسپکوالي د احساس او ذهني کشمکش (Inferiority complex) یو ښکاره ثبوت دادې چې غربي ښځې د نارینه و کالي په فخر سره وا غوندي ، حال دا چې هیڅ نارینه د ښځو د لباس په اغوستن سره بیرون ته د راوتلو فکر هم نه کوي . ښځه کیدل د غربي ټولنې د لکونو ښځو له نظره یو سپک او ذلیل کار دې په داسې حال کې چې میړه کیدل د هیڅ یوه نارینه له پاره د سپکوالې موجب نه دې. د نارینه په څیر کار کول د ښځو له پاره دعزت وړبریښي په داسې حال کې چې د کورنۍ سنبالښت او دکو چنیانو د روزنې په څیر خالص ښځینه کارونو کې نارینه د خپل ځان له پار هیڅ عزت نه محسوسوي ، نو بې له ویرې او تردد نه ویلاې شو چې غرب ښځې ته د ښځې په حیث هیڅ ډول عزت نه دې ورکړې . دا ټول کار اسلام او یوازې اسلام کړې چې ښځه یې په تمدن او ټولنې کې په خپل فطري مقام کې درولې او هغې ته یې د شرف او عزت لوړه مرتبه ورکړې او په سهي معنې سره یې د نسوانیت او ښځیتو ب درجې ته پورته کړې . اسلامي تمدن ښځه د ښځې او نر د نرپه حیث پیژني او ددواړو څخه جدا جد همغه کار اخلي دکوم له پاره چې فطرت هغوې پیدا کړي دي او بیا هر یو ته په خپل ځاې د عزت ، ترقۍ او بریالیتوبونو هر ډول مواقع برابروي. د هغې تر مخه ښځیتو ب او سړیتوب دواړه د انسانیت ضروري برخې دي. دتمدن د جوړښت له پاره دواړه یو ډول اهمیت لری . دواړه چې خپلو چاپیریالونو کې کومې دندې تر سره کوي هغه یو ډول ګټه ورې دي او یو ډول د قدر او عزت وړ دي. نه په سړیتو کې کوم شرف شته او نه په ښځیتوب کې کوم ذلت اوسپکوالې . لکه څنګه چې د سړې له پاره عزت ، ترقي او بریالیتوب په دې کې دې چې هغه دې سړی وي او د نارینه و کارونه دې کوي په همدې تر تیب د ښځې له پاره هم عزت ، پر مختګ او سوکالي په دې کې ده چې هغه دې ښځه وي او د ښځو پورې اړونده دندې دې تر سره کوي .

د یو صالح تمدن له پاره اړینه ده چې ښځه په خپله فطري دایره کې د خپلوټولو انساني حقوقو څخه برخمنده کړي ، عزت او شرف ورته ورکړي و د ښوونې او روزنې له لارې دهغې پټ صلاحتیونه را څرګند کړي او په همدغې دایره او چاپیریال کې دهغې له پاره د پرمختګ او بریالیتوبونو لارې پرانیزي .


پاته په نولسمه برخه کې ولولئ…