کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۹)

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۹)

داسلام ټولنیز جوړښت

۵:- خوندي ساتنې :

دا د اسلامي ټولنیز نظام ټوله نقشه وه ، اوس د مخکې تګ څخه دمخه ددې نقشې په ځانګړتیاو یو ځل بیا رڼا اچوو:

ددې نظام غوښتنه داده چې د امکان تر حده پورې دغه ټولنیز نظام له هر ډول پارونو څخه پاک و ساتل شي تر څو د انسان ذهني او جسماني ځواکونو ته په یوې پاکیزه او د سکون نه ډکې فضا کې د ودې او ارتقا‌ مواقع پیدا شي او هغوې د خپل خوندې او راټول کړل شوې ځواک سره یو ځاې د ټولنې او تمدن په جوړښت کې خپله ونډه واخلي .
ډیره اړینه ده چې جنسي اړیکي بلکل د ازدواج په دایره کې را ونغښتل شي او ددې دایرې نه بیرون نه یوازې د بدکارۍ د خپراوي څخه مخنیوې وشي بلکه فکري انتشار هم تر امکاني حده پورې را محدود کړل شي .
د ښځې دکار چاپیریال باید د نارینه و د چاپیریال څخه جدا وي ، دواړو ته دهغوې د فطرت او ذهني او جسماني استعدادونو په بنسټ د تمدن او ټولنې ځانګړې دندې ور وسپارل شي او دهغوې اړیکې داسې تنظیم شي چې هغوې د جایزو او روا پولو تر منځ یو دبل معاون او مرستندویان و اوسي او دحدودو څخه په تیری کولو سره یو د بل په کار کې خنډونه راپیدا نه کړي .
د کورنۍ په نظم کې باید د سړي حیثیت د قوام وي او دکورنۍ پاته ټول عړي د هغې مطیع ، منونکی او فرمان وړونکی اوسي .
ښځه او سړې دواړه په پوره پوره توګه دانسانی حقوقو څخه برخمن اوسي او دواړو ته د ترقۍ او پرمختګ بهترین فرصت تر لاسه وي خو د دواړو څخه یو هم دهغې حدودو څخه تیرې و نه کړي چې په ټولنه کې د هغوې له پاره ټاکل شوي دي .
ددغسې نقشې پر اساس چې دکوم ټولنیز نظام بنسټ ایښودل شوې هغې ته د څه خوندیکوونکو او ساتونکو شیانو اړتیا ده چې دهغې نظم د خپلو ټولو ځانګړتیاو سره سره پر ځاې و ساتي . په اسلام کې دغه ساتندویه شیان په درې ډوله دي :

د باطن اصلاح .
تعزیرې او جزایې قوانین .
د مخنیوي تدبیرونه.
د خوندې ساتنې او تحفظ دغه درې واړه مواد د ټولنیز نظام د مزاج او اهدافو د په نظر کې نیولو په مناسبت وړاندې شوې او درې واړه یو له بله سره یو ځاې د ټولنې دخوندې ساتلو له پاره کار کوي .

د باطنې یا داخلې اصلاح په واسطه د انسان روزنه په داسې ډول تر سره کیږی چې، پرته له دې چې د بیرون څخه کوم ځواک هغه ددې نظام داطاعت له پاره مجبور کړي ، هغه پخپله ددغې ټولنیز نظام د اطاعت له پاره تیار شي . د تعزیرې او جزایې قوانیو په واسطه دداسې جرایمو مخه نیول کیږي چې ددې نظام دخرابیدو او د هغې د بنسټونو د ړنګیدو سبب ګرځي .
د مخنیوې د تدبیرونو به واسطه په ټولنیز ژوند کې داسې لارې او طریقي رواج موندلې شی چې د ټولنې چاپیریال دغیر طبعي هیجاناتو او د مصنوعي بارونو څخه پاکوي او دجنسی بې لارېو امکانات تر اخري حده پورې را کموي . د اخلاقي روزنې په واسطه چې د کومو وګړو د باطن اصلاح مکمله شوي نه وي او هغوې د تعزیرې قوانینو څخه هم ویره و نه لري نو دغه تدابیر او لارې د هغوې مخکې داسې خنډونه پیدا کوي چې د جنسي بې لاریو د میلان سره عملي اقدام کول ورته ډیر ستونزمن ګرځي . ددې تر څنګ دا هغه طریقي او لارې دي چې د نارینه و او ښځو ټولنې په عملي توګه یو له بله څخه جلا کوي . د کورنۍ نظم په سهي اسلامي شکل سره جوړوي او دهغې حدودو ساتنه کوي چې د ښځو او نرو په ژوند کې د توپیر د قایمولو له پاره اسلام ټاکلې دي .
داخلي اصلاح :
په اسلام کې د امر د اطاعت بنسټ په مکمله توګه په ایمان ایښوول شوې ، څوک چې په الله تعالې ، دهغې له اړخه په رالیږل شوي کتاب (قرآن ) او دهغې له اړخه په رالیږل شوي پیغمبر، محمد صلي الله علیه وسلم، باندې ایمان لري هماغه د شریعت د اوامرو او نواهیو اصلي مخاطب دي. هغو ته د اوامرو د منلو او دنواهیو څخه د ځان ساتلو له پاره همدومره علم تر لاسه کول بسنه کوي چې وپوهیږي چې : دا د الله امر او دا د الله نهی ده .

