کور / ترخې خبري / د نا امنيو اصلي لامل بې کفايته چارواکي دي

د نا امنيو اصلي لامل بې کفايته چارواکي دي

څو ورځې و‌‌ړاندې د کندوز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې دولایتي شورا یو کاندید د هغه د موټروان سره یو ځای د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو. طالبانو او یا کوم بل چا د دغې پیښې مسوولیت په غاړه ندی اخیستی. دغه کاندید په داسې حال کې وژل شوی، چې لومړی تښتول شوی تر څو ساعتونو پورې ساتل شوی او وروسته بیاهغه وژل شوی دی.

په رڼا ورځ د يو کاندید تښتول، بيا په ساعتونو ساعتونو د هغه يرغمل کول او وروسته په ‌داسې ځای کی وژل، چې د ولسوالۍ ودانی ترې ښکاریږي دامنيتي ځواکونو لخوا هیڅ ډول اقدام نکول او بیا د طالبانو لخوا د پیښې مسوولیت نه منل د خلکو تر منځ ‌ډول ډول ګنګوسې راولاړې کړی دي.

په دې کې شک نشته چې د کندوز ولایت په ټولو ولسوالیو کې طالبان په فعالیت بوخت دي او د دولت ولکه په کې کمزورې ده.

خو د طالبانو تر څنګ په ‌‌ډیرو ځایونو کې ازبک اربکي هم شتون لري، دغه اربکي د پخوانو دښمنیو له مله او یا هم د خپلو راتلونکو پلانونو د عملي کولو لپاره پښتنو ته ډول‌‌‌ ډول ستونزې راولاړوي.

په ارچي ولسوالۍ کې څو ځله داسې شوي، چې طالبانو چیرته کوم ‌‌‌ډز نیم کړی او بيا يې سیمه پرې ايښې. په ځاې د دې چې امنیتي ځواکونه، پوليس یا اردو سیمې ته راشي، اربکي سیمې ته راغلي، سیمه يې کلابنده کړې، د خلکو په کورونو ورغلي، خلک یی چور کړي او د خلکو سپکاوی یې کړی دی.

د ارچي ولسوال هرګز هڅه نه ده کړې، چې د ولسوالۍ له مرکز نه هغه خوا ته د دولت واک وغزوي. داسې اوازې هم دي، چې نوموړی له روانو حالاتو خوښ دی او خلکو ته یې څو څو ځې په خصوصي مجلسونو کې ويلي، چې ايله له غمه خلاص او کار يې اسان دی. دنوموړي ټوله توجه د ارچي له بازاره پورته تر خواجه غار ولسوالۍ پورې پرتې سیمې چې ازبک پکې میشت دې متمرکزه ده.

په دغه سیمه کې حالات ښه دي او خلک يې هم ښه اباد دي، د کوکچې له سیند نه چې د ارچي ولسوالۍ د ځمکو خړوبولو لپاره کوم دوه سیندونه راغلي، دواړه له دغې سیمې تېریږي. په دغه سیمه کې پرې ازبکو ژرندې جوړې کړې او شولې پرې کري او د ژرندو اوبه بیرته کوکچې بند ته ور لوېږي، خو چې له ولسوالۍ ښکته راشې هلته بیا د څښلو اوبه نشته او خلک د څښلو اوبه پور کوي. څومره نادولتي موسسې چې په ارچي ولسوالۍ کې کار کوي، په سلو کې اتیا يې د ازبکو په سیمه کې چې د ولسوالۍ د نفوس۲۵ برخه جوړوي فعاليت کوي او د ۷۵ په سلو کې د نفوس په سیمه کې نادولتي موسسې نشته. نادولتي موسسو ته ویل شوي چې د پښتنو په سیمه کې امنیت خراب دې او دولت د دوی د خوندیتوب تضمین نکوي.

په مرکز کې هم حالت له ارچي بدتر دې، د ملې امنیت ریئس په ‌‌‌ډاګه وايي، چې پښتانه القاعده دي او د القاعده په تورعام پښتانه نیول کیږي او وژل کیږي.

همدارنګه والي صاحب هم پښتانه خپل دښمنان ګڼي او له اولې ورځې يې په پښتنو پسې راخيستې ده. د عصقلان په سیمه کې د پښتنو ۱۰۰۰۰جریبه ځمکه د والي په خوښه زورواکانو نیولې. کرزي پښتنو ته فرمان ورکړې، سترې محکمې او د کندوز درې واړو محکمو د پښتنو په حق کې پرېکړه کړې ده، خو والي وايي چې ځمکه پښتنو ته نه ورکوي، ځکه نوموړې ته جنجال جوړیږي. خو خبره د جنجال نه ده، داسې اوازې دې چې والي په دغه ځمکه کې له زورواکانو سره شريک دی او زورواکان به ورته ددغې خورا ارزښتناکې ځمکې ۵۰۰ جریبه ځمکه ورکوي، نو همدا لامل دې، چې والې هم د کرزي فرمان نه عملي کوي.

