کور / تازه خبرونه / بادغیس : د چشم سنګي ښځينه ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي

بادغیس : د چشم سنګي ښځينه ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي

د بادغيس د مركز په قلعه نو كې دروان كال دزمرى دمياشتى په ۲۰ مه،د چشم سنګي د نجونو د ابتدائيې لپاره د هغې ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه چې په راتلونكو څلورو مياشتو كې به ديونيسف مؤسسې په مالي لګښت ورغول شي.

دغه ودانۍ په ۴۰۰ متره مربع ځمكه كې د ۷۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت جوړيږي، د ۶ درسي او ۲ اداري خونو په درلودلو سربيره به يوه څاه او د احاطې ديوال هم ولري.

د چشم سنګې ښوونځي دغه ودانۍ چې په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي په يوه وخت كې به د ۳۰۰ تنو زده كوونكو د ځايولو ګنجايش ولري.