کله چې یو مؤمن ته د الله تعالې له کتاب څخه دا ډاګیزه شي چې الله تعالې د فحش او بد کارۍ څخه منه کړې ده نو بیا دهغې د ایمان غوښتنه داده چې دهغې کار د کولو څخه ځان و ژغوري او خپل زړه د هغې په لورې د میلان څخه پا ک کړي . که یوې مؤمنې ښځې ته دا څرګنده شي چې الله تعالې او دهغې رسول صلي الله علیه وسلم په ټولنیز نظام کې هغې ته کوم ځاې او حیثیت ټاکلې نو د هغې د ایمان غوښتنه هم همدا ده چې په خپله خوښه اوخو شحالۍ سره هغه حیثیت و منی او دخپل حد نه تیرې و نه کړي . په همدې ډول د ژوندد نورو اړخونو په څیر د اخلاقو او ټولنیز ژوند په دایره کې هم د اسلام د سهي او کاملي اتباع دار مدار په ایمان باندې دې . همدا علت دې چې په اسلام کې د اخلاقو او ټولنې په اړوند د لارښونو څخه تر مخه دایمان په لور بلنه ورکړل شوې اوپه زړونو کې دهغې د ایښوولو او ځواکمن کولو هڅه هم شوې ده .

دا د داخلي اصلاح هغه اساسي فکر دې چې نه یوازې د اخلاقیاتو پورې اړوند دې بلکه د ټول اسلامي نظام پورې تړلې دې .ددې نه وروسته د اخلاقو په دایره کې چې اسلام د ښوونې او روزنې له پاره دحکمت او تدبر نه کومه ډکه لارښودلې موږ ورته په لنډه توګه دلته اشاره کوو.

حیا:
مخکې په لنډه توګه دا ویل شوې چې زنا ، غلا ، او درواغ او نور ټول ګناهونه چې انسان یې د حیواني فطرت د غلبې په اساس مرتکب کیږي ، د انساني فطرت پر خلاف دې . قرآن دغسې ټول کړه وړه د « منکر » په هر اړخیز ټکي کې تعبیروي . د «منکر » ټکې ځکه استعمالوی چې دا داسې کړه وړه دی چې انساني فطرت ورسره اشنایې نه لري نو ښکاره ده چې کله د انسان فطرت ورسره اشنا نه وي او حیواني طبیعت پر هغې هجوم راوړي وي او هغه یې ددې افعالو په کولو محبور کړې وي نو بیا په خپله د انسان په فطرت کې کوم داسې څیز باید موجود وی چې د ټولو منکراتو څخه نفرت وکړي ، حکیم خداې دغه څیز په ګوته کوي او دحیا په نوم یې تعبیروي.

د «حیا» معنې شرم دې . د اسلام په ځانګړې اصطلاح کې دحیا څخه هدف هغه شرم دې چې د کوم منکر په لور مائل کړل شوې . انسان پخپله د خپل فطرت او پرور دګار په وړاندې هغه احساسوي. همدغه حیا هغه ځواک دې چې انسان د فحشاو او منکر څخه منه کوي او که چیرې هغه دحیوانې ځواک تر غلبې لاندې کوم خراب عمل تر سره کړي نو همدغه څیز دهغې په زړه غوټې وهي.

د اسلام د اخلاقی ښونې او روزنې لنډیز دادې چې هغه د حیا همدغه پټه ماده د انساني فطرت د ژورتیاو څخه راباسي او دعلم ، پوهې او شعور په غذا ورته وده ورکوي او د انساني نفس له پاره یې د یوه کوټوال(عسکر) په څیر ټاکي ، دا دهماغه نبوي حدیث تفسیر دې چې فرمایلي یې دي ، [ و لکل دین خلق و خلق الاسلام الحیا‌ ] ( د هر دین له پاره اخلاق وي او د اسلام اخلاق حیا ده ). او هغه حدیث هم په همدغه مضمون رڼا اچوی چې په کې د کائناتو سردار فرمایلي دي [ اذالم تستحي فافعل ماشئت ] ( کله چې په تا کې حیا نه وي نو بیا دې چې څه زړه غواړی هغه کوه )« ځکه چې حیا نه وه نو دحیوانی غوښتنو ځواک په تا غلبیږي او بیا هیڅ منکر تا ته منکر نه ښکاري . »

د انسان فطري حیا د یوې داسې اوبلنې او مایع مادي حیثیت لري چې تر اوسه یې کوم شکل نه وی اختیار کړې ، هغه خو د ټولو منکراتو څخه د طبیعت په امر نفر ت کوی خو په هغې کې سوچ او فکر نه شته په دې اساس هغه نه پو هیږې چې د منکر دیوه ځانګړی فعل څخه ولې نفرت کوي . همدغه ناپوهي په ورو ورو د هغې د نفرت احساس کمزورې کوي ، ان تردې چې د حیوانیت دغلبې په اساس انسان د منکراتو مرتکب کیږي. ددې ارتکاب بیا بیا کول بالاخره د حیا احساس بلکل له منځه وړی . د اسلام داخلاقي ښوونې مقصد د همدغو نا پوهیو لرې کول دي .او اسلام هغې ته نه یوازې د څرګندو منکراتو په هکله معلومات ورکوي بلکه د نفس تر پټو ځایو پورې د نیتونو ، ارادو او غوښتنو چې کومې بدۍ پټې شوي هغه هم ددې مخته را په ډاګه کوي . او دیوه یوه شی د فسادونو څخه دې ته اګاهي ورکوی تر څو د بصیرت په رڼا کې دهغې څخه نفرت وکړي، بیا نو اخلاقي تر بیت دا روزل شوې شرم او حیا دومره حساسې مرحلي ته رسوي چې د منکر په لور ډیر لږ میلان هم دهغې څخه پټ نه پاته کیږی او د نیت او فکر لږ څه ښوییدل هم هغه د تنیبه کولو پرته نه پریږدي .

