کور / تازه خبرونه / عاجل خبر : د وردګو په سيد اباد کي بمبارۍ سوي دي

عاجل خبر : د وردګو په سيد اباد کي بمبارۍ سوي دي


دتيري شپې راپديخوا دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالي اړوند دګربت په غره کښې سختي بمباري رواني دي .دسيمي څخه عيني شاهدان وايي چي تېره شپه څوځله دامريکايانو چورلکو بمبارد وکړ .


رحيم گل دسيداباد ولسوالي دباغک دکلي اوسيدونکي وايي چي امريکايانو تيره شپه سخته بمباري وکړه اوهم يي سهار بيا به به همدي سيمه کښي بمبار د وکړ، نوموړي وويل چي بمونه داسي درانه وو چي دنيژدي کليو دکورونو ښيښې يي تويي کړي دي .


دوردگو ولايت دولتي چارواکي بمباري تايدوي خو وايي چي هلته يي دمخالفينو مرکزونه په نښه کړي دي؛ يوتن دولتي چارواکي چي دنوم غوښتل يي نه غوښتل وويل چي تيره شپه اونن سهار امريکايانو بمبارد پېل کړئ دئ، هغه وويل چي اوس بيا امريکايان دګربت غره ته ختلي دي خومخالفو وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .


د وردگو ولايت کښي تېره ورځ دامريکايانو دوه تانکونه هم به ماين والوځول شول اود سالارو به سميه کښې د امريکايانوته په اکمالاتي موادو بار دوه موټرونه هم سوځول شوي دي چي د سوځول شوي موترونه اوس هم په سيمه کښې پراته دي .