کور / تازه خبرونه / ننګرهار: بهرنيو ځواکونو دوه تنه ولسي وګړي وويشتل

ننګرهار: بهرنيو ځواکونو دوه تنه ولسي وګړي وويشتل

د جلال اباد ښار د درمسال په څلورلارې کې بهرنيو ځواکونو په خپلو ډزو دوه تنه ولسي وګړي ټپيان کړل. دعيني شاهدانو په وينا کله چې د باندنيو ځواکونو کاروان له دغه ځايه تېرېده ،نو يو سرتيري يې په ډک بازار کې ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې يو کراچيوان او يو بل لاروی ټپيان شول چې دغو ځواکونو پرې غوږ هم ونه ګراوه او بيا د بازار خلکو روغتون ته ورسول. د ننګرهار د والي وياند د پېښې پخلی وکړ او ويې ويل چې دوی په دې اړه پلټڼه پيل کړې چې د ډزو لامل معلوم کړي. دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه په ډک بازار کې ولسي خلک په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم دغو ځواکونو د سپرليو په موټرو ډزې :کړي او په يو وار يې لسګونه خلک مړه اوژوبل کړيدي چې ښکاره بېلګه يې د ننګرهار بټي کوټ ولسوالي وه.