په اسلامي اخلاقو کې د حیا دایره دومره پراخه ده چې دژوندانه هیڅ یوه څانګه ترې هم نه پاته کیږي ، تر دې چې د تمدن او ټولنیز ژوند کومه څانګه چې د انسان د جنسي ژوند سره اړیکې ولري په هغې کې هم اسلام د اخلاقو د اصلاح له پاره دهمدغې څیز څخه کار اخیستې هغه په جنسي معامله کې د انساني نفس ډیرې وړې غلطي په ګوته کوي او حیا پرې خبروي او دهغې په کنترول یې توظیفوي ، دلته د تفصیل فرصت نه شته یوازې په یو څو مثالونو اکتفا کوو .

دزړه غل :
دقانون له نظره د زنا کولو اطلاق یوازې په جسمي یوازې والي باندې کیږي خو د اخلاقو له نظره دازدواج ددایرې نه بیرون د مقابل جنس په لورې هر میلان د ارادې او نیت په اعتبار سره زنا ده .

د یوې اجنبي ښځې د ښایست څخه د سترګو په واسطه لذت اخیستل دهغې د اواز څخه د غوږونو په واسطه خوند اخیستل ، دهغې سره د خبرو په وخت کې د ژبې اړول او دهغې د کوڅې د ګرد څخه د خوند اخیستلو په خاطر بیا د هغې په کوڅه کې قدم وهل، دا ټول د زنا له پاره مقدمات او په معنوی توګه زنا ده . قانون په دغه ډول زنا څوک نه نیسي ، دا د زړه غل دې او یوازې د زړه کوټوال هغه نیولې شی. نبوې حدیث په دې هکله داسې خبر راکوي :

[العینان تزنیان و زنا هما النظرو الیدان تزنیان و زناهما البطش و الرجلان تزنیان و زنا هما المشې و زنا اللسان النطق و النفس تتمني و تشتهي و الفرج یصدق ذالک کله و یکذبه ]

( سترګې زنا کوي او دهغې زنا کتل دي ، لاس زنا کوي او دهغې زنا لاس اوږدول دي ، پښې زنا کوي اود هغې زنا په هغې لاره تلل دي او د ژبې زنا خبرې اترې دي او د زړه زنا ارزو او غوښتنه ده . بالاخره جنسي غړي «شرم ځاې » دې چې یا د هغوې تصدیق کوي او یا تکذیب.

د کتلو فتنه :
د نفس تر ټولو لوې غل نظر یا کتل دي . په دې خاطر قران مجید او احادیث دواړه تر هر څه د مخه دې لور ته توجه کوي . قران مجید فرمایې چې :

[ قل للمؤمنین ……«النور ۳۱-۳۰»] ( اې نبې ! مؤمنانو سړو ته ووایه چې خپلې سترګې د «پردیو ښځو د کتلو څخه » و ساتي او دخپلو شرم ځایو ساتنه وکړي . دا د هغوې له پاره ډیره پاکیزه لاره ده هغه څه چې هغوې یې کوي الله تعالې ترې خبر دې. او اې نبي ! مؤمنو ښځو ته ووایاست چې خپلې سترګې « د پردیو سړیو د لیدلو څخه» وساتي او دخپلو شرم ځایو ساتنه وکړي )

حدیث شریف کې دي چې :

[ ابن ادم لک اول نظرة و ایاک و الثانیة «الجصاص»] ( یا د بني ادم زویه ! ستا لومړۍ نظر معاف دې مګر اګاه اوسه چې دویم ځل نظر وا نه چوي ).

سیدنا علې رضې الله عنه ته یې و فرمایل :

[ یا علي لا تتبع النظرة النظرة فان لک الاولې و لیس لک الاخرة «ابوداودما یؤمر به من غض البصر»]

( اې علې ! د یوه نظر وروسته بل ځلې نظر مه کوه ، لومړۍ نظر معاف دې خو دویم نه دې معاف .)

سیدنا جابر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې که چیربې ناڅاپې نظر و لګیږي نو څه وکړي ؟ ورته یې و فرمایل : [سمدستي دې نظر بله خواکړه « ابوداود مایؤمربه ..»]

