کور / تازه خبرونه / كندهار:يوسلودوه تنه پوليس افسران فارغ سول

كندهار:يوسلودوه تنه پوليس افسران فارغ سول

يوسلودوه تنه پوليس افسران په كندهاركي دپوليسودروزني له اكاډمۍڅخه فارغ سول .
په دې اړه په جوړه سوې غونډه كي تېره ورځ دكورنيوچارووزارت استازي مل پاسوال نصرالله (ظريفي ) داكاډمۍقومندان غلام علي وحدت اوپه سهيل لويديځه حوزه كي دايساف قومندانۍوياندانتوني خبري وكړي . د كورنيوچارو وزارت استازي (ظريفي) په دې اړه وويل((موږتراوسه په دې اكاډمۍ كي ديارلس زره اوپنځه سوه تنه پوليس روزلي دي چي دادى نن يې اتمه دوره فارغ اوپه سهل لويديځه حوزه كي دامنيت په ټينګولوكي به برخه ولري . ))
دايساف ځواكونووياندانتوني هم ددغوپوليس فسرانوپه فارغيدوخوښي وښوده اوزياته يې كړه چي:(( په دې لاركي به زموږهڅي لاهم رواني وي ترڅودغسي نورروزل سوي پوليس هم ټولني ته وړاندي كړو)) له دې پوليسوڅخه يوتن سيداكبرچي ډيرخوښ ښكاريدى وويل چي زه ډير خوشحال يم چي دمسلكي زده كړوسره خپلي ټولني ته ديوه پوليس افسرپه ډول خدمت كوم اودازماله كوچنيوالي څخه ددغه مسلك سره ډيره مينه وه .
يادسوي پوليس افسران په داسي حال كي ټولني ته وړاندي كيږي چي دكندهاراوشاوخوا ولاياتونو يو زيات شميروګړي دغيري مسلكي پوليسوڅخه سرټكوي اوزياتوي چي له دوى سره سمه وضعه نه كوي .