والي صاحب څو ځله پښتنو سپین ږیرو ته ويلي، چې د پښتنو په کيسه کې دې. د والي دغه ډول وینا خدای مکړه، داسې معنی لرې چې پښتون یو منفور قوم دې. په کندز کې له دې سره سره چې دا تېر اوه کال ‌‌ډېرښه امنیته و خو د کندوز چارواکي په دې ونه توانېدل چې بهرنيان اړکړي، چې د کندوز د پرمختګ او ودانۍ لپاره کار وکړي.

پرته له علې اباد او خان باد ولسواليو چې په عمومي سړکونو پرتې دي، د نورو ټولو ولسوالیو سړکونه کنډوکپر او په بد حال کې دي. که په کندوز کې وړ او مسلکي چارواکي او داسې یو څوک چې د ولایت د پر مختګ لپاره يې یوه انګېزه او فکر درلودې په دنده ګومارل شوې وای، نو کندوز به اوس په دغو ستونزو کې ګېر نه وای.

د کندوز د چارواکو د نااهلۍ له امله حالات دومره خراب شوي چې د دغه ولایت پر زیاترو سیمو اوس د دولت مخا لفین واکمن دي.

دوې له خلکو نه عشر ټولوي او د خلکو لانجې اواروي او خلک هم ولسوالیو ته نه ځي، ځکه چې دولتي چا رواکې پرته له رشو ت د چا عریضه هم نه اخلي.

د ټول کندوز په لوړپوړو چارواکو کې د خان اباد ولسوال ناشر يواځینی چارواکی دې، چې رشوت نه اخلي او ولس ترې خوشاله دی. نوموړي ته هم د کندوز اوسني والي ‌ډول ډول ستونزې جوړوي، کله يې یوې ولسوالۍ ته لیږي او کله بلې ته. نور ټول ولسوالان او د امنیې قوماندان په رشوت کې د والي حصه دار دي، په داسې حالاتو کې خلک پرته له دې چې د مخالفینو سره یو ځای شي بله هيڅ لار نه لري.

د چارواکو د نا اهلۍ له امله په کندوز ولایت کې حالات دومره خراب شوي، چې د ولسوالیو له مرکزونو نه د باندې د حکومت واک نه چلیږي.

که مرکزي دولت غواړي چې په کندوز کې امنیت راشي، نو ډېر ژر باید د کندوز ولایت موجوده ولایتي اداره او په سر کې والي او ولسولان او د ولسوالیو امنیې قوماندانان کورونو ته ولیږي او پر ځای يې وړ او مسلکی خلک په دندو وګماري. همدارنګه دولت باید دا زبکو دغه مصنوعي اربکي له منځ یوسي، که نه بیا به خبره له خبرې تېره وي او د دولت لپاره به د حا لاتو کنټرول ستونزمن وي.

تبصره نسته

  1. زما په اند ګرچی ستاسو په شان می په تجربه او علم نه لرم فکرکوم مونږ ټول پدی کی مسولیت لرو ٠ افغانان بايد خپل طرف ځان ته غوره کړی لکه يادی د طالبانو خوا ونيسی او يا دخارجيانو، او د کومو اکثريت چی ډير وی ټول د افغانستا ن ولس دی همغه خوا شی او په يوه تکبير دی مخالفه ډله وشړی ٠ زما په سوچ کومه بله لار نه لرو٠ دا ټاکنی که د جمهورريس پر ځای د افغانانو د طرف د ښوښاوی ټاکنی وی نو ځه بدلون به راغلی وو

  2. زما په اند ګرچی ستاسو په شان می په تجربه او علم نه لرم فکرکوم مونږ ټول پدی کی مسولیت لرو ٠ افغانان بايد خپل طرف ځان ته غوره کړی لکه يادی د طالبانو خوا ونيسی او يا دخارجيانو، او د کومو اکثريت چی ډير وی ټول د افغانستا ن ولس دی همغه خوا شی او په يوه تکبير دی مخالفه ډله وشړی ٠ زما په سوچ کومه بله لار نه لرو٠ دا ټاکنی که د جمهورريس پر ځای د افغانانو د طرف د ښوښاوی ټاکنی وی نو ځه بدلون به راغلی وو

  3. سلامونه ارچیوال صیب
    لیکنه دی د چارواکو د نیمګړتیا د ورپه ګوته کولو لپاره ښه ده خو له حقیقت نه لری راته ځکه ښکاری چی هر قوم له پښتانه ښه دی ځکه هغوی د خپلو خلکو د ساتلو لباره اربکی او نور ساتونکی جوړ کړی او ستا قوم ستا کاندیدان به خبله وزنی