د ښایست د ښکاره کولو جذبه :
د نظر د فتنې یو کار دا هم دې چې دښځې په زړه کې دا ارزو پیدا کوي چې دهغې ښایست دې وکتل شی . دا ارزو تل څرګنده او په ډاګه نه وی بلکه دښایست دښکاره کولو دغه جذبه د زړه په څنډو کې په یوه ځاې نه یو ځاې کې پټه شوي وي . او هغه د لباس په ښایست ، د ویښتانو په ارایش ، د باریکو «نریو» او شوخو کالیو په اغوستن او همداسې وړو وړو شیانو کې ځان را څرګندوي چې احاطه کول یې د امکانه لري دي ، قران ددې ټولو له پاره یوه هر اړخیزه اصطلاح د « تبرج الجاهیلیه» ترنامه لاندې استعمال کړې ده. هر هغه زینت او هر هغه ارایش چې د خپل میړه پرته د نورو وګړو د نظر د لذت سبب وګرځی ، د«تبرج جاهلي » په تعریف کې را ځې . ان تر دې چې که چي فیشنې بورقي هم د همدې مقصد له پاره ښکلې او دښایسته رنګ څخه و ټاکل شی چې نظرونه ترې خوند اخلي نو دا هم د «تبرج جاهلیت» په شمیر کې را ځې ، ددې له پاره کوم قانون نشي جوړیداې بلکه ددې اړیکې د ښځې د ضمیر سره تړلې دي . هغې ته پخپله د خپل زړه سره حساب کول په کار دې چې په هغې کې خو کومه ناپاکه جذبه پټه شوې نه ده ، که چیرې پټه وی نو هغه د الله تعالې ددې حکم مخاطبه ده چې فرمایې : [و قرن في بیوتکن ولا تبرجن تبرج الجاهلیة الاولی….«الاحزاب ۳۳»]

د اسلام تر مخه د جاهلیت په زمانه کې چې مو د کوم سینګار او ارایش تظاهر کاوه او ګرځیدئ را ګرځیدئ او س به هغه نه کوئ . هر هغه ارایش او ښکلا چې د هر بد نیت څخه پاکه وي هغه د اسلام ارایش او ښکلا ده او په کوم کې چې ډیر لږ بد نیت هم ور ګډ وي نو هغه د جاهلیت ارایش دې .

دژبې فتنه :
د نفس د شیطان بل نماینده ژبه ده. څومره فتنې دي چې د ژبې په واسطه را پیدا کیږي او خپریږي . ښځه او سړې خبرې کوی په داسې حال کې چې کومه خرابه جذبه په کې نه بریښې . خو په زړه کې پټ غل ، په اواز کې خوند او نرمي ، په لهجه کې خوږلنې ، په خبرو کې څه خوند را وپاروي . قران مجید دغه غل را نیسي او وایې چې : [ان تقیتن فلا تخضعن بالقول فیطمع الذی فی قلبه مرض و قلن قولا معروفا …«الاحزاب ۳۲»]

( که چیرې ستاسې په زړونو کې د الله تعالې څخه ویره وي نو په نرمه او خوږه ژبه خبرې مه کوئ ، «ځکه »د کوم وګړی چې په زړه کې « د بدنیتۍ ناروغتیا»و ي نو هغوې به ستاسې پورې څه امیدونه تړي ، خبرې چې کوئ نو نیغ په نیغه یې وکړئ ) « لکه څنګه چې یو انسان د بل سره خبرې کوي .»

همدغه د زړه غل دې چې د نورو د روا او ناروا جنسي اړیکو دښکاره کولو څخه هم خوند اخلي او د اوریدو څخه یې هم . دهمدغې ملایمت او نرمښت په خاطر عاشقانه شعرونه ویل کیږی او د عشق او محبت افسانې، ددرواغو او رښتیا په یو ځاې کولو سره په هر ځاې ځایږي کي بیا نیږي او په ټولنه کې خپریږي . قرآن په دې هکله خبر را کوي چې :

[ ان الذین یحبوا ان تشیع الفاحشة …….«النور۱۹»]

( هر هغه څوک چې غواړی چې د مسلمانانو په ټولنه کې بې حیایې خپره کړي ، د هغوې له پاره په دنیا کې هم دردناک عذاب دې او به اخرت کې هم الله پو هیږي او تاسې نه پو هیږئ .)

دژبې د فتنې نورې څانګې هم شته او په هرې څانګې کې د زړه یو غل نه یو غل خپل کار کوي . اسلام ددغه ټولو څخه خبردې اومونږ ته دهغوې څخه خبر راکوي. ښځې ته ددې اجازه نه شته چې د نورو ښځو حالت او کیفیتونه د خپلو میړونو تر مخ بیا ن کړی .

[ لا تباشرالمرأة تصفها لزوجها کانه ینظر الیها « ترمذي باب ماجاأ في مباشرة المراة المراة»]

( ښځه دې د ښځې سره نه یو ځاې کیږي ، داسې چې د هغې کیفیت خپل میړه ته داسې بیان کړي چې ګویا هغه په خپله هغه ښځه ویني .)

