کور / تازه خبرونه / دافغان ولس مشركرزي چپنه ليلامېږي

دافغان ولس مشركرزي چپنه ليلامېږي

دامريكا په پلازمېنه واشنګټن كې به افغان سفارت دولس مشر حامد كرزي يوه چپنه ليلام كړي . دچپنې بيه لا تر اوسه نه ده ټاكل شوې خو تر پلورلو وروسته به ددغې چپنې پيسې پر افغان بېوزلو ښځو وويشل شي .


 راپورونه وايي چې دكرزي چپنه په واشنګټن كې دافغان سفارت له لوري د مريډين په نوم هغه نړيوال مرکز ته ورکړل شوې، چې دروان ۲۰۰۸ كال دجنوري دمياشتي په ۲۴ نېټه به ليلام شي . ويل كېږي په دغه ليلا كې به دافغانستان ځيني انځورونه ، غالۍ او ځيني نور لاسي صنايع هم پلورلو ته كښېښودل شي .