د مصر د پخواني ولسمشر د كورنۍ او امريكا تر منځ شخړه

د لراوبر اداره | اگست 14th, 2009


د مصر د پخوانې ولسمشر  انور السادات د كورنۍ او امريكا تر منځ ديو فلم په سر شخړه پيداشوي , د سادات د كورنۍ وكيل په قاهره كي يو خبري ناسته كي وويل چي په (ilove u man) امريكاي فلم كي يو سپې د سادات په نوم نومول شوي دې چي دي كار د سادات كورنۍ دردولي ده , چي په دي لړ كي د سادات كورنۍ يو غندليك ( احتجاج ليك) په قاهره كي د امريكا سفارت ته هم وركړئ دئ .


نوموړي كورنۍ د امريكا نه د دغه فلم ټولي سي ډياني د له منځه  وړو او هم سادات كورنۍ او ټول مصرې ولس نه د بښني غوښتنه كړېده, په فلم كي يو كس وايي چي د ده سپې د سادات په څير دې ځكه ېي نومولې دې , دغه كار ډيرې مصريان غوصه كړې او دا ېي مصر ته بي احترامي او ملنډې بللي دې ,


د يادوني وړده چي ايران هم د سادات په تورور يا وزنه يو فلم جوړ كړئ (فرعون وزل)نوميږې فلم كي سادات خاين ښودل شوي , دا ځكه چي سادات د اسرييلو سره د سولي تړون لاسليك كړئ وو له همدي كبله سادات قتل شو ,


همداشان ايران په تهران كي يو مركزې سړك خالد اسلام بولې نومولې , او هم يو لوي انځور چي پري ليكل شوي ما فرعون وزلې راځړولي چي دغه شخص د سادات قاتل دي ,د ايران او مصر تر منځه دبلوماسۍ اړيكي د ۳۰ كالوڅخه غوڅي دې .

Copyright Larawbar 2007-2024