پنجاب : سخت امنيتي تدبېرونو ژوند ستونزمن كړى

ميرويس افغان | جنوري 11th, 2008


دسختوامنيتي تدبيرونو له كبله دپاكستاني پنجاب ګڼ اوسېدونكي له ستونزو سره مخامخ دي . دپنجاب ايالت په بېلا بېلو برخو كې امنيتي پلتنې كېږي او دوګړو تلاشۍ هم رواني دي . دپاكستان چارواكي وايي چې پر يوه موترسايكل ددو كسانو پر سورلۍ يې هم بنديز لګولى او دنيمه پوځ ګڼ سرتېري يې دپوليسو مرستي ته ور بللي دي په پنجاب كې لوړپوړو چارواكو وويل چې پوځ هم دتيارسئ په حالت كې دى او ديوه ساعت په دوران كې ديوې پېښي ځاى ته ځان رسولاى سي . په پنجاب كې سخت امنيتي تدبېرونه وروسته له هغه ونيول شول چې په مركزي ښار لاهو ر كې تېره ورځ دستري محاكمې په وړاندي ځانمرګي بريد تقريباً دېرش كسان ووژل او اويانور يې ټپيان كړل.

Copyright Larawbar 2007-2024