ښځه او سړې دواړه ددې څخه منه کړل شوي چې د خپلو پټو ازدواجي اړیکو حال دنورو خلکو تر مخه بیان کړي ځکه چې ددې څخه هم فحاشي «بې حیایي » خپریږي ، او په زړنو کې شوق را پیدا کیږی « ابوداود باب من ذکر الرجال ما یکون من اصابته اهله »

د جمعې په لمانځه کې که چیرې امام غلطي وکړي او یا دخپلې کومې غلطۍ لورته د هغه د متوجه کولو اړتیا پیدا کیږي نو سړو ته د سبحان الله د ویلو حکوم دې خو ښځو ته لارښوونه شوې چې یوازې دې لاس و وپړکوي او په ژبه دې څه نه وایې « ابو داود بات الصفیق فی الصلوة- بخاري باب التصفین للنساء»

د اواز فتنه :
ډیروختونه ژبه خاموشه پاته وی خو د نورو حرکاتو په واسطه د اوریدو اله اغیزمنه کیږي . ددې اړیکې هم د نیت خرابوالې سره تړلي دي او اسلام ددې څخه هم په کلکه مخنیوی کړي دې . [و لایضربن بارجلهن لیعلم ما یخفین می زینتهن …..«النور۳۱»]

(او هغوې دې په ځمکه پښې دربوونکې نه ګرځی ، تر څو هغه زینت چې دوې پټ کړې « هغه زیوارت چې دوې دننه په ځان اچولی » را څرګند نه شی ،«د هغې اواز وا نه وریدل شي» .)

دخوشبویې فتنه :
خوشبویي هم دهغو قاصدانو څخه یوه ده چې د یوه شریر نفس پیغام بل شریر نفس ته رسوي ، دا دخبر رسولو تر ټولو زیاته لطیفه ذریعه ده ، نور خو دا ډیر معمولي شې ګڼی خو اسلامي حیا دومره حساسه ده چې دهغې په نازک طبیعت دغه لطیف حرکت هم دروند تمامیږي . هغه یوې مسلمانې ښځې ته ددې اجازه نه ورکوي چې د معطرو کالیو په اغوستو سره په لارو کې و ګرځي او یا په محفلونوکې ګډون و کړي ځکه چې که د هغې ښایست او دهغې زینت پټ هم پاته شی نو ګټه به یې څه وی ؟ ځکه په فضا کې د هغې د عطرو دبوی په خپریدو سره جذبات پخپله متحرک کیږی . رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي :

[قال النبي صلي الله علیه وسلم : المراة اذا استعطرت فمرت بالمجلس فهي کذا یعنې زانیة « ترمذي باب ماجاء في طیب الرجال و النساء» ]

(نبې صلي الله علیه وسلم فرمایلې چې : هره هغه ښځه چې عطر استعمال کړی او دخلکو تر منځ تیریږي هغه بدکاره ښځه ده . )

[ اذشهدت احدا کن المسجد فلا تمسن طیبا« موطا و مسلم» ]

( کله چې ستاسې څخه کومه ښځه مسجد ته راشی نو عطر دې نه استعمالوي )[طیب الرجال ماظهر ریحه و خفی لونه و طیب النساء ‌ ما ظهر لونه خفي ریحه « ترمذي باب ماجاء في طیب الرجال و النساء»]

 ( د نارینه له پاره هغه عطر مناسب دي چې خوشبوي ښکاره او رنګ یې پټ وي او د ښځو له پاره هغه عطر مناسب دي چې رنګ یې ښکاره او خوشبويې یې پټه وي )

د لوڅوالي فتنه :
اسلام چې د ستر په هکله د انسان د شرم او حیا څومره مکمل او سهي نفسیاتي تعبیر کړې دهغې ځواب د نړۍ په هیڅ تهذیب کې نه پیدا کیږي . نن د نړۍ د مهذبو ولسونو هم دا حال دې چې دهغې نارینه وته او هم د هغوې ښځو ته د جسم د کومي برخې لوڅول او بربنډول د عیب خبره نه بریښي ، هغوې لباس د زینت په خاطر اعوندی نه د ستر په خاطر . خو په اسلام کې د زینت په ځاې ستر ته ډیر اهمیت ورکړل شوي . ښځې او نر دواړو ته یې د جسم د ټولو هغوو برخو د پټولو حکم ورکړې چې یو بل ته د جنسي کشش او میلان سبب ګرځی . عریاني ، لوڅوالې او بربنډتوب یو داسې بد عمل دې چې اسلامي حیا یې هیڅکله هم زغملانې نه شي ، نور خو پریږده چې اسلام دا هم غوره نه ګڼی چې ښځه او میړه دې یو د بل تر مخ لوڅ لپړ شي .

[ اذا اتي احدکم اهله فلیستر و لایتجرد العیرین « ابن ماجه باب التستر عند الجماع »]

( کله چې ستاسې څخه کوم یوخپلې بې بې ته ورشی نو هغه ته په کار دي چې د ستر لحاظ و ساتي بلکل دخرو په څیر دواړه لوڅ لپړ نه شی .

 [قالت عائشة مانظرت الې فرج رسول الله صلې الله عیه وسلم « شمائل ترمذی باب ماجاء في حیاء رسول الله »]

( ام المؤمنین بې بې عایشه رضي الله عنها فرمایي چې ما هیڅکله رسول الله صلي الله علیه و سلم لوڅ نه دې لیدلې . ) ددې نه ډیرشرم اوحیا داده چې په ځانته والي کي هم ځان بربنډول اسلام ته د زغم وړ نه دي. دا په دې خاطر چې [ الله تعالې حق ان یستحي منه ] ( الله تعالې تر هر څه ډیر حق لري چې دهغې څخه حیا وکړل شي .) په حدیث شریف کې راغلي چې:

[ ایاکم و التعري فان معکم من لایفارقکم الا عند الغائط وحین یفضي الرجل الې اهله فاستحبوهم و اکرموهم « ترمذې باب ماجاء في الاستثناء عند الجماع » ]

( اګاه واسئ چې کله هم لوڅ و نه اوسئ ، له تاسې سره د الله تعالې ملائکې ملګری دي چې هغوې له تاسې څخه نه بیلیږي . مګر په هغو وختونو کې چې تاسې په کې د حاجت د پوره کولو له پاره ناست یاست یا خپلو ښځو ته ورځئ ، لهذا تاسې دهغوې نه شرم وکړئ او دهغوې د عزت خیال و ساتۍ .)

