کور / تازه خبرونه / هلمند : د بشرانو منځنۍ ښوونځي تعمير بيا ورغول شو

هلمند : د بشرانو منځنۍ ښوونځي تعمير بيا ورغول شو

هلمند: دهلمند ولايت دمركز مربوط دبشرانو منځنۍ ښوونځى تعمير د بيارغاونۍ كار دروان كال دزمرى دمياشتى په ۲۰ مه نيټه، بشپړ شو.

نوموړى تعمير دهلمند ولايت دولايتى بيارغاونى تيم په مالي لګښت د۲۰ زرو امريكايي دالرو په ارزښت بيا ترميم شويدى ، چى ۸ درسى ټولګى ، دوى ادارى خونى، دوى تحويلخانى، ۸ تشنابه، داحاطى ديوار اويوه لاسى بمبه او نور ضرورى ملحقات لرى.

ديادونى وړده چى نوموړى ښوونځى دوروستيو نا امنيو له كبله تړل شوى چى دګرمسيرو ولاياتو دراتلونكى نوى تعليمى كال په پيل كيدو سره به ياده شوى ښوونځى دزده كوونكو پر مخ بيا پرانستل شى .