کور / تازه خبرونه / جنوبي افريقا : د خوګ زکام د ودي په حال کښي دئ

جنوبي افريقا : د خوګ زکام د ودي په حال کښي دئ

د جنوبي افريقا د عامي روغتیا وزارت لخوا په يوه خپاره سوي راپور کښي راغلي چي د خوګ د ميکسيکويي زکام د رامنځته کېدو سره سم  به ددې زکام له امله د افريقا په لویه وچه کښي د نړۍ ترټولو نورو ځایونو سخته مرګ ژوبله واوړي .

آارون موټسوالېډي د سه شنبې په ورځ په يوه سيمه يیز کنفرانس کښي وويل چي په افريقا کښي د ښه صحت او روغتیا لپاره امکانات کم دي او نېستي ده چي له امله يې ډېر نور خلګ په اساني سره په دې ساري مرضونو اخته کيږي .

د اسوشیېټيډ پریس د یوه خبر له مخي په افريقا کښي تر اوسه پوري ۶۰۰ تنه په دې زکام اخته او ۲ تنو نورو ددې زکام له امله خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .