کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / برېتانيا غواړي جګړه په دروغ ويلو وګټي

برېتانيا غواړي جګړه په دروغ ويلو وګټي

په افغانستان كی د ولسواكۍ د حكومت په اته كلنه دوره كی ډیری افغانی میندی بوری شوی او ډیرو خویندو خپل وروڼه، ډیرو ښځو خپل خاوندان او لنډه دا چی په دی اته كلنه دوره كی ډیرو افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړ. د ننګرهار د هسكی مینی، د هرات د عزیزآباد، د وردګو د سیدآباد، د كندهار شاه ولیكوټ په همدی ډول د ډیرو ناوی ګانو او زومانو وژنی به د هیڅ افغان هیری نه شی، دا ټولی هغه بمبارۍ دی چی په نظامی او وسله والو كسانو نه دی شوی بلكی د دی بمباریو ټول قربانیان ملكی وګړی.



دی ناشولټه جګړی نه یوازی دا چی په كی افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړ بلكی په سلګونو بهرنیانو هم خپل ژوند په كی له لاسه وركړ، خو د بهرنیانو د دروغو د تګلاری له امله د لسو بهرنیو وژل شوو سرتیرو په ځاى كورنیو او بهرنیو خبری رسنیو ته د یو سرتیری وژل كیدل او یا هم د یو سرتیری زخمی كیدل ښیی. د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼی د بریټانیا د دفاع وزارت د رسنیو د چارو د یوه افسر هغه څرګندونی خپری کړی چی وایی ده ته ویل کیدل، چی په افغانستان او عراق کی د بریټانوی سرتیرو د ماموریت په اړه په ډیرو مواردو کی د بریټانیا خلکو او رسنیو ته ناسم معلومات ورکړی.



دغه افسر اوس په رسمی توګه د بریټانیا د دفاع وزارت د دروغو په ویلو تورن کړى دى.

ګارډین له دغه افسر څخه په حواله لیکی، کله چی به بریټانوی رسنیو او د هغو کسانو خپلو خپلوانو چی په افغانستان او عراق کی یی د کورنیو غړی په جګړی بوخت دی پوښتنه وکړه، چی ایا زمونږ ځواکونه په دغو دوو هیوادونو کی د تجهیزاتو او امکاناتو له کمښت سره مخ دی نو ما به په دروغو ورته وویل، چی نه مونږ په دغو دوو هیوادونو کی کافی تجهیزات او امکانات لرو.

دغه افسر جان سالیزبوری نومیږی چی ۱۱ کاله یی د بریټانیا د دفاع وزارت د اطلاعاتو او رسنیو په څانګه کی دنده ترسره کړی.

نوموړى وایی، چی دى د دفاع وزات له خوا په جبر او فشار دی ته اړ ایستل شوى و، چی په افغانستان او عراق کی د خپلو سرتیرو د تلفاتو د شمیر په اړه هم، ناسم معلومات خپاره کړی.

دغه سرتیرى وایی چی، دمګړۍ د هغو دروغو ویلو له امله ځوریږی او په روانی ناروغۍ اخته شوى چی د دفاع وزارت له خوا یی دى ویلو ته اړ ایستل شوى وو.

د ملكی خلكو هغه څرګندونی اوس په ثبوت رسیږی چی دوى وایی كلیو او بانډو كی د ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو، مخامخ جګړی او په نورو چریكی جګړو كی هر وخت په لسګونو كسان مړه او ټپیان كیږی خو دوى رسنیو ته د یوه او یا دوو سرتیرو د مړینی خبر وركوی.

برتانوى سرتیرى جان سالیز بوری اوس ستری محکمی ته په دی اړه شکایت کړى او په دی برخه کی یی د عدل غوښتنه کړی.نوموړی ویلی چی ده د ناچارۍ له امله د دردیدلو انګلیسانو کورنیو او د رسنیو چلوونکو ته دروغین معلومات ورکړی او دى له خپل دی کار څخه بښنه غواړی .

ګارډین له دغه بریټانوی افسر څخه په حواله لیکی چی نوموړی تل په افغانستان او عراق کی د بریټانوی سرتیرو د تجهیزاتو په اړه ویلی چی سرتیری پوره تجهیزات او امکانات لری او په دی برخه کی هیڅ راز ستونزه نه لری.

كه امنیتی حالات په همدی ډول روان وی، ورو ورو به د هر هیواد سرتیری د خپلو دروغو په اړه په زړه پوری مالومات وړاندی كړی. او دا به ټولی نړۍ ته څرګنده كړی چی د دروغینی ولسواكۍ د ګټلو لپاره څومره په پریمانه توګه دروغ ویل كیږی خو د سالیز بوری حالت ته په كتو سره څرګندیږی چی ډیرى بهرنی سرتیری له افغان جګړی څخه د تیښتی په حال كی دی، دوى نور نه غواړی چی په دورغو سره خپله ناسمه او غیرعادلانه تګلاره سمه او عادلانه وښیی. اوس افغان دولت او بهرنیان د سختو او تاوتریخجنو امنیتی شیبو سره مخ دی، د هیواد د ولسمشرۍ ټولټاكنو ته د ګوتو په شمار ورځی پاتی دی، خو د دولت مخالفین كولاى شی چی د لوګر ولایت په شپږو كسانو سره له غرمی څخه تر مازیګر پوری د ناټو د الوتكو په حضور كی هم كلابند كړی. كه چیری امنیت په دی ډول وی، ملكی وژنی هم روانی وی او بهرنی سرتیری هم د خپلو ناسمو تګلارو څرګندوونكی وی، نو فكر نه كوم چی د امریكا دا وړۍ دی شړۍ شی.