کور / تازه خبرونه / خليلزاد:د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد نه يم

خليلزاد:د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد نه يم


په دې وروستيو کي داسي اوازې زياتي سوي دي چي ښايي زلمی خليلزاد د افغانستان د راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کانديد کړي ، ځيني وايي چي احسان الله بيات خو لا له پخوا راتلونکو ټاکنو ته انتخاباتي کمپاين شروع کړی دی ، له احسان الله بيات څخه دا پوښتنه تر اوسه په رسمي ډول سوې نه ده خو د زلمي خليلزاد په اړه ويل کيږي چي آن اوسني ولسمشر حامدکرزي ته هم دا اوازه رسيدلې وه چي ګواکي زلمی خليلزاد غواړي راتلونکی ولسمشر سي . په دې اړه واشنګټن پوست يو راپور خپور کړی چي لنډيز يې په دې ډول دی :


واشنګټن پوست په خپل يوه وروستي راپور کي چي پوره يو ساعت مخکي خپور سو يادونه کړې چي ګومان کوي په افغانستان کي د امريکې پخوانی سفير زلمی خليلزاد په ۲۰۰۹ کال کي د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه ځان کانديد کړي .



واشنګټن پوست ليکي چي داسي ښکاري لکه د افغانستان اوسني ولسمشر کرزي چي هم يو څه اوريدلي وو ، ځکه ښاغلي کرزي په تير اکتوبر کي د لندن د سفر پر مهال له هغه څخه په دې اړه پوښتنه کړې وه خو خليلزاد غوږ کوڼ اچولی و .


Afghan President Hamid Karzai (left) and Zalmay Khalilzad



دغه ډول د واشنګټن پوست خبريال کولوم لېنچ  له خليلزاد څخه د ۲۰۰۷ د ډيسمبر پر دوولسمه دده په ملګرو ملتونو کي د امرېکا متحده ايالتو د استازي تر دندي وروسته دندي په اړه پوښتنه کړې وه  ، واشنګټن پوست ليکي چي خليلزاد يې د پوښتني په جواب کي ويلي وه چي تر اوسنۍ دندي وروسته به د امريکا په متحده ايالاتو کي په کومه دفتري دنده ځان بوخت کړي ، خليلزاد داسي اشاره هم کړې چي کيدای سي تر دې وروسته په امريکا کي په شخصي سيکټور کي ځان بوخت کړي .



دا چي زلمی خليلزاد د افغانستان د راتلونکي ولسمشرۍ ټاکتو ته ځان کانديد کوي که نه ، خليلزاد دې پوښتني ده د خپل وياند ريچارد ګرينل له خوا وويل چي : “هغه د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کانديد نه دی “
طبعآ کانديد نه دی ، په هر صورت ، تر اوسه لا کانديد نه دی .