کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د افغانستان راروان انتخابات او د هغو په وړاندې شته ستونزې بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو غټ سرلیکونه او د بحث مهم مطالب جوړوي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.


اراده:


دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه په یو مطلب کې د امریکا د لوې درستیز په حواله لیکلي دي، چې افغانستان ته دې جګړې لوږه او بې وزلي راوستې ده.


ورځپاڼې په دوام کې د امیر البحر مایک مولن په حواله لیکلي دي، چې ددې اساسي علت د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له ادارې نه مخکې د څو کلنونو بې پروايي دي، چې د امریکا هڅې يې تر ډیره نیمګړتیاوې دي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او هیواد روان امنیتي حالاتو ته په اشارې د انتخاباتو د ترسره کیدو په وړاندې شته شکونه او بې باورۍ څیړلي دي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسئله راخستې او په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دا خبرې ضروري بللې دي.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې په کابل کې د امنیتي وضع د ډاډمنولو لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې يې د هغو بالونونو درولو ته هم اشاره کړې، چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال دي او امنیتي وضع څاري.


دې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله راروانو انتخاباتو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي، که افغانان غواړي، چې اوسنۍ ستونزې هوارې شي نو د ازاده او عادلانه انتخاباتو د سرته رسولو لپاره دې خپل ملي هوډ لا کلک او غښتلې کړي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا هم د افغانستان د روانې وضعې په اړه د لویدیځو رسنیو راپورونه څیړلي او لیکلي دي، چې دوی د افغانستان په اړه یو ناسم انځور وړاندې کوي.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا ددفاع د وزارت په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان په امنیتي وضع کې د مثبت بدلون نښې لیدلې کیږي او د ناټو د ځواکونو تدابیر به په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون امکانات برابر کړي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د سفیر په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان د بیارغونې لګښتونه باید زیات شي.


ورځپاڼې د کارل ایکن بیري په نقل لیکلي دي، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په ملکي برخه کې د دوه نیم میلیارډو دالرو لګښت ته اړتیا ده.


دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو په اړه شته اندیښنې راسپړلي خو لیکلي دي، ددغه انتخاباتو د سالم بهیر لپاره چې څه کیداې شي باید پخپله افغانان يې وکړي.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس خپله سرمقاله د ژنیو د څلورو تړونونو نړیوالې ورځې ته ځانګړې کړې، چې د ژنیو کنوانسیونونه بلل کیږي.


ورځپاڼې لیکلي دي، چې ددغو څلورو تړونونو پلې کول، چې د جنګ په ډګر کې د مرسته کوونکو، له جنګي اسیرانو سره د چلند او د جنګ په مهال د غیر پوځیانو د ژوند د خوندي کولو په اړه دي زیات ضروري بللي دي.


خو اصلاح بیا د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د میشتو افغان کډوالو روان حالت څیړلې او لیکلي دي، چې دوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې بیا د هیواد د نا امنه سیمو د ارزونې لپاره د دولت په وروستي اقدام تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا ارزونه لا نده بشپړه شوې.


ورځپاڼې لیکلي دي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د مخکنۍ وینا له مخې دا ارزونه باید د زمري د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې باید دوی ته وړاندې شي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې، چې په بادغیس کې د ډاکټر عبداله د کمپاین مسؤل تښتول شوې دې.


ورځپاڼې یو ځلې بیا د برتانیې د نوي لوې درستیز په څرګندونو، چې ویلي وو برتاوني ځواکونه به تر څلویښتو کلونو پورې په افغانستان کې پاتې وي تبصره کړې او پوښتلي دي، چې دا څلویښت کاله د څه لپاره.