کور / z_buitenland_news -- 5 / په عراق كې دولسي وګړو دوژنې نوې سروې اعلان شوه

په عراق كې دولسي وګړو دوژنې نوې سروې اعلان شوه

دروغتيا دنړۍ والي ټولنې دراپور پراساس د۲۰۰۳ كال راهيسته تر۲۰۰۶ كال پوري په عراق كې يوسلو يو پنځوس زره كسان وژل شوي دي . دروغتيا دنړۍ والي ټولنې دراپور له مخي پرعراق دامريكا دبريد په لومړي كال په تقريباً هره ورځ ۱۲۸ ولسي وګړي وژل كېدل او په دوهم كال داشمېره لږ راټيټه شوه او هره ورځ ۱۱۵ كسان وژل كېدل او په درېيم كال داشمېره بيا لوړه شوه او هره ورځ ۱۲۶ كسان وژل كېدل ، دراپور له مخي ددغو كسانو تر نيمايي ډېره برخه په پلازمېنه بغداد كې وژل شوي دي . داراپور د۲۰۰۳ عيسوي كال دمارچ له مياشتي وروسته بيا د۲۰۰۶ كال دجون تر مياشتي وژنې ښيي . راپور نړۍ والي ټولنې دعراق په بېلا بېلو برخو كې دولسي وګړواو حكومتي چارواكو سره دمركو پربنسټ چمتو كړى دى. په وروستي راپور كې په عراق كې دوژل شويو امريكا يي سرتېرو شمېره ۳۹۱۵ ښودل كېږي او برتانوي سرتېري ۱۷۴ كسان وژل شوي دي . خو نورس سرچينې په عراق كې دوژلشويو امريكايي سرتېرو شمېره تر شپږ زره ډېره بولي. ديادونې وړده چې په ۲۰۰۶ كال كې امريكايي ډاكترانو په عراق كې دوژل شويو ولسي وګړوشمېره اټكلن شپږ لكه يادوله.