کور / تازه خبرونه / ازاي راډيو د افغان کانديدانو د تاريخي مناظرې کوربه ده

ازاي راډيو د افغان کانديدانو د تاريخي مناظرې کوربه ده


ازاي راډيو د افغانستان د جمهوري رياست دکانديدانو د تاريخي مناظرې کوربه ده .دا لومړې ځل دې، چې ولسمشر حامد کرزې له خپلو دوو اساسي رقيبانو سره په يوه ژوندۍ راډيويي او ټلويزيوني مناظره کې مخامخ کيږي.


کابل- افغانستان د ۲۰۰۹ میلادي کال د اګسټ ۱۴

 ازادي راډیو د یکشنبې په ورځ د ولسمشر او د هغه د دوو اصلي رقیبانو ترمنځ د لومړنۍ او یوازنۍ تاریخي مناظرې میزباني کوي.

د ازادي راډیو رئیس اکبر ایازي به د حامد کرزي، اشرف غني او عبداله عبداله ترمنځ ددې مناظرې کوربه وي.

ښاغلی ایازي وايي “دا مناسبت افغانانو ته دیموکراسي په عمل کې وړاندی کوي او ددې لپاره چې دا د ولسمشر کرزي په ګډون لومړنۍ او یوازنۍ مناظره ده، افغانانو ته د افکارو په سوله تبادله کې د ګډون کولو یوه فوق العاده موقع هم برابروي.”

دا تاریخي مناظره به د یو شمیر لیدونکو په حضور کې جوړه او په ازادۍ راډیو او د افغانستان په ملي ټلویزیون کې په مستقیمه توګه خپره شي.

نورې محلي او نړیوالې رسنۍ هم کولې شي دا مناظره خپره کړي. ازادي راډیو به همداراز دا مناظره مستقیما د ټویټر له لارې په انګریزي ژبه هم خپره کړي.

د ازادي راډیو په اړه :

ازادي راډیو په افغانستان کې تر ټولو مشهوره راډیو ده، چې هره ورځ دولس ساعته پرته له کوم سانسور نه په پښتو او دري ژبوخبرونه او معلومات خپروي.

ازادي راډیو چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د یو سوله ایز او دیموکراته افغانستان د جوړولو د هڅو په لړ کې جوړه شوې د امریکا د کانګرس لخوا تمویلیږي.