داسلام له آنده هغه لباس ، اصلا لباس نه دې چې بدن ترې ښکاري او ستر ترې په ډاګه را معلومیږي.

[ قال رسول الله صلي الله علیه و سلم نساء کاسیات عاریات ممیلات مائلات رؤسهن کالبخت المائلة لایدخلن الجنة و لایجدن ریحها « مسلم باب النساء الکاسیات العاریات »]

( رسول الله صلي الله علیه و سلم فرمایې چې : هغه ښځې چې لباس واغوندي او بیا هم لوڅې وي او نور خلک خپل ځان ته مایله کوی او پخپله نورو ته میلان کوي او د بخت د اوښ په څیر خپله غاړه د ناز او نخرو څخه کږه وړی . هغوې به هیڅکله هم جنت ته داخلي نه شی او نه به د جنت بوې و مومي) .

دلته مونږ څو مثالونه په دې خاطر یادوو چې دهغې څخه د اسلام د اخلاقو معیار او دهغې د اخلاقی روح اندازه و لګیږي .

اسلام د ټولنې چاپیریال او دهغې فضا د فحشا‌ ء او منکر د ټولو تحریکاتو څخه پاکول غواړي . ددې ټولو تحرکاتو سرچینه د انسان په باطن کې ده . د فحشا او منکر جراثیم هملته وده مومي او دهماغه ځاې څخه ددغه کوچنیو تحریکاتو اغاز صورت نیسی او په وړاندې تګ سره د ستر فساد موجب ګرځی . جاهل وګړي هغه د معمولي ګنلو له امله له نظره غورځوي خو د حکیمو او پوهو وګړو له نظره هغه د تمدن او ټولنې د تباه کونکو خطرناکو ناروغتیاو ریښې ګڼی ، نو د اسلام اخلاقی ښوونې په باطن کې د حیا داحساس د راپیداکولو دومره زیات کوشش کوي چې د هغې له رویه انسان پخپله دخپل نفس احتساب کوي او که د بدۍ په لور د ډیر میلان پیداکولو احساس هم وکړی نو دخپل ارادي ځواک له لارې هغه له منځه وړي .

تعزیرې یا جزایي قوانین :
په اسلام کې د حزایي قوانینو بنسټیز اصول دادي چې انسان ددولت قانوني منګولو ته تر هغې پورې ورکش نه کړل شی تر څو چې هغه دتمدن د نظام دله منځه وړلو او خرابولو په خاطر کوم بالفعل حرکت نه وی کړی خو کله چې هغه داسې کوم حرکت او یا عمل وکړي نو بیا هغه ته د سپکې او خفیفه سزا په ورکولو سره د ګناه د کولو اوسزا تیرولو عادتول نه دی په کار . د جرم د ثبوت شرائط باید ډیر سخت وي ۱

[۱-: په اسلامې شرعي قانون کي د جرم د ثبوت شرائط عموما ډیر سخت دي خو د زنا د جرم د ثبوت شرطونه تر ټولو سخت دي، په عامه توګه په ټولو معاملاتو کې اسلامي قانون یوازې ددوه ګواهانو موجودیت کافي ګڼی خو د زنا له پاره لږ تر لږه څلورو ګواهانو ته اړتیا ده . ]

خلک د قانون حدودو ته د راوړلو څخه تر هغې چې ممکن وي و ساتئ ۲

[۲-:…. دنبي کریم صلي الله علیه و سلم ارشاد دې تر کومه چې ممکن وي مسلمانان د سزا څخه و ژغورئ که چیرې د مجرم له پاره دبرائت کومه لاره وي نو هغه پریږدئ«او سزا مه ورکوئ» ځکه چې د امام له پاره په بخښنه کې غلطي کول ددې نه بهتره ده چې هغه په سزا ورکولو کې غلطی وکړي « ترمذي ، ابواب الحدود»]

خو کله چې کوم وګړی د قانون د حکم لاندې راغې نو بیا هغه ته داسې سزا ورکړئ چې نه یوازې نوموړې پخپله ددا ډول جرم د بیا کولو څخه عاجز شي بلکه نورو په زرګونو انسانانو چې ددې جرم په لور اقدام کوونکي وي ددغسې عبرتنماکې سزا په لیدو سره وویریږي ، ځکه چې د قانون مقصد پاکوالې دې نه دا چې خلک بیا بیا جرم وکړي او بیا بیا سزا وګالي . د ټولنیز نظام د ساتنې له پاره چې اسلامي تعزیراتو کومې کړنې او افعال جرم او د سزا وړ ګڼلي هغه دوه دي یو زنا او بل ( قذف) یعنې په یو چا د زنا کولو تهمت لګول) .

