کور / z_buitenland_news -- 5 / هند تر ټولو ارزانه موټر جوړ كړ

هند تر ټولو ارزانه موټر جوړ كړ

په هندكې دموټر جوړولو ترټولو لويي كمپنۍ ټاټا يو داسي موټر نندارې ته وړاندي كړ چې بېه يې په ټوله نړۍ لږ ښودل شوې ده . 



 په نوي ډيلي كې دټاټا كمپنۍ مشر رتن ټاټا خبريالانو ته دخپل جوړ شوي موټر نمونه ښكاره كړه او ويه ويل چې دادنړۍ ترټولو ارزانه موټر دى او يولك مندي روپۍ بيه وركړل شوې ده .



دكمپنۍ مشر وويل چې دروان كال تر پايه به دغه موټر ماركېټ ته راوباسي دده په خبره چې ددغه موټر په راتګ سره به ترډېره هده دهوا دپاكېدو امكان هم وي او داموټر به ډېر لوګى نه كوي . هند يو دنړۍ له هغو هيوادونو څخه دى چې وګړي يې ډېر دي او دټاټا په نوم كمپنۍ يې په مړټر جوړولو كې ښه نوم لري .