کنړ : د دوو ښوونځيو د ودانيو ډبرې كيښودل شولې

د لراوبر اداره | اگست 11th, 2009


د كنړ ولايت د مركز اسعدآباد د لاهور ډاګ او مرورې ولسوالۍ د بچې د متوسطه ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړيدو چارې پرون د زمري په ۱۹مه پيل شوې.

دغه دواړې ودانۍ چې د رغولو مالي لګښت په دغه ولايت كې د ولايتي بيارغونې د ډلې لخوا وركول كيږي پرون د زمري په ۱۸مه يې په هغه غونډه كې د بنسټ ډبرې كيښودل شوې چې په كونړ كې د ولايتي بيارغونې د ډلې په كاركوونكو او يو شمير لوړپوړو دولتي چارواكو سربيره د پوهنې رياست مسؤولينو او لسګونو قومي مشرانو هم ګډون كړى وو.

دغه دواړې ودانۍ چې په پام كې دي په نيږدې ۶ مياشتو كې به يې د رغونې چارې هم بشپړې شي په هره به ۲۴۵۰۰۰ زره امريكايي ډالره ولګيږي. 

Copyright Larawbar 2007-2024