۱:- د زنا حد:

د زنا په هکله مونږ مخکې بیان کړل چې د اخلاقو له اړخه دا فعل د انسان د انتهایي پستۍ زبیښه ده . هغه څوک چې ددې ډول کار مرتکب کیږی هغه په حقیقت کې ددې خبری ثبوت وړاندې کوي چې دهغې انسانیت د حیوانیت تر اغیز لاندې راغلې او هغه دانساني ټولنې یو صالح وګړی نه شی ګرځیداې . د ټولنیز لید له اړخه دا د هغو سترو جرایمو څخه یو دې چې د انساني تمدن په بنسټ حمله کوي ، دهمدغې لاملونو په اساس اسلام هغه په خپل ځاې د تعزیر وړګناه بللې ، که څه هم دهغې سره بل کوم جرم لکه زور او ځواک او یا دکوم بل وګړي حق تلفول شریک وي او که نه ، د قران مجید حکم دې چې :

[èpu‹ÏR#¨“9$# ’ÎT#¨“9$#ur (#rà$Î#ô_$$sù ¨@ä. 7‰Ïnºur $yJåk÷]ÏiB sps($ÏB ;ot$ù#y_ ( Ÿwur /ä.õ‹è{ù’s? $yJÍkÍ5 ×psùù&u‘ ’Îû Èûïϊ «!$# bÎ) ÷LäêZä. tbqãZÏB÷sè? «!$$Î/ ÏQöqu‹ø9$#ur ̍ÅzFy$# ( ô‰pkô¶uŠø9ur $yJåku5#x‹tã ×pxÿͬ!$sÛ z`ÏiB tûüÏZÏB÷sßJø9$# ÇËÈ «النور ۲»]

(زنا کونکي سړي او زنا کونکي ښځه ، ددواړو څه هر یو سل دُرّې ووهئ او د

الهي قانون په عملی کولو کې تاسې هیڅکله هم په هغوې ترحم ونه کړئ که چیرې تاسې په الله تعالې او داخرت په ورځ باندې ایمان لرونکې یاست اوکله چې هغوې ته سزا ورکړئ نو د مسلمانانو څخه دې یو ډله دهغې د لیدلو له پاره موجوده وي ).

په دې هکله د اسلامي قانون او غربي قانون تر منځ ډیر توپیر موجود دې غربي قوانین زنا کول په خپل ځاې کوم جرم نه ګڼی ، دهغې له آنده دا فعل هغه وخت جرم دې چې دهغې ارتکاب په زور او زیاتي سره وشي. یا د کومې داسې ښځې سره دا عمل تر سره شی چې دبل چا په نکاح کي وي . یا په بل عبارت ددې قانون له مخې زنا جرم نه بلکه جر م په اصل کي زور او جبر او د نورو حق په لغته وهل دي . اما ددې پرخلاف د اسلامي قانون له مخې دا فعل په خپله جرم دې او د جبر ،اکراه ،زور زیاتي او د نورو حق تلفول په دې جرم اضافه یو بل جرم دې . دهمدغه بنسټیز اختلاف په اساس د سزا په هکله هم ددواړو طریقي او لارې بیلې بیلې دې . غربي قوانین د جبري زنا له پاره په بندي کولو بسنه کوي او دنکاح شوې ښځې سره په زنا کولو سره د ښځې میړه ته د تاوان ورکول دهغې حق ګڼی . دا سزا د جرم د مخنیوی له پاره نه ده بلکه خلکو ته نور هم جرئت ورکونکې ده په دې خاطر په هغه هیوادونو کې چې دا قانون رائج دې ، د زنا ارتکاب ورځ په ورځ زیاتیدونکې دې . ددې په مقابل کې د اسلام قانون په زنا دومره سخته سزا ورکوي چې ټولنه ددغې جرم او ددغه ډول مجرمینو څخه تر یوه وخت پورې پاکه پاته شي . په هغو هیوادنو کې چې په زنا باندې سزا ورکول کیږي ، هلته ددې فعل ارتکاب هیڅکله عام شوې نه دې ، یوځل چې شرعي حدود نافذ کړل شی نو بیا په ټول ولس کې داسې هیبت را پیدا کیږي چې په کلونو کلونو هم څوک ددغه بد کار د ارتکاب جرئت نه شی کولې. همدا راز دمجرمانه میلان لرونکو وګړو په ذهن باندې یو رواني فشار دې چې ددې لارې څخه دهغوې نفس په خپله اصلاح کیږي . غربي ضمیر دسلو دُرّو په وهلو باندې نیوکه کوي د هغې علت دا نه دې چې هغوې نه غواړی انساني جسم ته تکلیف ورسول شي. ځکه د هغې اصلی علت دادې چې د هغوې د اخلاقی شعور وده او نشو نما تر اوسه پورې ناقصه ده. هغوې په لومړیو کی زنا یو عیبجن کار ګاڼه خو اوس یې یوه لوبه او تفریح ګڼی ، دکوم څخه چې دوه انسانان د یو څو لحظو له پاره خپل زړونه خوشحالوي په دې خاطر دوې غواړی چې قانون ددې فعل سره د زغم نه کار واخلي او تر هغې وخت یې کومه پو ښتنه ونه کړي تر څو چې زاني د بل چا زادي او یا د هغې په قانونی حقوقو کې خنډونه پیدا نه کړي ، بیا د خنډونو او مداخلي په صورت کې هم هغوې دا یو داسې جرم ګڼي چې یوازې د یوه وګړي حقوق ترې اغیزمن کیږي په دې اساس یوه معمولي شان جزا یا تاوان ددې جرم د سزا له پاره کافي ګڼی .

