کور / تازه خبرونه / تراوسه ۹۵۰۰ حاجيان افغانستان ته رسيدلي

تراوسه ۹۵۰۰ حاجيان افغانستان ته رسيدلي

دمرغومي 20مه 


له مكي مكرمي څخه ټول هغه 9500 تنه حاجيان چي دحج دمراسمو نه وړاندي دمدينې منورې دهوايي ډگر له لاري سعودي عربستان ته راغلي وو هغه ټول افغانستان ته انتقال شول . 


سيد حبيب الرحمن ابراهيمي - سعودي عربستان 2008



  په مكه مكرمه كي دافغانستان دبعثه كميتي ريس مولوي اسرارالحق وايي چي دوی تيره شپه ټول هغه 9500 تنو شاوخوا حاجيان چي دمدينې منورې څخه مكې مكرمې ته راغلي وو تيره شپه انتقال كړل اوسر  له نن پنجشنبې شپې څخه به د مدينې منورې حاجيان دجدې دهوايي ډگر له لاري افغانستان ته انتقا ل پيل كړي .



نوموړي ويل چي كه څه هم كام اير ورته ويلي وو چي هواخرابه ده او د18ساعتونو لپاره يې الوتكي درولي وي ولي نوموړي وايي چي ددوی د پرله پسې غوښتنو سره سم كام اير ژر خپل پروازونه پيل كړل اودادي نن شپه به دمدينې منورې دحاجيانو انتقال پيل شي . 



تردې مهاله افغانستان څخه دراغليو حاجيانو له ډلي څخه 9500 تنه يي  افغانستان ته انتقال شوي او د11300 تنو په شاوخا كي له مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته تللي اوپاتي د3000 تنو حاجيانو په شاوخواكي په مكه مکرمه كي دي چي هره شپه 1200 تنه مدينې منورې ته دځمكي له لاري په  بسونو كي انتقال كيږي .



ددې ترڅنك د1500 تنو په شاوخوا كي   هغه حاجيان چي په مجمله ويزه (فوق العاده ) ويزه باندي راغلي هغه په خپل لگِښت سره مديني منوري ته انتقال شوي اويوشمير يې لا افغانستان ته هم انتقال شوي دي . 
دجدې په هوايي ډگر كي دكام اير هوايي شركت مسول مصد ق  وايي چي دوی هغه لويه ديسيتن الوتكه چي 340   تنو حاجي صاحبانو د ليږد ولای شي د تيري شپې راهيسي پروازونه پيل كړي دي اوكابل ته يې دوه ځله الوتنه كړي چي 680  تنه حاجي صاحبان يې انتقال كړي دي .


ددې ترڅنك مصدق وايي چي وروسته له دې كه هرڅومره ژر بعثه كميته دوی ته حاجيان هوايي ډگر ته ورسوي نودوی به يې انتقال كړي .


په مدينه منوره كي دافغانستان دبعثه كميټي مشر اوپه كابل كي جوماتونو اوتكيه خانو دچارو ريس شيرمحمد ابراهيمي وايي چي دوی دحاجيان دانتقال په اړه پوره تابيا لري . 



نوموړي وويل چي همدا شيبه يې يو لوی كاروان چي په سلگونو تنه حاجيان چي په مدينه منوره كي يې ټول زيارتونو ته اوعبادتونه كړي دي دجدې دهوايي ډگر په لور روان دي .



خو په مدينه منوره كي افغان حاجيان شكايت كوي چي دوی ددې پرځای چي 8 ورځي تيري كړي دادی اوس يې 12 ورځي تيري كړي او پروازونو په اړه يې هيڅ معلومات نه لري .



حاجي محمد داود چي دكابل دهوايي ډګر له لاري سعودي عربستان ته راغلي و هغه وايي چي دوی ته به مكه مكرمه كي دحج او اوقافو چارواكيو ويل چي اته ورځو كي به 40 لمونځونه پوره كوي اوبيابه انتقاليږي . 
خو دبعثه كميټې چارواكي وايي چي دغه ټولي ستونزي  دكام اير د  هوايي شركت لخو ا دوی ته پيداشوي دي .
داپه داسي حال كي ده چي په سعودي عربستان كي پاتي حاجيان دپيسو دخلاصون خبري كوي اودوی شكايت كوي چي به كابل كي يې لوړ پوړي چارواكي غمه نه خوري .