کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان دولت ادارې ته د مسكو مېشتو افغانانو ليك

د افغان دولت ادارې ته د مسكو مېشتو افغانانو ليك

 

 په مسكو كې د سيوستوپول په نوم د افغانانو يو متمركز ماركېټ دى، چې د روسيې د نورو بازارونو په تفاوت يوازې افغانان تجارتي كار و بار په كې كوي او هم يې د اجتماعي ژوند د سمبالښت مركز گرځېدلى دى.

روسيې ته د افغانانو مهاجرت د 1992 كال څخه تر 2001 كال پوري د داخلې جنگونو او سياسي- اجتماعي گډوډيو له شامته ډير زيات و. له هماغه پيله د روسيې د سياسي او اقتصادي سيستم د د اوښتون ، ضعف او گډوډۍ له كبله  د روسيې د مهاجرينو د ادارې له خوا د افغان مهاجرينو سره هيڅ ډول مادي يا حقوقي مرسته نه ده شوي او دوى مجبور شوي دي چې د روسيې د هغه وخت د شرايطو او امكاناتو سره سم د ډير كوچني تجارت په كار وبار د ځان او كورنيو د خوراك او پوشاك امكانات برابر كړي.

د كلونو په تېرېدو دغه خلك د مسكو په سيوستوپول هوټل كې سره راغونډ شول او يو لوى افغاني ماركيټ تشكيل شو ، چې له 500 زيات دوكانونه په كې فعال دي او له 3500 زيات افغانان په كې په كار مصروف دي.

د روان عيسوي كال دجولاى په 30 ورځ د سهار په 8 بجو د روسيې امنيتې ارگانونو د افغانانو په تجارتي مركز حمله كړې ده ، او د افغانانو مالونه د بې خاونده او قاچاقي مال په نوم، بې له دې چې د چا د اسنادو پوښتنه وكړي ، د گدامونو قلفونه ماتوي او مالونه يې  په غټو لاريو موټرو كې په نامالوم لوري انتقالوي. زموږ دفترونه قلف دي ، اسناد مو په دفترونو كې بند دي ، موږ نه پرېږدي ، چې اسناد راواخلو او دوى ته يې ورښكاره كړو. داچې د چا كوم مال قانوني او كوم مال غيرقانوني دى، دوىد چا اسناد نه گوري. داچې دوى زموږ له جملې څخه د چا څومره  مالونه چيرته انتقالوي ، موږ ورباندي نه پوهيږو.

بايد وويل شي چې  په روسيه كې مېشت افغانان د هغې عمومې فضا تر اغيز لاندې ژوند او كار وبار كوي  چې د كلونو په اوږدو كې يې  دلته شكل نيولى دى.

البته دافغانانو ټول مالونه به قانوني نه وي، خو افغانانودغه مالونه له اسمان څخه روسيې ته نه دي راښكته كړي، بلكې د روسيې د گمرك له لارې يې روسيې ته راوړي دي او يايې په روسيه كې له نورو شركتونو څخه رانيولي دي. افغانان د روسيې  د گمرك مامورينو او بروكرانو ته پيسې تحويلوي  خو دا چې هغوى غله دي ، دغه پيسې په جېب كې اچوي او د دولت خزانې ته يې نه وركوي، دا د هغوى گناه ده  او اوس افغانانو ته د پردۍ گناه جزا وركول كېږي.

له بلې خوا اساسي مشكل دادى، چې تر اوسه پورې د هيچا اسناد نه دي كتل شوي او د كنترول يا تالاشۍ په نوم راغلې وسله واله  ډله له اسنادو سره هيڅ علاقه نه لري، دوى فقط مالونه  گوري  او چې هر څه يې خوښ شي باروي يې.

د مالونو د قانونيت او ناقانونيت بڼه په ټولو بازارو كې يوډول ده ، خو د چينايانو، ويتناميانو، اذريانو، ارمنيانو… او نورو مالونه نه وړل كيږي او يوازې د افغانانو مالونه چوريږي… 

موږهيله لرو چې ستاسې په مرسته ژر تر ژره زموږ د مالونو انتقال بند شي او موږ ته اجازه راكړل شې چې د ماركيټ ساحې ته داخل شو، له دفترونو څخه خپل اسناد راواخلو او د گدامونو د تالاشۍ  په وخت كې په انساني ډول د چا لږ او د چا ډير د مالونو اسناد ارائيه كړو. په غير له دې ددغو افغانانو مالونه په ډېر وحشيانه ډول چوريږي، او افغانان په روسيه كې پرته له دغې  دكاندارۍ د ژوند نور هيڅ امكانات نه لري.

 

په درناوي