افغان کرکټ ملي لوبډله زمبابوي او امستردام ته سفر كوي

د لراوبر اداره | اگست 11th, 2009



د افغانستان دكركټ ملي لوبډله به د روان كال د اګست پر۱۳ مه نيټه دپنجشنبي په ورځ د زمبابوي دهيواد دهراري ښار ته سفر وكړي او هلته به خپله لومړى څلور ورځني لوبه ترسره كړي .

دغه لوبه په د روان كال د اګست دمياشتي د۱۶ مي څخه بيا تر۱۹ مي نيټي پوري د زمبابوي هيواد د هراري په ښار كي ترسره سره سي.

افغان لوبډلي لپاره به دا لومړى ځل وي چي د انټركانټينيټل جام په څلور ورځني سياليو كي برخه اخلي.

افغان لوبډله به د زمبابوي هيواد څخه د هالينډ هيواد په لوروخوځيږي او هلته به خپله دويمه څلور ورځني لوبه د هالينډ سره داګست دمياشتي د ۲۴ څخه تر ۲۷ پوري د امستردم په ښار كي ترسره كړي .

د يادوني وړده چي په هالينډ كي به افغان لوبډله دوه يوه ورځني لوبي هم د هالينډ هيواد سره د اګست پر۳۰ او د سپتمبر پر ۱ نيټه د ۲۰۰۹ ز كال ترسره كړي .

افغان لوبغاړي چي په كابل كي اوس په خپل تمرينو سخت بوخت دي وايي: كه څه هم دا لومړى ځل دي چي دوى څلور ورځني لوبو كي برخه اخلي او مقابل لوري يي د ډيره وخت راپديخوا دداسي لوبو سره عادي دي خو دوى ډاډه دي چي افغان لوبغاړي به زيار وباسي چي ښه وځليږي او بريا ترلاسه كړي .

ديادوني وړده چي دغه لوبي د لوبغاړو د تجربو د زياتوالي او راتلونكو سياليو لپاره د تياري په موخه ترسره كيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024