کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لويديز د افغانستان له جګړې څخه سخت ستړى شوى

لويديز د افغانستان له جګړې څخه سخت ستړى شوى



په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو ورځ په ورځ د ډېرېدونكو تلفاتو ګراف ښيي، چې نور نو ناټو غړي هېوادونه نه غواړي چې ځوانان يې دې په ناكامه جګړه كې خپل ژوند وبايلي. اوس ټول لويديز د افغانستان جګړې ته د يوې ناكامې جګړې نوم وركوي. د دوى خبره سمه ده ځكه چې لويديز دې جګړې ته د افغانانو لپاره د امنيت راوستو او په هېواد كې د ولسواكۍ د پلي كولو جګړه ويلې وه او وايي يې. خو افغانانو د دې جګړې له امله په دې اتو كلونو كې هغه پخوانى امنيت هم له لاسه وركړ. د امنيت هغه خرابوالى چې يوازې پر څو لرې پرتو ولايتونو پورې يې اړه درلوده، خو اوس د هېواد په پلازمېنه كې هم څوك په ډاډه زړه نه شي ګرځېداى. نو له دې امله د لويديز د كارپوهانو خبره سمه ده، چې د افغانستان جګړه يوه بې پايلې او ناكامه جګړه ده.


لويديزې رسنۍ په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د وروستيو بې ساري تلفاتو په اړه تبصرې لري. چې د ورځپاڼو له ډلې څخه د امريکې نيويارک ټايمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د امريکې د مرستيال ولسمشر جوبايډن هغه څرګندونې خپرې کړې چې ويلي يې دي، په افغانستان کې د ډېرو انساني تلفاتو اټکل کېږي. د دوى په نظر كېداى شي چې په راتلونكي كې د بهرنيو ځواكونو تلفات نور هم ډېر شي. جوبايډن نيويارك ټايمز ته ويلي دي، چې په راتلونکي کې به ډېر امريکايي سرتېري په افغانستان کې ووژل شي او دغه تلفات به د اوس په پرتله نور هم ډېر شي، خو دا په دې معنى نه ده، چې د افغانستان جګړه په دغو تلفاتو نه ارزي.
بايډن ويلي، چې د افغانستان جګړه اوس امريکې ته ډېره مهمه ده او بايد چې امريكا ډېر تلفات په کې وګالي. نيويارک ټايمز زياتوي، چې د بايډن څرګندونې ځکه خورا مهمې دي چې په دې وروستيو اونيو کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو تلفات په بې ساري توګه ډېر شوي دي او په ورته وخت کې د امريکې د نژدې متحد برېټانيې د تلفاتو ګراف هم په تېرو اتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره صعودي مزل وهي. نيويارک  ټايمز ليکي چې جوبايډن ګرجستان او يوکراين ته په  خپل وروستي سفر کې خبريالانو ته وويل، چې که چېرته د پاکستان قبايلي سيمې کنټرول نه شي نو دغلته موجود ترهګر به يوازې افغانستان او پاکستان نه بلکې د نړۍ ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه امريکا ته ګواښونه رامنځ ته کړي.


جوبايډن په هلمند کې د برېټانوي سرتېرو د تلفاتو په اړه ويلي، چې دغه سرتېري ډېر تجربه کار او زړور دي.
نيويارک ټايمز  ليکي، چې امريکا اوس غواړي برېټانيې ته ډاډېينه ورکړي ترڅو له هلمند څخه خپلې اوږې سپکې نه کړي او که چېرته برېټانيا له هلمند څخه خپل سرتېري وباسي نو دغه کار به امريکې ته په لوړه بيه تمام شي.


جوبايډن په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د برېټانيا لومړي وزير ګورډن بروان د هېواد د ننه د خپلو خلکو له خوا تر سخت فشار لاندي دى، چې بايد له افغانستان څخه خپل سرتېري يا وباسي او يا ورته کافي تجهيزات په واک کې ورکړي.
ولسي برېټانويان په دې  باور دي، چې په تېرو څو اونيو کې ځکه ډېر برېټانوي سرتېري په هلمند کې ووژل شول، چې هغوى ته کافي چورلکې او ټرانسپورټي الوتکې په اختيار کې نه دي ورکړل شوې او هغوى له ډېرو خطرناکو سيمو يوازې د موټرو په واسطه سفر کوي.
د بهرنيو ځواكونو وروستيو ډېرېدونكو تلفاتو، په برېټانيه او نورو هېوادونو كې د ملت له خوا په دولت د دې فشار چې بايد له افغانستان څخه خپل ځواكونه وباسي او همدارنګه دا هم مهمه ده چې برېټانويان نور نه غواړي چې زامن يې په افغانستان كې وجنګېږي. په برېټانيه كې د يوې نظر پوښتنې په پايله كې څرګنده شوې، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ګټل ليرې خبره ده. دغه سروې چې د (کام رېس) په نامه د يوه انستېتيوت له خوا شوې، د انډېپېنډنټ ورځپاڼې هم را اخيستې او خپره کړې ده.


دغه سروې داسې مهال شوې، چې په تېرو څلورو اونيو کې د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې له طالبانو سره په جګړه او چاودنو کې ٢٢ برتانوي پوځيان ووژل شول. خو د برېتانيا لومړي وزير ګورډن براون ويلي چې په هلمند کې د عملياتو لومړی پړاو په برياليتوب سرته رسېدلي دي. په ياده شوې سروې کې ويل شوي چې زياتره برتانوي وګړي افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو پلويان نه دي.
په انډپېنډنټ ورځپاڼه کې خپرې شوې سروې، چې په کې نژدې له زرو کسانو نظر پوښتنه شوې، ويل شوي چې په سلو کې ٥٢ برتانويان له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د سملاسي ويستلو غوښتونکي دي. د سروې په وينا، له جګړې سره ډېری مخالفين د برېتانيا ښځې دي.
په نظرپوښتنه کې ٥٨ په سلو کې برتانويانو ويلي، چې د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه شي، خو په مقابل کې يې په سلو کې ٣٢ کسانو دغه جګړه ګټونکې بللې ده.
په پوښتل شويو کې درېيمې برخې برتانويانو ويلي، چې په افغانستان کې طالبانو ته ماتې نه شي ورکول کېداى.
خو په سلو کې ٧٥ پوښتل شوو برتانويانو ويلي، په افغانستان کې مېشت برتانوي ځواکونه پوځي توکو ته اړتيا لري، که چېرې ژر ور ونه رسول شي، خپل ماموريت به په بشپړ ډول سر ته ونه رسوي.
له دغو پوښتل شوو کسانو٦٠ په سلو کې افغانستان ته د نورو پوځي توکو او يا عسکرو له لېږلو سره مخالفت ښودلی دى.
دا ټول په دې ګواهي وركوي چې نور نو لويديز د افغانستان له جګړې څخه سخت ستړى شوى دى. او لويديزوالې ميندې نور نه غواړي چې خپل اولادونه په افغانستان كې د بې پايلې جګړې قرباني كړي.