کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاكټر لياقت تابان يونليك چاپ شو

د ډاكټر لياقت تابان يونليك چاپ شو

 (د ښكلا په تپاس) يانې د ښكلا په لټون د پښتو ژبې د تكړه ليكوال او شاعر ډاكټر لياقت تابان تازه چاپ شوى يونليك (سفرنامه) دى، چې په دې وروستيو كې په كوټه كې د ملګري ليكوال ادبي ټولنې له خوا د (۵۰۰) ټوكو په شمېر په ۱۹۸ مخونو كې چاپ شوى او خپور شوى دى.


د اووه ورځني سفر په دې يونليك كې د سوهېل ختيځې اسيا د ښكلي هېواد تايلنډ په اړه په زړه پورې او هراړخيز مالومات را غونډ شوي دي او همدا رنګه د كتاب په منځ كې ليكوال په تايلنډ كې د خپلو رنګه عكسونو ښكلي البمونه هم وركړي دي او د لوستونكيو د لا پوهېدا لپاره يې د دې هېواد بېلابېلې نخشې هم پكې چاپ كړې دي.


د كتاب په لوستلو سره لوستونكي ته د تايلنډ هېواد په اړه په زړه پورې مالومات په لاس ورځي او د دې هېواد جغرافيه ورته په ښه توګه انځوروي.


پر دې يونليك باندې د پښتو ژبې نوميالي كيسه ليكوال او سفرنامه ليكونكي طاهر اپريدي سريزه ليكلې ده چې پكې د يونليك ليكنې پر ژانر باندې هم په زړه پورې خبرې كړې دي.


ډاكټر لياقت تابان سره له دې چې د مسلك له مخې د طب ډاكټر دى او د ډاكټر ژوند ډېر بوخت او له سرخوږيو ډك وي، خو نوموړى له پښتو ژبې سره د بې كچې مينې له امله تل هڅه كوي چې پر پښتو يو څه ولوروي.



د يادونې وړ ده چې د ښاغلي ډاكټر لياقت تابان تر دې پخوا هم دوه كتابونه چاپ شوي دي.


(۱) د ميرزا حنان او شيدا پرتليز جاج: په دې څېړنيز اثر كې د پښتو د دوو كلاسيكو او نازكخياله شاعرانو ميرزا حنان باركزي او كاظم خان شيدا د شاعرۍ هراړخيزه پرتلنه شوې ده.


(۲) د سهېلي پښتونخوا پښتو رسنۍ : په دې كتاب كې د سهېلي پښتونخوا د ټولو چاپي او برېښنايي رسنيو او د هغوى د كار او زيار په اړه هراړخيزه څېړنه شوې ده.


ښاغلى لياقت تابان د نثر تر څنګ شعر هم ليكي، خو تر اوسه پورې يې د شعر ټولګه نه ده چاپ شوې.