ښکاره ده چې څوک د زناکولو دغه تصور ولري نو هغوې ددغه جرم په ارتکاب باندې د سلو دُرّو سزا ته ظالمانه سزا ویلې شي . خوکله چې د هغوې اخلاقي او ټولنیز شعور وده و مومي او هغوې ته څرګنده شی چې زنا که په زور سره وي او که په خوښې اورضا سره ، که هغه له میړوښتې ښځې سره وي او که له پیغلې نجلۍ سره ، په هر صورت یوټولنیز جرم دې او دهغې زیانونه ټولې ټولني ته رسیږي ، نو بیا به د سزا په اړه هم دهغې ذهن په خپله بدلون و مومي. هغه به داخبره مني چې ددغسې زیانمنو افعالو څخه ټولنه باید خوندي پاته شي او څرنګه چې د زنا په لور تحریک کونکي وسایل د انسان په حیوانی طبیعت کې ډیرې ژورې ریښې لري او دغه ریښې یوازې د قیدو بند اویا مالي تاوان په زور نه شي را ویستل کیداې په دې خاطر دهغې دمخنیوي له پاره د سختو تدبیرونو دخپلولو څخه پرته بله لار نه شته .

یوه وګړي او یا دوو ته د سخت جسماني تکلیف په ورکولو سره په لکونو نور وګړی د اخلاقي او عمراني ضررونو څخه خوندي کول ، دې نه ډیر بهتر دي چې مجرمان دتکلیف نه په څنګ کړل شي او ټول ولس په داسې زیانونو کې ور وغورزول شي چې راتلونکو بې ګناه نسلونو ته یې زبیښې په پرلپسې توګه په میراث ورسیږي . دسلو دُرّو د وهلو سزا ته دظالمانه سزا د ویلو یو علت د غربي تهذیب په بنسټونو باندې دلږ څه د قت کولووروسته را څرګندیږي لکه چې پخوامووویل دغه تهذیب د ټولنې په مقابل کې د وګړې دملاتړ په جذبه باندې ولاړ دې او ددې ټول اساس د وګړیز و حقوق په داسې یو تصور ولاړ دې چې د مبالغې څخه ډک دې .

په دې اساس که وګړي په ټولنې هر څومره ظلم وکړي نوهغه دغرب خلکو ته دومره دروند نه تمامیږي بلکه ډیر وختونه یې په خوشحالۍ سره زغمي .خو کله چې د ټولنیزو حقوقو د اعادې په خاطر وګړی را نیول کیږی نو دهغې له پاره چیغې سوری پیلیږي. ددې نه پورته د ټولو جاهلیتونو دخاوندانو په څیر دغربي جاهلیت د پیروانو هم یوامتیازې خصوصیت دادې چې هغوې د معقولاتو پر ځاې محسوساتو ته ډیر اهمیت ورکوي.

هغه زیان چې په یوه وګړي باندې مرتب کیږی نو څرنګه چې هغوې ته هغه په محدوده توګه محسوسیږی په دې خاطر هغه یو سترکار ګڼي ، خو دوې دهغه زیان اهمیت نه شي درک کولې چې په پراخه پیمانه ټولې ټولنې اود هغې را تلونکو نسلونو پورې غځیږي . ځکه چې هغه (زیان ) دخپل پراخوالي او لرې زبیښو په اساس نه شی محسوسیداې .

۲:- د قذف حد یا د تهمت لګولو سزا :

کوم زیانونه چې د زنا له لارې را پیدا کیږی نو دهمغې په څیر زیانونه د زنا دتهمت یا قذف څخه هم منځته را ځي ، د یو ې شریفې ښځې په لمن د زنا د تهمت داغ لګول یوازې دهغې د بدنامولو موجب نه ګرځی بلکه دهغې په واسطه دکورنیو تر منځ ددښمنۍ یو لړۍ پیل کیږي ، نسبونه شکمن کیږي ، ازدواجي اړیکي له منځه ځي اویو کس یواځې یو ځل د ژبې په خوځولو سره په لس ګونو نور انسانان په کلونو کلونو د دښمنۍ په عذاب کې ورغورځوي . قرآن کریم ددې جرم د له منځه وړلو په خاطر سخته سزا ټاکلې ، او فرمایلي یې دي چې : [tûïÏ%©!$#ur tbqãBötƒ ÏM»oY|ÁósßJø9$# §NèO óOs9 (#qè?ù’tƒ Ïpyèt/ö‘r’Î/ uä!#y‰pkà­ óOèdr߉Î=ô_$$sù tûüÏZ»uKrO Zot$ù#y_ Ÿwur (#qè=t7ø)s? öNçlm; ¸oy‰»pky­ #Y‰t/r& 4 y7Í´¯»s9’ré&ur ãNèd tbqà)Å¡»xÿø9$# ÇÍÈ.«النور ۴»]

( او کوم خلک چې په پاک لمنو ښځو باندې تهمت و لګوي او بیا دخپلې خبرې د ثبوت له پاره څلورګواهان را نه وړی ، هغوې په اتیا دورو ووهئ او په راتلونکې کې دهغوی ګواهي کله هم و نه منئ ، دغسې خلک په خپله بدکاران دي .)

پاته په شلمه برخه کې ولولئ…