کور / تازه خبرونه / په افغانستان كې بيا ايراني ماينونه ونيول شول

په افغانستان كې بيا ايراني ماينونه ونيول شول

دافغانستان دملي امنيت ساتونكو دننګر هار كابل پر لويه لاره دوريښمين تنګي په سيمه كې ايراني ماينونه نيولي دي . چارواكي وايي چې ماينونه ښخ كړل شوي وو چې شنډ شول . دملي امنيت درسنيو دفتر ددغه ماينو نو شمېره درې ښودلې او ويلي يې دي چې داپرمخ تللي ماينونه دي دوى په دغو ماينو نو خپل مخاليفين تورنوي خو وايي چې دم ګړى لا نشي ويلاى چې داماينونه څنګه دحكومت ضد مخاليفينو لاس ته لوېدلي دي . تېر كال څو څو واره نړۍ والو ځواكونو ويلي وو چې ايران افغان طالبانو ته وسلې وركوي او تېركال دكابل په ښار كې هم افغان چارواكو ديوه لوى ايراني ماين دشنډېدو خبر وركړى وو . نړۍ واله ټولنه تور لګوي چې ايران افغان طالبانو ته وسلې او بمونه وركوي خو ايراني چارواكو لا له وړاندي داتورونه رد كړي دي . كه داځل دملي امنيت له لوري نيول شوي بمونه په رښتيا هم ايراني وي نو دابه دنړۍ والو ځواكونو ادعاوته يو لوى برى وروبخښي .