کور / تازه خبرونه / ننګرهار:وسله والو طالبانو يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه

ننګرهار:وسله والو طالبانو يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه

وسله والو طالبانو بېګا شپه د ننګرهار په چپليار ولسوالۍ کې يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه. د تورې بوړې د محاذ وياند قاري سجاد لر اوبر ته وويل چې دغه کس غلام رسول نومېده او تېره شپه  يې د چپليار ولسوالۍ د دولت زو په کلي کې دولت ته دجاسوسۍ په تور وواژه. د ننګرهار چارواکو ددغه تن د وژنې په اړه څه نه دي ويلي. د ويلوده چې همدا روانه اونۍ هم په همدې ولسوالۍ کې د تورې بوړې د محاذ طالبانو د حيدر په نامه يو تن دولت او بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلی و چې ځايي چارواکو يې د وژلو پخلی کړی و.