کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د ۹۰ يم استقلال په وياړ !

د افغانستان د ۹۰ يم استقلال په وياړ !

په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد جشن 

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، د تېرو کلونو د جشنونو غوندی، ســږکال د اګسټ د مياشتی په اتلسمه نېټه، چې د سه شنبې ورځ کيږي، د افغانستان د استقلال، د نويــيــم [ ۹۰ ] تلين، په ياد جشن جوړوي . تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې په خپل ګډون سره د افغانانو د ازادۍ د ياد جشن لا دروند او ښکلی کړئ .
استقبال ته مو سترګی په لاره يو!
 په درنښت

 سيدجان کارواني
 د افغانانو د ټولنی مشر


نوټ :  محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي .


نېټه : 18-08-2009  –  سه شنبه


د پيل وخت: د مازديګر  30 : 4


ځای يې : د پخوا په څېر


 West Acton Community Centre
 Churchill Gardens,
 LONDON W3 0JN


د معلوماتو ټيليفونونه :   2129-8993-020  او   8168-8993-020